پاکستان کې ځانمرګي برید ۱۱ کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان دي
۱۴۰۵ مهر ۴, شنبه
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د بیړنیو خدمتونو ویاند بلال فیضي تر برید وروسته ویلي چې برید د دغه ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې شوی دی. ځايي پولیسو ویلي، وژل شوي او ټپیان ټول نږدې روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیانو له ډلې د ځینو کسانو روغتیايي حالت نازک دی.
پاکستاني طالبانو، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په نامه هم پېژندل کېږي، په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د وسله والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ دی. د دغو بریدونو مسوولیت ډېری وخت ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ یا بي ال اې، چې یوه بیلتون غوښتونکې ډله ده او تر ډیره په ګاونډي بلوچستان ایالت کې فعالیت کوي، منلی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالت ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ تردې وړاندې هم وخت ناوخت د وسله والو له خونړیو تاوتریخوالو سره مخ شوې ده. په دغو بریدونو کې ډېری وخت پولیس او امنیتي ځواکونه په نښه کېږي.
په سیمه کې د ژغورنې ادارې ویلي، د درازندې له مرکز څخه د ژغورنې ډلې د پیښې ځای ته ورسیدې او د ژغورنې چارې یې پیل کړې. دغو ډلو ټپیانو ته طبي مرستې برابرې کړې او روغتون ته یې ولېږدول.