1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غور: لاسي بم چاودنې يوه مور سره له پنځو ماشومانو وژلې

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

په غور ولايت کې د يوې چاودنې له کبله يوه مور او پنځه اولادونه یې وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه ماشومانو په خپل کور کې د یوه ناچاودي لاسي بمب سره لوبي کولې چې دغه پیښه را مینځته شوه.

افغانستان کې د جګړه د سیمې یوه څنډه
افغانستان کې د جګړه د سیمې یوه څنډهانځور: AFP

په غور ولایت کې د پنجشنبې په ورڅ یوه انفجار د پنځوو ماشومانو او یوې مور ژوند اخیستې دی. دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د کور دننه ماشومانو د یوه ناچاودې لاسي بمب سره لوبي کولې.

د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟
افغانستان کې د څلویښتو کالو جګړې نښي لا هم ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې لیدل کیږي، دا په داسي حال کې ده چې څو ورځې وړاندي په لوګر ولایت کې هم ورته پیښه رامنیځته سوې وه، او د دوو ماشومانو ژوند یې اخیستې وو.

افغانستان په نړۍ کې د ناچاودو وسلو د لرلو له پلوه یو له خونړیو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب