1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

کابل کې چاودنې پنځه کسان وژلي

۱۳۹۹ دی ۲, سه‌شنبه

په کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي چې زیاتره یې ډاکټران دي. دغه خبر افغان امنیتي چارواکو ورکړی دی.

Afghanistan Raketenangriff auf Kabul
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له قوله لیکلي دي چې د ډاکټرانو په یوه موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم د کابل اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودلی دی. موټر د څرخي پله زندان د ډاکټرانو وو. ځینې داسې رپوټونه هم شته چې په دغه ډله کې ډاکټرانې هم شاملي دي.

د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې د ختمیدو په موخه د سولې پر پېل شوو خبرو اترو سربیره، د هیواد په ځينو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده. په وروستیو ورځو کې د کابل اوسیدونکي سهار مهال د بمي چاودنو، ترور يا توغنديو شاهدان ول.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغانې مذاکراتو د پرانیستغونډې څه دپاسه درې میاشتې اوړي خو په دغو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.  که څه هم دواړه لوري د لومړیو پرمختګونو یادونه کوي. دواړه لوري د سولې د مذاکراتو پر طرز العمل باندې راضي شوي دي چې تر درې اونۍ وقفې وروسته ښایي د جنورۍ پر پنځمه نېټه پېل شي.