1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په بریتانا کې د کرونا ضد واکسين تطبيق پیل شو

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

د اروپایي هیوادونو په ترڅ کې بریتانیا لومړی هیواد شو چې سر له ننه د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق پروګرام پیل کړ. خو د دې واکسین تطبیق اجباري نه دی. د روغتیا نړیوال سازمان هم د اجباري تطبیق پلوي نه کوي.

England | Coronavirus | erste landesweite Impfungen
انځور: Jacob King/AP Photo/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان په عمومي ډول د کرونا ضد واکسین له الزامي کیدو سره مخالفت څرګند کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین کارپوهې کاتي اوبراین، په ژینو کې ویلي دي: «زه فکر نه کوم چې مقررات په ځانګړې توګه د دې واکسین په برخه کې سمه لار وي.» د هغې په خبره د کرونا ضد واکسین سپارښتنه یا پرې ټینګار کول کیدای شي په ځینو مسلکي برخو لکه د روغتیا جدي مراقبت په څانګه کې ګټور وي.

هغې زیاته کړې چې ځینې بیلګې هم شته چې پکې د واکسین اجباري کیدو برعکس اغیز لرلی دی او د خلکو په منځ کې د معافیت د کچي د لوړیدو سبب شوی نه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو مرستو د همغږي کوونکي مایک راین، په خبره باید خلکو ته بهتره معلومات وړاندې کړی شي او هغوی په خپله پریکړې ته پریښودل شي.

دا چې کرونا ویروس ضد واکسن اجباري شي که نه، په بیلا بیلو هیوادونو کې یې په هکله مختلف بحثونه کیږي. په آلمان کې حکومت په عمومي ډول د واکسین اجباري کیدل رد کړي دي.

دا مهال بریتانیا لومړنی لویدیځ اروپایي هیواد دی چې د کرونا ضد واکسین پیلوي. په لندن کې د حکومت د معلوماتو له مخې ۸۰۰ زره دوزه واکسین به تطبیق شي. په لومړۍ سر کې تر ۸۰ کلونو ډیر عمر لرونکو او روغتیایي چارو اړونده کسانو باندې دغه واکسین تطبیقیږي. د رسنیو د رپوټونو له مخې ۹۴ کلنه ملکه ایلزبت دوهمه او د هغې ۹۹ کلن میړه فیلپ هم غواړي ځان واکسین کړي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب