د اورلګېدنې دغه پېښه د حیدرآباد ښار د چارمنار يادښت تاریخي ودانۍ ته نژدې رامنځ ته شوې ده.
ځايي رسنیو ویلي چې د پېښې له ځايه یو شمېر کسان چې په سخت روغتيايي وضعیت کې وو، روغتونونو ته رسول شوي دي. دغو کسانو ويلي چې د دغه ساختمان په لاندني پوړ کې د زیوراتو یوه مغازه وه او پاسنۍ برخه ېې د هستوګنې د کورونو له پاره کارول کېده.
د هندوستان د حیدراباد ایالتي وزیر ګې کیشن ریډي، د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل: «دغه پېښه په سرکټ کې د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوې چې له کبله یې ګڼ کسان مړه دي.»
د اورلګېدنې دغه پېښه د حیدرآباد ښار د چارمنار يادښت تاریخي ودانۍ ته نژدې رامنځ ته شوې دهانځور: Julien Delfosse/DPPI/picture alliance زیاته شوې چې د پېښې په تړاو نور جزئيات به وروسته ورکړل شي.
د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي، پر اکس شبکه ليکلي چې پر هغو کسانو چې «په دغه پېښه کې ېې خپل ژوند له لاسه ورکړی د زړه له تله خپه شوی.» مودي د پېښې د قربانیانو له کورنيو سره د مالي مرستې امر کړی دی.
په هندوستان کې په ساختمانونو کې د اورلګېدنې پېښې او د ساختمانونو نړېدل معمول دي چې چارواکي ېې لامل د ودانیو خراب ساختماني وضعیت او د خوندیتوب لازم قوانینو نه شتون او د اوسېدونکو بې پروايي ښودل کیږي.
آرشیف:
اقليمي بدلون؛ پاکستان کې تودوخه له ۵۰ درجو اوښتې
د پاکستان په يو شمير سيمو کې د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګراد اوښتې او مېندوارو ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر کسانو ته د احتیاط سپارښتنه شوې. کارپوهان د تودوخې لوړې درجې، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو یو لامل اقلیمي بدلون ښيي.
انځور: Shakeel Ahmad/AA/picture allianceد پاکستان هوا پيژندنې ادارې دوشنبه د ۲۰۲۴م کال د می ۲۷مه اعلان وکړ چې د سيند په موهنجو دارو کې چې د نړۍ له سترو لرغونو ښارونو څخه يو دی، د حرارت درجه د سانتیګراد په کچه ۵۳ ته پورته شوې ده.
انځور: Farooq Naeem/AFPمېندواره مېرمنو ته خبرداری
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې په نهایت ګرمې هوا کې مېندواره مېرمنې، ماشومان او زاړه افراد تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ وي.
انځور: Ute Grabowsky/photothek/picture allianceد پاکستان حکومت د ګرمې هوا له کبله د ښوونځیو د تړلو او د آزموینو د تعویق ته اچولو امر کړی دی.
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Imagesپاکستان همدارنګه په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی او په زرونو موقتي کمپونو يې چمتو کړي دي.
انځور: Faridullah Khan/DWد نورو ګرمو څپو وړاندوینه
د پاکستان د اقليم بدلون وزارت په جون مېاشتې کې هم د تودښې دوو نورو څپو وړاندوينه کړې چې لا ډېرې سېمې به وځپي.
انځور: Tanvir Shahzadپاکستان په وروستیو کلونو کې سېلابونو هم سخت ځپلی دی. هرکال د پاکستان په سېلابونو کې په سلونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Imagesپه دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې سېلابونو په سلهاوو کسان وژلي او درانه زیانونه ېې اړولي دي. بغلان، سرپل او غور ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي.
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Imagesهند او بنګله دیش کې سایکلون رمال
د ۲۰۲۴م کال د می ۲۷مې رپوټونو په حواله د رمال په نوم سايکلون يا طوفان په بنګله دیش کې ۱۶ کسان وژلي. دغه طوفان په مجموع کې ۳ اعشاریه ۷۵ میلیونه خلک اغیزمن کړي دي.
انځور: Subrata Goswami/DWپه لسونو زره کورونه تخریب شوي
د بنګله دیش حکومت اعلان ويلي چې دې طوفان یوازې په دغه هېواد کې ۳۵ زره او ۴۸۳ کورونه له منځه وړي او ۱۱۵زه او ۹۹۲ کورونه ېې تخریب کړي دی.
انځور: Goutam Hore/DWرپوټونه وايي په بنګله دیش کې د رمال سایکلون يا طوفان د سمندر څپې راپورته کړې چې له کبله ېې ښارونه سیلابونو لاندې کړي دي.
انځور: Abdul Goni/AP/picture allianceپه هندوستان کې سایکلون رمال لږ تر لږه ۶ کسان وژلي. رپوټونه وايي طوفان د سمندر څپې راپورته کړې چې له کبله ېې ښارونه سیلابونو لاندې کړي دي. انځور د هندوستان د کلکتې ښار دی.
انځور: Satyajit Shaw/DWد ټایلند حکومت هم په وروستیو کې اعلان وکړ چې په ټولو سېمو کې د حرارت درجه لوړه شوې او په ځانګړې توګه ناروغانو ته ېې سپارښتنه کړې وه چې له کورونو بهر ونه وځي.
انځور: Lillian Suwanrumpha/AFP/Getty Imagesد ګرمې هوا نه علاوه په سړې هوا او ورښتونو کې هم بې نظمي ليدل کيږي. د روان کال د اپريل په ۲۱مه د آلمان په یو شمېر سيمو کې سړې څپې چلېدلې او په ځينو سېمو کې درنه واوره وورېده.
انځور: Silas Stein/IMAGO