1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيکا: ناچاودلې مرمۍ د ۷ کسانو ژوند اخیستی

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د يوې ناچاودلې مرمۍ د چاودیدو له کبله اوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. له دوی کسانو څخه یې پنځه ماشومان دي.

آرشيف انځور: د انګولا په يوه سيمه کې ناچاودلې مرمۍ
د ملګرو ملتونو په حواله ناچاودلو توکو د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ او روان ميلادي کال د اپريل میاشتې ترمنځ په ټول افغانستان کې د ۱۲۶ کسانو ژوند اخيستی.انځور: A. Guerra/DW

د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله دا پېښه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د کثافاتو [کباړ] يوه راټولونکي د دې موندل شوې مرمرۍ د اره کولو هڅه کوله.

د طالبانو تر کنترول لاندې «پوليس راډيو» او د سیمې اوسيدونکو ويلي دي چې د دوشنبې په ماښام رامنځته شوې دې پېښه کې پنځو ماشومانو، د مرمۍ موندونکي او يوه بل بالغ کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يوه قرباني د کورني غړي یعقوب خان، وويل چې دا موندل شوې مرمۍ د ګاونډي هېواد پاکستان له خوا فېر کړل شوې وه. خو دا ادعا په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه ده.

اړونده موضوع: م.م: ناچاودو توکو په افغانستان کې په دريو مياشتو کې ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

دې څلويښت کلن همدا راز وویل: «هغه [د مرمۍ موندونکي] له خپل کور سره نږدې دا پرانيستله څو ترې چاوديدونکي توکي لیرې کړي او بيا یې وپلورلی شي.»

د سيمې يوه بل اوسيدونکي عبدالله نور، وويل چې د چاودنې غږ دومره لوړ وو چې «ده فکر وکړ جټ الوتکو بمونه غورځولي دي.»

دې ۳۵ کلن وويل چې «قربانيان په ډېر ناوړه وضعيت کې ول» او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي ول.

اړونده موضوع: ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ

د خیر محمد په نوم يوه بل اوسيدونکي چې د چاودنې تر اورېدو وروسته دلته رسېدلی وو، وويل: «د ټپيانو وضعيت هم ښه نه وو خکه ځينو یې لاسونه او پښې نه درلودلې.»

ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ

03:16

This browser does not support the video element.

روغتيايي چارواکو او همدا راز طالب چارواکو تائيد کړې ده چې په چاودنه کې يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي.

د طالبانو پکتيکا د پوليسو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې له خلکو غوښتل شوي چې ناچاودو مهماتو ته له لاس ور وړلو ډډه وکړي او د داسې هر ډول مهماتو د موندلو په صورت کې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

د افغانستان په ختيځ کې د ناچاودو مهماتو ډېرې پېښې

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په پایله کې ډېر شمیر ناچاودلي مهمات پاتې دي او د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان په نړۍ کې دريم هغه هېواد دی چې د دې ډول تلفاتو لوړه کچه لري.

د يوناما د ماين پاکۍ د برخې مشر نيک پونډ، وويل چې په افغانستان کې ډېر تلفات د دغه هېواد په ختيځ کې رامنځته کيږي.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د اوسپنو راټولول [کباړ ټولول] له هغو فعاليتونو څخه يو دی چې په افغانستان کې [ناچاودو مرميو] د حادثو سبب ګرځي.» 

د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې ناچاودلو توکو د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ او روان ميلادي کال د اپريل میاشتې ترمنځ په ټول افغانستان کې د ۱۲۶ کسانو ژوند اخيستی او ۴۸۹ نور یې ټپيان کړي دي. 

له دې درکه پر متوجې خطر سربیره هم د بسپنه ورکوونکو له خوا د بودجې د کمولو له کبله په تېرو دوو کلونو کې د دې ستونزې د له منځه وړلو په موخه د ګمارېدونکو ډلو شمیر ۶۴ سلنه راکم شوی دی.

پونډ، وويل: «په نړيواله کچه د بشري مرستو له کمیدو سره کله چې د افغانستان وار رسیږي يا خو پېسې ټولې مصرف شوي وي او يا ډېرې لږې پاتې وي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب