د بريتانيا ټاکنې: د کارګر ګوند بریا او د سوناک د ګوند ماته
۱۴۰۳ تیر ۱۵, جمعهد ټولو ټاکنیزو حوزو د رايو شميرولو تر مخه لا دا خبره روښانه وه چې د اپوزیسيون کارګر ګوند په پارلمان کې قاطع اکثريت ترلاسه کړی دی: سوسيال ديموکراتانو د استازو مجلس يا ولسي جرګې له ۶۵۰ څوکيو څخه تر ۴۱۰ ډېرې څوکۍ خپلې کړي دي.
تر اوسه برحاله د لومړي وزير ريشي سوناک، محافظه پال ګوند ۱۲۰ څوکۍ ګټلي دي او په دې توګه یې د خپل تاريخ تر ټولو بده پايله لرلې ده.
په دې ترتيب به په بريتانيا کې د واک انتقال رامنځته شي او د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر، به نوی لومړی وزير شي.
سوناک خپله ماته ومنله. دې ۴۴ کلن د دغه «مایوسه کوونکو» پايلو مسئوليت پر غاړه اخيستې او ستارمر، ته یې د بریا مبارکي ويلې او د خپل ګوند د مشرتابه څخه لاس پر سر کيدو ته یې هم اشاره کړې ده.
د بريګزت پلوي فاراج په لومړي ځل پارلمان ته لاره پيدا کړه
د اپوزيسیون ليبرال ديموکرات ګوند هم ډېر پرمختګ کړی او تر ۷۰ ډېرې څوکۍ یې خپلې کړي دي. ياد ګوند به په دې توګه د سکاټلند د ملي ګوند پر ځای چې تر لسو لږې څوکۍ ترلاسه کړي دي، د پارلمان دريم قوي ګوند شي.
د بريګزت يا له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانيا د وتلو سرسخت پلوی نېګل فاراج، چې ځان یې په اتم ځل نوماند کړی وو، په لومړي ځل په دې توانيدلی دی چې ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي. د نوموړي د مهاجرت او کډوالۍ ضد د «ريفارم يو کی» په نوم ګوند څلور څوکۍ ترلاسه کړي دي. د زرغون ګوند څلورو استازو هم پارلمان ته لاره موندلې ده.
د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر، خپلو پلويانو ته وويل: «موږ کامياب شو. بدلون سر له اوسه پيليږي.» نوموړي زياته کړه: «همدا اوس دا صدق کوي: لومړی هېواد او بيا ګوند.»
ستارمر، په عين وخت کې دا هم وويل چې بدلون په يوه شپه کې نه شي راتلای. هغه زياته کړه چې د کارګر ګوند راتلونکی حکومت «سخته دنده» په مخکې لري.
۶۱ کلن ستارمر، د يوه «بدل شوي کارګر» ګوند څخه خبره وکړه چې «چمتو دی هېواد ته خدمت وکړي.» ښايي همدا نن، باچا چارلس د کارګر ګوند مشر ته د حکومت جوړولو دنده وسپاري.
د بريتانيا ټاکنیزه مبارزه د سوناک د سلف بورس جانسن، او لز ترس، د افتضاحو او ګډوډۍ تر سيوري لاندې راغله. پر دې سربیره ډېرو لوړو شويو بيو په ولس کې د بې وزلۍ په تړاو ويره رامنځته کړې ده. همدا شان د مهاجرت د سياست پر سر هم سخته لانجه وشوه چې ټولنه یې سره وويشله.
ب. ص/ ن. ز (rtr, afp, kna, dpa, BBC)