1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا هم د خپلو افغان همکارانو د انتقال بهير چټکوي

۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبه

بريتانيا اعلان کړی دی چې د خپلو افغان همکارانو د ځای پر ځای کولو کار یې کړندی کړی دی. په پام کې ده چې د دغه کارکوونکو کورنۍ هم د ځواکونو د پلان شوي اخراج ترمخه انتقال شي.

Afghanistan Französische Soldaten
انځور: picture-alliance/dpa

د بريتانيا د دغه پروگرام له مخي چې د خپلو افغان همکارانو ځای پر ځای کول نوميږي تر اوسه تر ۱۳۰۰ زيات کارکوونکي او د هغوی کورنۍ بريتانيا ته انتقال شوي دي.

تمه کيږي چې د نوي پلان پر اساس به تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان انتقال او ځای پر ځای شي.

د بريتانیا د دفاع وزير بېن وېلس وويل چې د طالبانو او نورو تندلارو ډلو له خوا پخوانيو افغان کارکوونکو ته متوجې خطر ته په کتو سره «همدا سمه» پريکړه ده چې د هغوی د انتقال پلانونه لا چټک کړل شي.

وېلس زياته کړه: «د لويديځ [ځواکونو] له وتلو سره خطر هم ډېريږي چې د طالبانو هدفي بريدونه هم پکې شامل دي.» هغه وويل: «سيمه ایزو همکارانو چې د بريتانيا له پوځ سره یې دنده ترسره کړې «زموږ د ساتنې له پاره لويه قرباني ورکړې او اوس وخت را رسېدلی چې موږ هم همدا کار وکړو.»

د بريتانيا د کورنيو چارو وزېرې پريټي پټيل هم ويلي دي چې حکومت د خپل کارکوونکو د انتقال «اخلاقي مکلفيت» لري او بايد هغه «خطر وپيژني چې دغه کسان ورسره د ترهګرۍ سره د مبارزې پر وخت ورسره مخامخ شوي ول او د هغه زيار په بدل کې بايد انعام ترلاسه کړي.»

نوموړې زياته کړه: «زه خوښه يم چې موږ دغه کارکوونکو او د هغو کورنيو ته په دې هيواد [بريتانيا] کې د نوي ژوند پېلولو د زمينې په برابرولو سره دغه هدف ته رسېدلي يوو.»

پر بريتانيا او د ناټو پر نورو غړيو هيوادونو ډېر فشار دی، څو د هغو په زرونو ځايي کارکوونکي يا افغان همکارانو چې د دوو لسیزو په اوږدو کې يې له هغوی سره دنده ترسره کړې ده، د خونديتوب غم وخوري.

د امریکا پوځ د افغان ژباړونکو ویره او اندېښنې

په افغانستان کې د ناټو ائتلاف پخوانيو کارکوونکو خبرداری ورکړی دی چې دوی او کورنۍ به یې د امريکايي عسکرو او د هغوی د ملکي قرارداديانو تر وتلو وروسته د طالبانو هدف وګرځي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن تېره مياشت د خپلو ځواکونو د ایستلو د پېل امر وکړ څو په افغانستان کې د امريکا جګړه پای ته ورسوي.

د ناټو نور ځواکونه به هم چې ۷۵۰ بريتانوي عسکر هم پکې شامل دي، له امريکايي عسکرو سره يوځای له افغانستان څخه ووځي. په افغانستان کې د بريتانوي عسکرو زیاتره یې په پلازمينه کابل کې میشت دي.

د خپلو کارکوونکو د انتقال په برخه کې د بريتانيا پر تګلاره د هغه د سختو شرائطو له کبله نيوکې کيدلې. خو د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې په اپريل مياشت کې په ډاګه شوې نوې تګلارې له مخې به ټول هغه پخواني او اوسني کارکوونکي چې له جدي خطر سره مخامخ کسانو په ګټګورۍ کې دي، برتيانيا ته د انتقال په برخه کې لومړيتوب ولري.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

«که طالبانو ته په لاس ورسم وژني مي»

04:16

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل