د پاکستان پولیسو د یکشنبې (د جنورۍ میاشتې ۱۱ نیټه) په ورځ خبر ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال د ګازو کپسول یا ډبې چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه اته کسان، چې ناوې او زوم هم پکې شامل دي، وژل شوي او اووه نور ټپیان کړي دي.
د اسلاماباد د پولیسو په وینا، دا چاودنه د شپې ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې مېلمانه د دې جوړې د واده د لمانځلو لپاره راټول شوي وو. د پولیسو په وینا د چاودنې په نتیجه کې د کور یوه برخه هم نړیدلې ده .
د اسلام آباد د پولیسو په یوه بیان کې ویل شوي چې دا چاودنه د ښار په مرکزي برخه کې په یوه استوګنیزه سیمه کې شوې ده او چارواکي د دې ګاز ډبې د چاودنې د علت څېړنه کوي .
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړی او د بشپړو څېړنو کولو امر یې کړی دی.
هغه همدارنګه روغتیايي چارواکو ته لارښوونه کړې چې ډاډ ترلاسه کړي ټپیان تر ټولو ښه ممکنه درملنه ترلاسه کوي.
ډېری پاکستاني کورنۍ د ګازو د انتقال په ښاري پایپونو کې د طبیعي ګاز د ټیټ فشار له امله، پر غیرمعیاري کپسولونو یا ګازي ډبو باندې تکیه کوي، چې پکې د پخلي او یا کورونو د ګرمولو له پاره له مایع ګازو څخه کار اخیستل کیږي.
دا بالونونه تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ګازو د لیک کیدو او چاودنو له امله د خونړیو پېښو سبب شوي دي.
د کویټې چاودنه؛ هر خوا ته مړي، وینه او اوښکې
د پاکستان په کویټه کې یوې چاودنې ۷۰ تنه ووژل او ۱۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل. چاودنه د یوه روغتون مخې ته وشوه. د برید پړه د داعش او جماعت الاحرار ډلو پر غاړه اخیستې. انځور: Getty Images/AFP/B. Khan د چاودنې په پایله کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر وکیلان هم شامل دي. د پیښې د قربانیان خپلوان د روغتون مخې ته راټول شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan د برید پړه د داعش ډلې منلې ده. خو تر دې ډلې څو ساعته مخکې په پاکستان کې فعالې بلې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار هم د دغه برید مسوولیت منلی وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه برید په کلکو ټکو غندلې ده او ویلي یې دي چې د وکیلانو او خبریالانو د ساتنې له پاره دې ژر تر ژره امنیتي تدابیر زیات کړل شي.
انځور: Reuters/Naseer Ahmed د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګتی، تر چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې د وکیلانو او په نښه کولو هڅې شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan تر دغې وژونکې چاودنې وروسته د کویټې په ټولو روغتونو کې بیړنۍ حالت اعلان شو. د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې مرګژوبله ډیره لوړه ده.
انځور: Reuters/N. Ahmed پولیسو ویلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د کویټې سول روغتون مخې ته ډیر شمیر وکیلان د همدې ورځې په پیل کې د یوه بل وکل د وژل کیدو پر ضد اعتراض په توګه راټول شوي وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan چاودنې ۷۰ تنه وژلي چې په ډیر شمیر وکیلان هم شامل دي. چاودنې ۱۲۰ تنه نور ټپیان کړي هم دي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل. لومړنۍ څیړنې ښيي چې انفجار د یوه ځانمرګي برید له کبله رامنځ ته شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan