د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ لمریز کال ملي بودجې لومړی سند د ۱۷ مواردو او ددې بودجې دویم سند یې د ۱۹ مواردو پر بنسټ د دویم ځل لپاره رد کړی.
ټاکل شوې وه چې نن سې شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ ۲۶مه) د ملي بودجې دریم سند ولسي جرګې ته وړاندې شي، خو ددې جرګې د مالي او بودجې کمېسیون مشر سید عظیم کبرزاني په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «متاسفانه تر اوسه د حکومت د بودجې دریمه طرحه ولسي جرګې ته نه ده رسېدلې، مونږ په انتظار یو د افغانستان پارلمان خپلې رخصتۍ ځنډولي، هیله من یم چې افغان حکومت ژر تر ژره د بودجې دریمه طرحه پارلمان ته راولیږي.»
د بودجې ردولو بنسټیز لاملونه څه دي؟
د بودجې په سند کې ناانډوالي او د بودجي له احتیاطي کوډونو د حکومت لوړ لګښتونه چې وکیلان یې بې ځایه بولي د بودجې د رد د لاملونو په توګه مطرح شوي.
دغه راز، د ښوونکو او دولتي مامورینو په تنخواګانو کې برابري او عدالت رامنځته کول د وکېلانو بله بنسټیزه غوښتنه ده چې حکومت یې باید په پام کې ونیسي.
ولسي جرګه وايي چې حکومت د وکیلانو د فشار له امله د بودجې دویم سند کې د ۹۰، ۹۱ او ۹۲ کوډونو لګښتونه راکم کړي خو ددې بودجې پاتې ۱۷ موارد سمون برخه کې یې تر اوسه اقدام نه دی کړی.
اړونده موضوع: د بودجې پر سر د افغان حکومت او پارلمان ترمنځ ناندرۍ
د روڼتیا څار سازمان د یوه رپوټ پر بنسټ، د افغانستان په بودجه کې له تېرې یوې لسیزې احتیاطي کوډونو ته له ټاکل شوي حد ډيرې سرچیني ځانګړې کیږي.
کارپوهان وايي، د بودجې په سند کې احتیاطي کوډونو لپاره باید د ټولې بودجې یوازې ۳ سلنه په پام کې ونېول شي، خو د ۱۴۰۰ لمریز کال ملي بودجه کې دا کچه ۵ سلنه اټکل شوې.
د ۱۸ ډوله غوښو د قرارداد کیسه
د بودجې پر سر د پارلمان او حکومت ترمنځ ناندرې هغه مهال لاپسې ډيرې شوې، کله چې یوشمېر وکېلانو وویل، ولسمشرۍ پورې تړلې د چارو ادارې د ۱۸ ډوله غوښو قرارداد وړاندیز کړی.
سره له دې چې حکومت په دې اړه د وکېلانو څرګندونې بې بنسټه بولي، خو د ماليي ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندېوال ومنله چې دغسې یو قرارداد شته خو ده یې مخالفت کړی.
اوس په ټولیزو رسنیو کې همدغو ۱۸ ډوله غوښو ته منسوب د یوه قرارداد کاپي لاس په لاس کیږي چې ګواکې د چارو اداره یې د منظورۍ په هڅه کې ده.
آیا د بودجې دریم سند به هم رد شي؟
دغو مواردو ته په کتو سره د ولسي جرګې غړي خبرداری ورکوي چې که په بودجه کې په نښه شوي ۱۹ موارد اصلاح نه شي، د بودجې دریم سند به هم رد کړي.
ددې جرګې د مالي او بودجي کمېسیون مشر سید عظیم کبرزاني په دې اړه وویل: «مونږ ۱۹ موارد حکومت ته لیږلي او هیله من یم چې حکومت مثبت ځواب ورکړي، خو که حکومت قانون ته غاړه کینږدي او د پارلمان د جایګاه درناوی ونه کړي، ډاډه یم چې د بودجې دریمه طرحه به هم د عمومي تالار له خوا رد شي.»
د افغانستان ماليي وزارت که له یوې خوا خپله وړاندې کړې بودجه متوازنه او هر اړخیزه بولي له بل لوري ادعا کوي چې د بودجې په سند کې یې د وکېلانو وړاندیزونه په پام کې نېولي.
ددغه وزارت یوه اعلامیه لیکي: «مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د مالي پلان ګذارۍ په برخه کې د اصلاحاتو ساتلو او د نړیوالو معیارونو سره سم، پرمختیایي لومړیتوبونو، د توازن اصل، پایداره اقتصادي ودې، ملي پراختیا او د مالي امکاناتو او محدودې ته په کتو سره ترتیب کړې ده.»
دا داسې مهال دی چې ولسي جرګې تېره ورځ تور ولګاوه چې حکومت د هغو وکېلانو خپلوان له حکومتي دندو لرې کړي چې عمومي غونډه کې یې د ۱۴۰۰ لمریز کال ملي بودجې ته د رد رایه کارولې وه.
اسماعیل شاکر – کابل
د افغانستان د کابینې نوي معرفي شوي وزیران څوک دي؟
ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د اکتوبر۲۱) د کابینې نوماند وزیران او د ریاستونو مشران پارلمان ته معرفي کړل. ولسمشر غني په حکومت کې د اساسي بدلونونو ژمنه هم وکړه. انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan رنګینه حمیدی - د پوهنې وزارت نوماند وزیره رنګینه حمیدي په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال کې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې زیږیدلې ده. هغې خپلې لوړې زده کړې د ادیانو د مطالعې په برخه کې په متحده ایالاتو کې کړي دي. میرمن حمیدي د ښخو د حقونو د فعالې، د کاري زمینې برابرونکې او په افغانستان کې د یوه نړیوال ښوونځي بنسټ ایښودونکې ده.
انځور: Facebook/Afghanistan government اسدالله خالد - د ملي دفاع وزارت له پاره نوماند اسد الله خالد په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. خالد په تاجکستان کې په سیاسي علومو کې لوړې زده کړې دي. تر دې وړاندې هغه د غزني او کندهار ولایت د والي په توګه هم دندې ترسره کړي دي. خالد د دفاع وزارت د سرپرست، په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر، د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو د وزیر او همدا راز د افغانستان د ملي امنیت د ریس په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
انځور: Reuters مسعود اندرابي - د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي په ۱۳۵۹هجري لمریز کال کې په بغلان ولایت کې زیږیدلی دی. اندرابي د اطلاعاتو او نړیوالو خدماتو په برخه کې ماسټري لري. اندرابي له څو کلونو راهیسې د افغانستان په امنیتي سکتور کې دندې ترسره کړې دي. تر دې وړاندې اندرابي څو کلونه د ملي امنیت په مختلفو برخو کې دندې لرلي وې.
انځور: Innenministerium Afghanistan/Presse حسینه صافي - د ښځو چارو وزارت حسینه صافي په ۱۳۵۳هجري لمریز کال کې په لغمان ولایت کې زیږیدلې ده. هغې د ښوونکې د تربیې په برخه کې زده کړې کړي او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. تر دې وړاندې هغې د ښوونکې، په ګڼ شمیر نړیوالو موسساتو کې د مشرې او مرستیالې په توګه هم دندې لرلي وې.
انځور: Facebook/Afghanistan government محمود کرزی - د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له پاره نوماند وزیر محمود کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور دی. نوموړي په امریکا کې ژوند کړی او د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته بیرته افغانستان ته ستون او په مختلفو اقتصادي برخو کې یې ځان بوخت کړ. محمود کرزی د کابل بانک یو له شریکانو څخه وو او د کابل بانک د فساد په قضیه کې او همدا راز د غیر قانوني پورونو په قضیه کې یو له تورنو کسانو څخه وو.
انځور: AP محمد هارون چخانسوري - د معدنونو او پطرولیم وزارت نوماند محمد هارون چخانسوري په ۱۳۵۹ هجري لمریز کال کې په نیمروز ولایت کې زیږیدلی دی. چخانسوري د آسترالیا په سدڼي کې د مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي دي. د کلیو د پراختیا، کرهڼې وزارت، د عامې روغتیا وزارت، نړیوال بانک، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ریاست، د ولسمشر دفتر او د بهرنیو چارو وزارت هغه وزارتونه دي چې چخانسوري پکې د عادي بستونو نه نیولې د سرپرست وزیر تر کچې پورې دندې لرلي وې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul معصومه خاوري - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نومانده معصومه خاوري په ۱۳۶۴ هجري لمریز کال کې د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې زیږیدلې ده. هغې د طبي تکنالوژۍ په څانګه کې په ترکیه کې تحصیلات پای ته رسولي او ۱۳۸۹ لمریز کال کې یې د پیام نور پوهنتون د حقوقو په څانګه کې هم لوړې زده کړې کړي دي. میرمن خاوري تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د سمنګانو ولایت د استازې او همدا راز د افغانستان د اجرائیه ریاست د سلاکارې په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
انځور: Facebook/Afghanistan government محمد حنیف اتمر- د بهرنیو چارو وزرات له پاره نوماند وزیر حنیف اتمر په ۱۳۴۷ لمریز کال کې په لغمان کې زیږیدلی دی. اتمر په بریتانیا کې د نړیوالو اړیکو او د جګړې په حال کې هیوادونو د چارو د مدیریت په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې. هغه د کارمل او نجیب د حکومت پرمهال په ملي امنیت یا خاد کې هم دنده ترسره کړې. اتمر تر دې وړاندې د کلیو د پراختیا وزیر، پوهنې وزیر او د کورنیو چارو د وزیر او همدا راز یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev انورالحق احدي - د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته نوماند وزیر احمدي په ۱۳۳۰ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی او د اقتصاد او سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې لري. احدي په سیاسي علومو کې ماسټري لري او تر دې وړاندې یې د افغانستان د مرکزي بانک د مشر او د مالیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده. احدي د «افغان ملت» د ګوند مشر هم دی.
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images عبدالهادي ارغندیوال - د مالیې وزارت له پاره نوماند وزیر ارغندیوال په ۱۳۳۱ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی او په کابل کې یې د اقتصاد په برخه کې تحصیلات پای ته رسولي دي. ارغندیوال د کرزي د حکومت پرمهال د اقتصاد وزیر وو او په پاکستان کې د مهاجرت پرمهال د حزب اسلامي ګوند د مالي چارو مسئول هم وو.
انځور: DW کریمه حامد فاریابي - د اقتصاد وزارت، محمد جواد عثماني - د عامې روغتیا وزارت، احمد ضیا سراج - د ملي امنیت د عموي مشر، مجیب الرحمن کریمي - د احیا او کلیو د پراختیا وزارت، محمد قاسم حلیمي - د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، فضل احمد معنوي - د عدلیې وزارت، قدرت الله ذکي - د ترانسپورت وزارت، محب الله صمیم - د سرحداتو او قبایلو وزارت، محمد طاهر زهیر - د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاره نوماند شوي دي.
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan پاتې نور وزیران او ریسان: نثار احمد فیضي غوریاني - د صنعت او تجارت، نور الرحمن اخلاقي د مهاجرینو وزارت، اجمل احمدي - د افغانستان بانک د عمومي مشر، عباس بصیر - د لوړو زدکړو وزارت، بشیر احمد تینج - د کار، ټولنیزو چارو وزارت، نجیب الله یمین - د ټولګټو وزارت او عبدالشکور مهجور د اساسي قانون د تطبیق د څار د کمیسیون د مشر په توګه ولسي جرګې ته د اعتما د رایې د ترلاسه کولو له پاره معرفي شوي دي.
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan