1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اواکس اکتشافي الوتکو ځای ښايي بوينګ ۷۳۷ ونيسي

۱۴۰۲ آبان ۲۴, چهارشنبه

ناټو غواړي چې د اواکس اکتشافي الوتکو پرځای چې زړې شوې دي، د بوينګ ۷۳۷ عادي ملکي الوتکې رانيسي چې د پوځ له پاره پکې بدلون راوستل کيږي. څه ډول بدلون؟

د اواکس اکتشافي الوتکه
د اواکس اکتشافي الوتکهانځور: picture-alliance/dpa

د اواکس اکتشافي الوتکې د ۱۹۸۰يمو کلونو يعنې د سړې جګړې راهيسې د ناټو په خدمت کې دي. خو اوس به د بوينګ ۷۳۷ الوتکې یوه پوځي بڼه د دغو زړو څارنيزو الوتکو ځای ونيسي.له روسیې وروسته ناټو هم د سړې جګړې یو مهم تړون ځنډولی

دغه خبره د ناټو پوځي ټلوالې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د نومبر ۱۵) کړې ده. ناټو ويلي دي چې »ټاکل شوې د شپږو بوينګ E-7A ويج ټېل الوتکو توليد په راتلونکو کلونو کې پيل شي، چې تمه کيږي دغه ډول لومړۍ الوتکه به تر ۲۰۳۱م کال پورې عملياتي دندو ته چمتو شي.«د ناټو سرمشریزه: د جي ۷ مشرانو د اوکراین له پاره امنیتي چوکاټ اعلان کړ

د پوځي دندو له پاره به پکې له عادي ملکي الوتکو سره په توپير ډېر الکترونيکي او ديجيتالي سيستمونه نصب شي چې د پراخو ساحو د څارنې او د اکتشافي موخو له پاره کافي وړتيا ولري.

د بوينګ او ناټو ترمنځ تړون ښايي د يو څو ميلياردو يورو په ارزښت وي، خو ناټو ټلوالې نه غوښتل چې د خپلو نويو جېټ الوتکو د لګښتونو په هکله جزئيات ورکړي.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل