1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ویني ټيټ فشار تر کومه ځایه کیدای سي خطرناک وي؟

۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبه

نه یوازي د ویني لوړ فشار بلکې د ویني کښته فشار هم کیدای سي د اغیزمن کس پر ژوند ناوړه اغیزي ولري او د هغه ورځنی ژوند له سخت ضعف او زړه بدۍ سره اغیزمن کړي.

Altenpflege
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

تقریباً د هرشي له پاره یوه معینه اندازه موجوده ده او دا د ویني د فشار په برخه کي هم صدق کوي. د وینې د فشار په اندازه کي د «سیستولیک ارزښت یا د زړه انقباض» چې لوړ فشار ته ويل کيږي، باید ۱۲۰ ملي متره جیوه « ام ام اچ جي» وي. په دغه اندازه فشار سره زړه ټول بدن ته وینه پمپوي. د هغه په مقابل کي بیا د دیاستول ارزښت هغه فشار اندازه کوي چي د زړه د عضلاتو په سُستیدو سره پر رګونو رامنځته کیږي. دیاستولیک فشار په عادي حالت کي ۷۰ درجې وي.

 که دغو دوو معیارونو ته په کتو سره د ویني فشار څو برابره کښته وي، ډاکټران د ویني د فشار له هیپوتوني څخه خبري کوي چې له هایپرتوني سره یې تیروتنه ونه سي. هیپوتوني په نارینه وو کي له ۱۱۰ درجو څخه کم فشاره پیل کیږي او په ښځو کي تر ۱۰۰ درجو کم. دا که څه هم ډیر خطرناک نه دی خو کیدای سي په انسان کي ډول ډول مشکلات رامنځته کړي.         

هوښیارانه تنظیم

د ویني د ټيټ فشار له عادي ډولونو څخه یو هم د ارتوستاتیک په نامه د ویني د فشار سقوط دی. په داسي یوه حالت کي د یوه کس د ویني فشار د یو څو دقیقو په جریان کي تر ۲۰ درجو پوري راکښته کیږي. زموږ بدن داسي  سیستم لري چي په مرسته یې د ویني فشار تنظیمیږي، یعني دا چي زموږ بدن د «بارور» په نامه ریسپتور په مرسته د ویني فشار تنظیموي. دغه ريسپتورونه د رګونو کړنلاره او دا چي تر کومه ځایه منبسط کیږي، ثبتوي. د ویني د فشار په لوړیدو سره، رګونه ډیر منبسط کیږي او د کښته فشار پر وخت لږ پرانیستل کیږي. وروسته بیا ريسپتورونه دغه اطلاعات مغز ته انتقالوي او مغز بیا زموږ په بدن کي د ویني فشار تنظیموي.

د ټيټ فشار درلودونکي زياتره وخت د سردردۍ څخه کړيږيانځور: Colourbox/Nikolai Lev4enko

د بشپړي بیهوښۍ تر سرحده پوري

د ویني د کښته فشار ترټولو بده علامه د غوږو ازانګه، بې اندازه خستګي او زړه بدي وي. زیاتره کسان د ځای د سمدستي تبدیلیدو پر وخت له سرګیچي سره مخامخ کیږي. ډاکټران کولای سي دغه وضعیت د یوې متحرکي تختې په مرسته تنظیم کړي.

په دغه ډول یوه چلند سره ډاکټران کولای سي د ویني د فشار د سقوط تیز جریان او د انسان پر بدن باندي د هغه اغیز تشخیص کړي. په دې ډول کیدای سي د یوه انسان په بدن کي د ویني د فشار مطابقت ارزیابي سي. په جرمني  کي د « زړه بنسټ» څخه توماس ماینرڅ بیا له متحرک میز څخه استفاده تقریباً ویرونکې بولي او وایی چي ناروغ کس په متحرک میز تړل کیږي او وروسته په سرعت سره له افقي حالت څخه عمودي حالت ته وړل کیږي، یعني دا چي د هغه موقعیت پر مځکه باندي له پروتي حالت څخه د دریدو حالت ته اوړي.

دغه آزموینه له ناروغ سره مرسته کوي چي دا درک کړي، ولی په تکرار سره دفعتاً بې هوښه کیږي. مخکی له بیهوښه کیدو څخه زیاتره وخت زړه بدی هم رامنځته کیږي. ماینرڅ وایی : د دغه ډول زړه بدي د رامنځته کیدو په صورت کي باید نوموړی کس سمدستي پریوزي، دا بې تفاوته ده چي هغه په کوم ځای کي وي. که نه نو ددې امکان سته چی نوموړی کس په ډیر شدت سره پر مځکه ولویږي او دا کار ښایی د موټر چلولو او یا هم پر سړک باندي د تګ پر وخت ډیر خطرناکه وي.

انځور: picture-alliance/dpa

یو علامت، تل یو علت لري

د ویني د کښته فشار لرونکي کسانو له پاره د ورځي تر ټولو سخت وخت سهار وختي وي. هغوی له خوبه  د ویښیدو پر وخت ستړي او خسته وي. ددې کار علت دادی چي زموږ بدن د سهار له خوا د ویني مناسب جریان ته اړتیا لري تر څو وکولای سي په حرکت راسي. د ویني د کښته فشار لرونکي کسانو په بدن کي د ویني جریان کمزوری وي او دا کار ددې باعث کیږي چي د ویني آکسیجن او د اړتیا وړ مواد په کافي اندازه ونه رسیږي.

ډاکټر ماینرڅ سپارښتنه کوي: هغه کسان چی له دا ډول ستونزو سره مخامخ دي، کولای سي له خوبه د پاڅیدو پر وخت د خوب پر کټ باندي ځیني تمرینونه وکړي، لکه د انبساط د قابلیت درلودونکي ورزشي وسیلې په مرسته. هغه تمرینونه چی د بدن عضلات پرانیزي کولای سی د ویني فشار لوړ کړي.

د ماینرڅ په خبره د ویني د ټيټ فشار لرونکو کسانو وضعیت د ورځي په بهیر کي ښه کیږي خو په ځینو نورو کي بیا هیڅ تغییر نه راځي. دا کار د سردردۍ سبب ګرځي او په دغه ډول حالت کی بیا کافي آکسیجن مغزو ته نه رسیږي تر څو په لازم ډول فعالیت وکړي. د لاسونو او پښو یخوالی هم د ویني د کښته فشار له عواقبو څخه شمیرل کیږي او د هغو کسانو شمیر چی له دا ډول حالت سره مخامخ دي، کم هم نه دی.

کارپوهان د دیپریشن ناروغي هم د ویني د کښته فشار سره په تړاو کي ویني. زیاتره ډاکټران په عمومي صورت د ویني ټيټ فشار خطرناک نه بولي او په مجموع کي یې بې ضرره بولي. خو د هغو کسانو له پاره چي د ویني په کښته فشار اخته دي، وضعیت برعکس دی. دا ځکه چي دا کار کیدای سي د هغوی د ژوندانه پر بهیر سخت اغیز واچوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل