بلینکن: طالبانو د افغانانو د وتلو او سفرکولو ډاډ ورکړی
۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبه
د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلیکن، په حواله طالبانو هغوی ته ډاد ورکړی دی چي بیا به هم له افغانستان څخه افغانانو ته د سفر کولو او وتلو زمینه برابروي.
بلیکن پرون سې شنبه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۷) په قطر کي ژورناليستانو ته وویل: «طالبانو امریکا متحده ایالاتو ته ډاډ ورکړی دی چي هغو کسانو ته چي پاسپورتونه او د سفر اسناد لري، د وتلو ازادانه اجازه ورکوي.» هغه همدارنګه وويل: «موږ به هغوی پر دې خبره باندي ټینګ ونیسو.» د بلینکن په خبره ټوله نړی له طالبانو څخه دا تمه لري چي خپلي وعدې ته وفادره پاته سي.
د تیري اګست میاشتي په نیمايي کي واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تقریباً ۱۲۳۰۰۰ انسانان د هوايي لارو راووتل. خو د امریکا د حکومت په حواله اوس هم تر سلو اضافه امریکايي اتباع په افغانستان کي پاته دي، تر ټولو دمخه دوه تابعیته کسان. سربیره پردې د امریکايي پوځ په لسونو زره نور محلي همکاران، ترجمانان او فامیلونه یې پاته دي. د هغوی اکثره کسان د طالبانو د غچ اخیستلو څخه بیره لري.
انځور: Olivier Douliery/Pool/REUTERS
د امریکا د خارجه وزیر سره چي په دغه سفر کي د دغه هیواد د دفاع وزیر، لیود استین هم ملګری دی، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، سره يې هم وکتل. دا په افغانستان کي د طالبانو له خوا د قدرت تر نیولو وروسته سیمي ته د امریکا د یوه لوړ رتبه هیئت لومړی سفر دی.
د قطر حکومت د دغه هيواد د کلتور او هنر په سکتور کي خپلې پانګونې زياتي کړي دي. په دې لړ کي يوه تازه بېلګه د قطر د ملي موزيم پرانستنه ده. دغه موزيم د مارچ په ۲۸مه نېټه د کتونکو په وړاندي پرانستل سو.
انځور: AFP/I. Baan
په صحرا کي يوه شانداره ودانۍ
د دغه موزيم جوړول د قطر د حکومت د هغې پاليسۍ د عملي کولو پر وړاندي يو بل ګام ؤ چي غواړي له دغه هيواد څخه د «کلتور او هنر سُپر پاور» جوړ کړي. د دغه موزيم د ودانۍ باندنی جوړښت داسي يو صحرايي ګلاب ته ورته دی، لکه په لمر کي چي وچ سوی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babu
غير عادي پروژه
دغه موزيم د فرانسوی مشهور مهندس ژان نوېل له خوا طرحه سوی دی. د دغه موزيم د ودانۍ طرحه نه يوازي دا چي شرقي ارزښتونه او طرز لري، بلکه پکښي د راتلونکي او عصري وخت د ودانۍ جوړولو طرحې هم عملي سوي دي. د دغه موزيم د ودانۍ غير عادي طرز پر دې دلالت کوي چي قطر د کلتور په برخه کي د پرمختګ د خپل پلان په ترڅ کي څومره هوډمن دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babu
د موزيم د ودانۍ طرز
د دغې ودانۍ د جوړولو يو مقصد دا هم دی چي قطر غواړي نړۍ ته وښيي چي د دغه خليجي عربي هيواد له پاره مالي امکانات و مهمو مقاصدو ته د رسېدو له پاره صرف يوه وسيله ده. په دغه موزيم کي د دايمي نندارتون او په همدې شان د ميعادي نندارتونونو له پاره امکانات برابر کړل سوي دي. د دې تر څنګ په دغه موزيم کي د ۲۲۰ کسانو د کښېنستلو له پاره د تالار او د ۷۰ کسانو له پاره د خبرو اترو د ځای امکانات هم برابر کړل سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babu
تاريخي پېژندګلوي
په دوحه کي واقع دغه موزيم پر ۵۳ زره متر مربع مځکه جوړ سوی دی. دغه موزيم د امير شيځ عبدالله بن جاسم الثاني تاريخي ماڼۍ ته بالکل څېرمه واقع دی. ياده ماڼۍ چي د قطر د تاريخي هويت له پاره يو مهم یادګار بلل کيږي، د ملي موزيم سره ګډه يا ملحقه سوې ده او پکښي د نندارتون د توکو ځای پر ځای کولو امکانات برابر کړل سوي دي.