1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

بریتانیا په افغانستان کې د جنګي جناياتو د ادعاو څېړنه کوي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د برېتانیا د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر یوې لسیزې مخکې د دغه هیواد د سرتیرو له خوا په افغانستان کې د ادعا شوو غیر قانوني وژنو په هکله خپلواکې څېرڼې پيلوي.

Britische Soldaten kämpfen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/Uppa

بي بي سي د روان کال په لومړیو کې رپوټ ورکړ چې د بریتانيا د هوایي ځواکونو ځانګړي کوماندویان (اس ای اس) په مشکوکو شرایطو کې د لسګونو کسانو په وژنې تورن دي، خو نظامي ځواکونو دغه اندېښنې پټ کړي دي.

نوموړي تلویزوني شبکې له خپلو څلور کلنو تحقیقاتو وروسته رپوټ ورکړ چې په معمول ډول به بې وسلې افغانان د دغو ځانګړو سرتیرو په وسیله په شپنیو عملیاتو کې په «ظلم سره» په ډزو وژل کیدل او د دې جنایت د توجیه کولو له پاره به، د هغوی ترڅنګ یي وسلې ایښودل کیدلې.

نوي قانوني تحقیقات چې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې پیلیږي د قاضي چارلز هادون کیو له خوا به پر مخ وړل کیږي. په دغو څېړنو کې به د ۲۰۱۰م کال له نیمايي څخه د ۲۰۱۳م کال تر نیمایي پورې ادعا شوي تخلفات وڅيړل شي.

د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا په افغانستان کې احتمالي جنګي جنایتونه

په دغو تحقیقاتو کې به همدارنګه د سرتیرو د ادعا شوي چلند په اړه مطرح شوو انديښنو ته د دفاع وزارت د ځواب «مناسبوالی» برسي شي، او ترڅنګ یي دا «اروزل کیږي چې له دې باید څه زده کړه وشي.»

د بریتانيا د دفاع وزیر بن والس په یوه اعلامیه کې وویل: «که د زده کړې له پاره ډیر څه موجود وي، سمه دا ده چې هغه باید په بشپړ ډول په پام کې ونیسو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې ټولو تورونو ته په مناسب او برابر ډول رسیدګي کیږي.»

نوموړي زیاته کړه چې له دغو څېړنو سره «ډاډ ترلاسه کیږي چې زموږ پرسونل، په کافي اندازه د بیا ځلي غیر ضروري تحقیقاتو پر وړاندې محافظت ترلاسه کوي.»

والس وویل چې د دفاع وزارت په دې وروستیو کلونو کې جدي تورونو ته د رسیدګۍ په خاطر یو شمیر تغیرات، د هغو له ډلې څخه یې د «دفاعي جدي جرایمو» واحد رامنځته کړی دی.

د بي بي سي د پاناروما خپرونې څیړنو ۵۴ داسې کسان پیژندلي دي چې په مشکوکو شرایطو کې د بریتانیا د هوایي ځواکونو د ځانګړو سرتیرو د یوه واحد له خوا د ۲۰۱۰م کال له نومبر څخه د ۲۰۱۱م کال تر می میاشت پورې د یوه شپږ میاشتني ماموریت پر مهال د افغانستان په هلمند ولایت کې په ډزو وژل شوي دي.

هغه بریتانوی عسکر چې ټپي طالب يې وژلی وو، له بنده آزاد شو

د دغو څېړنو پر اساس لوړپوړي افسران د هغو له جملې څخه جنرال مارک کارلتون سمیت، چې په هغه وخت کې یي د بریتانيا د ځانګړو ځواکونو مشري پر غاړه درلوده، د دغو عملیاتو د انديښنو په هکله آګاهي درلوده، خو نظامي پولیسو ته یي رپوټ نه دی ورکړی.

بي بي سي وویل چې د بریتانیا د قوانینو پر اساس، که یو قوماندان د احتمالي جنګي جنایت په هکله اطلاع ترلاسه کوي او نظامي پولیسو ته بیا د هغې په هکله اطلاع نه ورکوي، دا عمل جرم ګڼل کیږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي دي چې په مخکنیو څیړنو کې یي په افغانستان کې د بریتانوي سرتیرو د چلند په هکله د تور د مطرح کولو په خاطر کافي شواهد نه و موندلي.

nz/sn (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل