سياستبریتانیا
بريتانيا له اسرائیل څخه د خپل سفارت کارکوونکي راباسي
۱۴۰۳ مهر ۱۷, سهشنبهاعلان
په منځني ختیځ کي د کړکیچ په زیاتیدو سره بریتانیا د احتیاط له پاره په اسرائیل کي خپل د سفارت د کارکوونکو د کورنۍ غړي بیرته هیواد ته وربللي دي.
اسرائیل ته د سفر په هکله دبریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په تازه مشورو کي ویل سوي دي چي دا یو مؤقتي اقدام دی.«زموږ کارکوونکي په سیمه کي پاتیږي.»
لکه څرنگه چي د جرمني د بهرنیو چارو او دفاع وزارت د سپتمبر مياشتي په پای کي خبر ورکړ، همدارنگه د آلمان د سفارت د کارکوونکو کورنیو هم نوموړې سیمه پرې ایښې ده.
په هغه وخت کي وویل سول: «سفارتونه به فعال پاته وي، خو د ډیپلوماټانو کورنۍ او آلماني متوسط سازمانونه او همدارنگه غیرضروري پرسونل به راووزي. په دې ډول به د سفارتونو او نمایندگیو د کار او عمل وړتیاوي په هیڅ ډول محدودې نه سي.»
GP/NZ/AG