انتوني بلينکن په يوه سرمشريزه کې د ناسمو او درواغو معلوماتو ضد مبارزې پر اهميت خبرې وکړې. د امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير وويل چې د مصنوعي ځيرکتيا په مټ رامنځته شوو معلوماتي توکو تر څنگ د ناسمو معلوماتو پر ضد مبارزه د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت حياتي دلچسپي او دپلوماتيک لومړيتوب دی.
د امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۸) يادې څرگندونې په سيول کې په سرمشريزه کې وکړې.
نوموړی په سويلي کوريا کې دغه اونۍ د ديموکراسۍ په هکله سرمشريزې کې گډون کوي. دغه سرمشريزه د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن په ابتکار د دريم ځل لپاره دايريږي چې پکښې حکومتي چارواکي، غېردولتي سازمانونه او د مدني ټولنې استازي حضور لري.
بلينکن وويل: «د مقاومت لرونکي بهتر معلوماتي ماحول جوړول د متحده ايالاتو د ملي امنيت حياتي لېوالتيا او د دپلوماسۍ لپاره يو لومړيتوب دی.»
د ناسمو معلوماتو په وړاندې مقاومت
د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير زياته کړه: «د باندنيو چارو وزارت نن دا درک کوي چې د هغه څه په مرسته چې موږ ورته ديموکراتيکه تگلاره وايو، د خلکو سره مرسته وشي چې د معلوماتو تر اغيز لاندي راتلو څخه خبر شي او په وړاندې يې مقاومت پيدا کړي.»
د بلينکن په وينا دا خبره «د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته رامنځته شوو معلوماتي توکو لپاره هم صدق کوي چې د مثال په توگه کتونکي پوه شي چې يو انځور حقيقي دی او که نه.»
بلينکن د رسنيو د ملاتړ په مقصد د يو شمېر هلو ځلو هڅې هم ترسيم کړې چې پکښې په وينا يې «د جاسوسي کوونکو تجارتي کمپيوتري پروگرامونو څخه د ناوړه گټې اخيستنې د مخنيوي په مقصد نظارت کول او د ژورنالستانو، بشري حقونو د مدافعينو او نورو د زهير کولو څخه د حکومتونو د راگرځولو په مقصد د بديزونو کارول، د صادراتو کنټرول او د ويزې محدودتيتونه شامل دي.»
د جاسوسي کمپيوټري پروگرامونو د ټکنالوژۍ استعمال
هغه وويل چې د تير کال په سرمشريزه کې لسو هيوادونو ځانونه مکلف کړي ول چې دا به يقيني کوي چې د جاسوسي کمپيوټري پروگرامونو ټکنالوژي به صرف د «آفاقي بشري حقونو او بنيادي آزاديو سره په همږغۍ» کې استعمالیږي او تقريبا نيم درزن نورو هيوادونه چې پکښې کوربه سويلي کوريا شامله ده، هم سږکال پر ياد توافق لاسليک وکړ.
په داسي حال کې چې پخوا به د پروپاگنډ خپروونکو وېبپاڼو د ليکوالانو يوې لويې ډلې ته اړتيا لرله، اوس د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته په ډېر لږ مصرف او په چټکه توگه ناسم معلوماتي توکې توليد کېدلای شي چې په مشلکه يې د رشتيا معلوماتو سره فرق کيږي.
په تيرو مياشتو کې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جوړې شوې په سلونو وېبپاڼې رابرسېره شوې کومې چې خبري آژانسونو ته ورته وې. دغو پاڼو په لوړه اندازه او چټک سرأت ناسم معلومات خپاره کړل چې له جگړې څخه نيولې بیا د سياسيونو په تړاو معلوماتو پورې موضوعات يې لرل.
د کارپوهانو په آند په اوتوماتيکه توگه توليد شوي معلومات ښايي په متحده ايالاتو کې د ټاکنو پر څرنگوالې ډېر لوی عواقب ولري. سويلي کوريا هم له هغو هيوادونو څخه ده چې له یادې موضوع اندېښمنه ده. په دغه هيواد کې د اپريل په مياشت کې د پارلمان ټاکنې تر سره کېدونکي دي. سويلي کوريا د شمالي کوريا د واکمن کيم جونگ اونله رژيم څخه امنيتي اندېښنې هم لري.
آ./ا.ا./ن.ز.
د روبوت يا ځيرک ماشينونو په تړاو زيات تخيلي داستانونه شتون لري. خو د هغوی په تړاو په حقيقت کي اوس يو شمېر داستانونو او نکلونه رشتيا سوي دي. څو بېلګي يې په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ:
انځور: Fotolia/sarah5روبوتونه نور د هاليوود فلمونو فکر او طرحي نه بلکه د انسان په ژوند کي په يوه حقيقي برخه ګرځېدلي دي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Imago/EntertainmentPicturesروبوت ماشينان په زياته بيا په توليدي صنعت کي له زيات وخت راهيسي مهم رول لري. د بېلګي په توګه د موټر جوړونې په عصري فابريکو کي نور د روبوت ماشينونو نشتون حتی تصور کيدلای لا نه سي ولي چي دغه روبوتونه ډېري مغلقي وظيفې په ډېره دقيقه توګه ادا کولای سي.
انځور: picture alliance/dpa/J. Woitasو فضا، نورو کُرو او سپوږميو ته د روبوت ماشينونو پرته څېړنيزو آلاتو لېږد او ترانسپورت ناممکن ؤ. په تقريبا ټولو د فضا سره تړلو پروګرامونو کي روبوتونه مهم رول لوبوي.
انځور: picture-alliance/dpa/ ESA/ATG medialab د وسلو صنعت د جنګي روبوتونو په هکله په لوړه اندازه څېړني او پلټنې کوي.
انځور: picture-alliance/dpa په نړۍ کي د څېړنو له پاره تر ټولو زيات امکانات او پيسې پوځونه لري. همدا وجه ده چي په نظامي برخه کي د جنګي روبوتونو څېړني، طرحي او عملي سوي فکرونه ډېر زيات دي. لکه سپي ته ورته د امريکايي سمندري ځواک دغه روبوتي سپی عسکر.
انځور: picture-alliance/dpa/Defense Media Activityنه يوازي په نظامي بلکه د پوليسو او امن ساتونکو چارواکو سره هم په عملي دګر کي مخ په زیاتېدو د روبوتونو مرستي زياتي سوي دي. لکه د احتمالي چاودېدونکو توکو به ازونه کي چي دغه روبوت په بلجيم کي د خپل همکار انسان پوليس سره د عملياتو پر وخت مرسته کوي.
انځور: Reuters/C. Hartmannدغه پوليس روبوت د چين په يو هوايي ډګر کي د خپلو همکارو انساني پوليسو سره مرسته کوي. دغه روبوت چي څلور کامرې لري په هوايي ډګر کي ګزمه کوي او له خپلو انساني همکارو پوليسو سره معلومات تبادله کوي.
انځور: picture alliance/dpa/Stringer روبوت په طب کي ډېر مهم بلل کيږي. په زياته بيا په جراحي او عملياتو کي اوس لا زيات شمېر روبوتونه د انساني طبيبانو او ډاکټراانو سره زياتي مرستي کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/M.Schutt د ټويوټا کمپنۍ ناروغ پال روبوت چي په شخصي ژوند او روغتون کي د ناروغانو سره د کومک امکان لري.
انځور: 1995-2015 TOYOTA MOTOR CORPORATIONد بيلجيم هيواد په روغتون کي دغه هومونوييد روبوت د مراجعينو لارښوونه کوي چي په روغتون کي لاره پيدا کړي. په زياته بيا دغه روبوت د ماشوم ناروغانو له خوا ډېر خوښيږي. دغه روبوت په ياد روغتون کي له ۲۰۱۳ کال راهيسي د لارښوونې وظيفه په غاړه لري.
انځور: Getty Images/AFP/J. Thysد انسان د اعضاؤ قوي کوونکی روبوت يا د نشته اعضاؤ پر ځای کار کوونکی روبوتونه هم د روبوتونو د کارپوهانو د څېړنو مهمه موضوع ده. په دغه انځور کي ښکاره سوی روبوت د آلماني ساينسپوهانو له خوا طرحه سوی چي د انساني بدن امکانات لا زياتوي.
انځور: DFKI / David Schikora دغه روبوتونه په خپله په کور کي پاکي کوي او د بېلګي په توګه مځکه پاکوي او جارو کوي.
انځور: picture alliance/Yonhapروبوت له زیات وخت راهيسي د ساينسپوهانو او صنعتي توليدي فابريکو تر حدودو محدوده نه دي بلکه د عامو انسانانو په ورځني ژوند کي کرار کرار د لا زيات رول لوبلو په درشل کي دي. لکه واښه رېبونکی دغه روبوت چي پخپله خپله وظيفه ټاکي او پای ته يې رسوي.
انځور: picture alliance/NurPhoto/J. Arriensد سينګاپور په تخنیکي پوهنتون نانينګ کي د کارپوهې تالمان په شکل جوړ سوی هومونوييد روبوت چي د کارپوهې تالمان اشارو ته جواب وايي. د زیات وخت راهيسي د انسان ارمان دی چي خپل کارونه په ماشين اجرا کړي او په دې توګه د ځان او نړۍ له پاره زيات وخت ولري.
انځور: Reuters/E. Suد چين په يو ريستورانت يا هوټل کي دغه روبوت مېلمنو ته د خوراک او چښاک څيزونه وروړي. دا يو له هغو زياتو مثالونو څخه دی چي نه يوازي په لوی شرکتونو او فابريکو بلکه په کوچنيو تجارتونو کي هم روبوتونه د عامېدو په حال کي دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Y. Jianfengد لندن په کوڅو کي په کار اخته هغه روبوت چي له يو ځای څخه بل ځای ته سامان لېږدوي. دغه روبوت کولای سي چي د ۶ او ۸ کلو تر منځ سامان له يو ځای څخه بل ځای ته يوسي. په زياته په لويو شرکتونو کي د چپړاسي د بعضو وظيفو له پاره د دغه ډول روبوتونو د استخدام پر امکاناتو خبري کيږي.
انځور: Starship Technologiesد سامسونګ دغه روبوت انځورګر دی. يو شمېر روبوتونه سته چي له طرحي او زمويښتي بڼي راوتلي او هنري توکي توليدوي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz په انګلستان کي جوړ سوی دغه روبوت ډوډۍ پخولای سي. دغه روبوټ انسان ته ګوري چي څه ډول ډوډۍ پخوي او دغه معلومات له ځان سره ثبتوي او د دغو معلوماتو پر اساس عيني څيز پخولای سي. دغه روبوت به په ۲۰۱۷ کال بازار ته راووزي.
انځور: Reuters/W. Rattayپه قطر کي د هغو اوښانو د خغاستي سيالي چي د روبوتونو له خوا کنټروليږي. د دې تر څنګ د روبوتونو ګڼ شمېر نوري لوبي او د سپورټ مشغولتياوو يوه حقيقي بڼه خپله کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Bothmaد هانس روبوتيک دغه هېومنوييد يا انسان ته ورته روبوت کولای سي چي د ساده سوالونو جوابونه ووايي. دغه روبوت د ۲۰۱۵ کال په اپريل کي لا په چين کي نندارې ته وړاندي کړل سوی ؤ.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Favreنيم روبوت او نيمه حشره! دا يوه طرحه نه بلکه عملي سوی حقيقت دی. د جاپان د توکيو په پوهنتون کي پر يوې سرې خزدکي يو کوچنی داسي کمپيوتري چيپ نصب کړل سوی چي د دغه حشرې حرکاتو کي لاسوهنه کولای او حشره رهنمايي کولای سي. په زیاته په جاسوسي کارونو کي له دا ډول حشرو څخه د کار اخيستنې د امکان خبره کيږي.
انځور: Picture-Alliance/Photoshot«روبوت د ژوند د شريک په توګه»، پر دغه موضوع زيات کتابونه او داستانونه ليکل سوي دي. د «روبوت سره مينه او کوروالي» تر عنوان لاندي حتی يو کلنی کانفرانس جوړيږي. دغه کانفرانس سږکال د دسامبر په ۲۰مه په لندن کي جوړ سوی ؤ.
انځور: imago/Granata Imagesد روبوت سره ميني او کوروالۍ په علمي کانفرانس کي د اېما يانږانګ له خوا د کيسنجر يو موبايل اېپ او روبوت هم معرفي کړل سو. دغه آله له يو موبايل څخه ښکلول يا مچول کيږي او بل موبايل ته دغه مچه لېږدوي. دغه روبوت د انساني شونډو حرکت او شدت ثبتوي او پر هغه بل اړخ يې بېرته تکراروي او په دې توګه مچه يا ښکلول له يو کس څخه بل ته لېږدوي.
انځور: emmayannzhang.comخو روبوت څومره د انسان له پاره ګواښ ګرځېدلای سي؟ دا يوه د هغو پوښتنو څخه ده چي ورباندي په زياته بيا انتروپولوجستان او د انساني ژوند د بيلو څانګو څېړونکي ورباندي پلټنې او تحقيقونه کوي او امکانات او اخلاقي اړخونه يې څېړي.
انځور: Deutsche Messe AG/R. Jensen