1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریکس په منځني ختیځ کې د زغم غوښتنه وکړه

۱۴۰۵ شهریور ۲۱, شنبه

د بریکس ۱۱ غړو په نوي ډیلي کې په ګډه اعلامیه کې د منځني ختیځ د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه او پر ملکي زېربناوو او سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو بریدونه یې وغندل.

په ۲۰۲۶ کال په نوي‌ډلي کې جوړې شوي غونډې ګډونوال
د بريکس غونډه په نوي‌ډلي کې جوړه شوېانځور: Kristina Solovyova/Sputnik/REUTERS

د چین، روسیې، ایران او هند په ګډون د بریکس ۱۱ غړو هېوادونو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر ۱۲مه) په نوي ډیلي کې د سرمشریزې پر مهال په یوې ګډې اعلامیې کې په منځني ختیځ کې د ارامۍ غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ په منځني ختیځ/لویدیځه آسیا کې د کړکېچ د دوامدار زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګندوو او د خپلو اړوندو ملي دریځونو په یادولو سره، د اعظمي زغم او همدارنګه له هغو اقداماتو څخه د ډډې کولو غوښتنه کوو چې وضعیت نور هم خرابولی شي.»

د بریکس (BRICS) د بهرنیو چارو وزیران د مې په میاشت کې په نوي ډیلي کې د خپلې غونډې پر مهال پر یوې ګډې اعلامیې هوکړې ته ونه رسېدل. د ډلې غړي ایران، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د هغې جګړې په اړه بېلابېل دریځونه لرل چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو سره پیل شوه.

خو د کوربه هند له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو وروسته د شنبې په ورځ د مشرانو په غونډه کې ګډه اعلامیه خپره شوه. په اعلامیه کې پر ملکي زېربناوو او اټومي تاسیساتو بریدونه هم وغندل شول.

د ایران له جګړې افغانستان او سيمه څومره اغیزمنه ده؟

29:23

This browser does not support the video element.

«پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د قصدي بریدونو په اړه جدي اندېښنه»

په اعلامیه کې راغلي: «موږ پر ملکي زېربناوو او هغو سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د قصدي بریدونو په اړه جدي اندېښنه څرګندوو چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) تر بشپړو څارنیزو تضمینونو لاندې دي. دا ډول بریدونه د نړیوال قانون او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له اړوندو پرېکړه‌لیکونو سرغړونه ده.»

اعلامیه زیاتوي: «د اټومي څارنیزو تضمینونو، خوندیتوب او امنیت اصول باید تل، د وسله‌والو شخړو پر مهال هم، رعایت شي څو خلک او چاپېریال له زیان څخه خوندي وساتل شي.»

بریکس په ۲۰۰۹ کال کې د سترو مخ پر ودې اقتصادونو د یوه فورم په توګه جوړ شو چې موخه یې په هغو نړیوالو بنسټونو کې د لا ډېر نفوذ ترلاسه کول وو چې لویدیځ قدرتونه پکې برلاسي دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د شنبې په ورځ د دوه ورځنۍ سرمشریزې د پرانیستې پر مهال وویل چې د منځني ختیځ جګړه «د نړیوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون نه لري»، د چین دولتي خبري اژانس شینهوا راپور ورکړی دی.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټول په سرمشریزه کې ګډون لري.

«باید په ګډه کار وشي»

په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ د قطبي کېدو او بې‌باورۍ اوسنی نړیوال وضعیت په پام کې نیسو او د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره نړیوال اقدام هڅوو.»

اعلامیه زیاتوي: «موږ ټینګار کوو چې د نافذ نړیوال قانون له مخې باید په ګډه کار وشي، څو د نړیوالې سوداګرۍ، د اکمالاتو د ځنځیرونو او انرژۍ روان او بې‌خنډه بهیر وساتل شي.»

د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم د نوي ډیلي په سرمشریزه کې ګډون لري.

تمه ده د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم د شنبې په ورځ وروسته په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب