1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

ملګرو ملتونو په پاکستان کې پر روغتیایي کارمندانو برید غندلی

۱۴۰۳ آبان ۱۲, شنبه

د یوې بمي چاودنې په پایله کې چې د پولیو واکسین کمپاین د امنیت موټر په کې په نښه شوی و، د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. پاکستان په روان کال کې تر اوسه پورې د پولیو ۴۱ پيښې ثبت کړي دي.

ارشیف انځور: تر یوې بمې چاودنې وروسته ټپیان ته روغتون ته لیږدول کیږي
پاکستان په روان میلادي کال کې په ۷۱ سیمو کې تر اوسه پورې د پولیو ۴۱ پيښې ثبت کړي دي.آرشیف انځور:انځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د جمعې (د نومبر میاشتې لومړۍ نيټه) په ورځ د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین ساتونکو پولیسو موټر ته نږدې په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوی بم چاودلی دی. د پولسو په وینا په دې پيښه کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د سیمه ایز پولیسو مشر فاتح محمد ویلي دي چې دغه برید د بلوچستان ایالت په ماستونګ سیمه کې شوی دی. فاتح محمد ویلي دي چې د زده کوونکو لیږدونکې یوه ریکشا هم په نښه شوې ده چې ماشومانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سبب شوی دی.

د سیمه ایز روغتیایي ادارې ویاند وسیم بیګ هم ویلي دي چې یو شمیر ټپیان د ایالت په مرکز کویټه کې روغتون ته انتقال شوي دي. نوموړي زیاته کړې ده: «اوو تنو د چاودنې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نورو چې شدید ټپیان ول په روغتون کې سا ورکړې ده.»

تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو کیدای شي بلوچ بیلتون غوښتونکي یا پاکستاني طالبان تورن شي. دغو ډلو په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو خپل بریدونه ډیر کړي دي.

د سیمه ایز پولیسو یوه چارواکي رحمت الله هم ویلي دي چې د پولیسو موټر په داسې حال کې چې د ماشومانو د فلج یا ګوزن واکسین د تطبیق کوونکو کارمندانو د امنیت ساتنه یې کوله، په نښه شوی دی.

پاکستان چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې یې په ۷۱ سیمو کې د پولیو ۴۱ پيښې ثبت کړي دي د تیرې دوشنبې ورځې راهیسې یې د پولیو ضد کمپاین پیل کړی دی، څو له پنځو کلونو د لږ عمر لرونکي شاوخوا ۴۵ میلیونه ماشومان واکسین کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بُګټي دغه بمي چاودنه غندلې ده او ژمنه یې کړې ده چې د یاغیانو پر وړاندې به تر هغې پورې جګړې ته دوام ورکوي، څو لمنځه تللي نه وي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک، ویلي دي چې د نوموړي سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم دغه برید په سختو ټکو غندلی دی او دا یې د «نه منلو وړ» بللی دی.

په پاکستان کې یاغیان وخت ناوخته د واکسیناسیون پر ټیمونو بریدونه کوي، ځکه د دوی په خبره دا د خلکو د عقیم کولو له پاره د لویدیځ یوه توطیه ده.

څو ورځې مخکې هم د پاکستان په شمال لویدیځ کې د واکسین پر کمپاین وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي و.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازني هیوادونه دي چې د پولیو (د ماشومانو ګوزن) ویروس خپریدنه په کې اوس هم جریان لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

کرونا په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ کمپاین اغیزمن کړی

05:04

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب