1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنه لري

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د بريتانيا لومړی وزير ويلي چې له افغانستان څخه یې خپل زياتره عسکر را ايستلي دي. خو نوموړي په دغه هيواد کې د خپل رسمي نقش د پای ته رسېدو په حال کې په افغانستان کې کورنۍ جګړې د رامنځته کيدو ویره هم څرګنده کړې ده.

Großbritanniens Premierminister Boris Johnson über Lockerungen der Corona-Beschränkungen
انځور: DANIEL LEAL-OLIVAS/AFP

بريتانيا لومړی هېواد وو چې په امريکا متحده ایالاتو کې  د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې تر بريدونو وروسته یې خپل ځواکونه افغانستان ته وليږدول او په جنګي ماموريت کې یې چې تر ۲۰۱۴م کاله پورې یې دوام وکړ، ستر نقش ولوبوه.

په تېرو کابو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د دغه هېواد ۴۵۷ عسکر ووژل شول.

لومړي وزير بورس جانسن په يوه اعلاميه کې پارلمان ته ويلي: «د ناټو ماموريت په ترڅ په افغانستان کې مستقر ټول بريتانوي ځواکونه بيرته د راستنېدو په حال کې دي.»

نوموړي زياته کړې: «د ځينو څرګندو دلایلو له کبله به زه اوس د عسکرو د اخراج مهال ويش په ډاګه نه کړم خو زه پارلمان ته ويلی شم چې زموږ زياتره پرسونل له افغانستانه وتلی دی.»

محرم اسناد؛ په افغانستان کې د بریتانيې احتمالي پوځي حضور

لومړي وزير جانسن دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په افغانستان کې زور زياتی خپل اوج ته رسېدلی دی.

امریکا متحده ايالاتو تېره اونۍ د بګرام له پوځي هوايي اډې څخه خپل ټول ځواکونه و ايستل. پنتاګون يا د امريکا د دفاع وزارت هم ويلي چې له افغانستان څخه يې د ځواکونو اخراج ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ په اړه اندېښنې

جانسن په افغانستان کې د بريتانيا د حضور د نوعيت بدليدو يادونه وکړه او ویې ويل چې نوموړی هغه ننګونې چې د افغانستان حکومت او دغه هيواد ورسره لاس او ګريوان دی، له پامه نه غورځوي او له دغه هيواد سره به خپلو پراختيايي مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه: «زه هيله لرم چې هیڅوک دې ناسمې پايلې ته ونه رسيږي چې د ځواکونو را ايستل به له افغانستان سره د ژمنتيا د پای په معنا وي، موږ شا نه ور ګرځو، نه موږ د ننني وضعيت د خطرونو په اړه او دا چې څه په مخکې لرو، په کومه دوکه يا فريب کې يوو.»

بريتانيا ويلي چې کابو ټول ځواکونه یې له افغانستانه وتلي ديانځور: picture alliance / dpa

د بريتانيا د ګدو ځواکونو مشر نک کارتر هم خبرداری ورکړ چې د امريکايي او نورو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کيدای شي د کورنۍ جګړې پر لور روان شي. کارتر له افغانستان څخه د زياتره بريتانوي عسکرو د اخراج په تړاو د جانسن تر څرګندونو وروسته وويل چې دا خبره «امکان لري» چې دغه دولت [د افغانستان] د نړيوالو ځواکونو په نه شتون کې سره وپاشل شي.

د افغان ترجمانانو لومړۍ ډله بريتانيا ته رسېدلې ده

کارتر زياته کړه چې دغه هيواد د ۱۹۹۰م لسیزې کورنۍ جګړې ته ستنيدلی شي «چېرې چې به سړی يو ځل بيا جنګ سالاران مشاهده کړي او دا چې ځيني مهم بنسټونه لکه امنيتي ځواک به پر نژادي او قومي برخو وويشل شي.»

هغه زياته کړه: «که چېرې داسې څه پېښ شي نو زما انګیرنه داده چې طالبان به د هيواد ډېرې برخې ونيسي. خو مطمناً هغوی به پر ټول هېواد کنترول ونه لري.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)