د پاکستان په شمال لویدیځ کې بمي چاودنې اووه کسان وژلي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۸, دوشنبه
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۲۸ نیټه) د سویلي وزیرستان په مرکز واڼا ښار کې هغه وخت شوې چې سیمه ایز قومي مشران یوې جرګې ته را ټول شوي ول.
یوه سیمه ایز پولیس چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «سیمه ایز متنفذ سیف الرحمان په خپله حجره کې یوه جرګه را بللې وه چې بم انفجار وکړ. اووه کسان یې ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.»
د چاودنې نوعیت تر اوسه پورې نه دی څرګند
نورو سیمه ایزو پاکستاني چارواکو هم د دغې چاودنې د تلفاتو شمیر تائید کړی دی او ویلي یې دي چې سیف الرحمان روغتون ته لیږدول شوی دی. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.
په سیمه کې د پولیسو قوماندان عثمان وزیر د اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته وویل چې د دې برید هدف د سیمه ایزو مشرانو د سولې شورا دفتر و چې د پاکستاني طالبانو په مخالفت کې فعالیت کوي او سیمه ایز دعواوې یا شخړې حلوي.
سویلي وزیرستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، له کلونو راهیسې د پاکستاني طالبانو په څیر د یاغي جنګیالیو د فعالیت ځای دی او حکومت څو واره په دې سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.
پاکستاني چارواکو تیره ورځ خبر ورکړ چې د همغږې عملیاتو په ترڅ کې یې ۵۴ تنه یاغیان چې غوښتل یې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته داخل شي په شمالی وزیرستان کې وژلي دي.
پاکستاني پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۷ نور وسله وال یې تیره شپه په شمالي وزیرستان کې وژلي دي. په دې توګه د هغو جنګیالیو شمیر چې په تیرو درو ورځو کې په شمالي وزیرستان کې وژل شوي دي ۷۱ کسانو ته رسیږي.