د پنجشنبې په ورځ د امریکا په فلوریدا ایالت کې میامي ساحل ته نږدې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ ونړیدله. د جمعې تر ورځې پورې د نږدې سلو تنو هیڅ درک لا معلوم شوی نه دی. د یوه تن د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی، خو ممکن د مړو شمیر لوړ شي.
رویټرز خبري آژانس د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د اوشن فرنټ په نامه د دغې ۱۲ پوړیزې ودانۍ یوه برخه ونړیده او د هغو کسانو له ډلې څخه چې په دې ودانۍ کې اوسېدل نږدې ۱۰۰ تنه یې لادرکه دي.
تر خرابو لاندې د لارکه کسانو پسې لټون جریان لري، خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د پیښې د رامنځته کیدو پر مهال په ودانۍ کې څومره خلک موجود ول.
چارواکو د یوه کس مړينه تائیده کړې ده، په داسې حال کې چې د ۱۱ نورو انسانانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. له دې ډلې ۴ تنه یې په روغتون کې بستر کړای شوي دي.
چارواکو اندېښنه څرګنده کړه ده چې د ودانۍ د ړنګیدو د پيښې پر مهال یو شمیر خلک ویده ول.
د میامي د پولیسو مشر فریدي رامیریز وویل چې ۳۵ کسان ژوندي ژغورل شوي دي، په داسې حال کې چې په ۹۹ نورو کسانو پسې لټون روان دی.
په اغیزمنو شویو کې د مختلفو هیوادونو اتباع شامل دي
د سمندر پر غاړه دغې ودانۍ کې د مختلفو هیوادونو اتباع مقیم ول. په لادرکه شویو کې نه یوازې د جنوبي امریکا، بلکې د څلورو نورو هیوادونو سفارتخانو هم ویلي دي چې د دغې ودانۍ تر نړیدو وروسته یي ۲۲ اتباع لادرکه دي.
په دې کې ۹ کسان د ارجنټاین، ۶ د پراګوای، ۴ د ونزیویلا او ۳ د یوروګوای هیوادونو اتباع دي.
د پراګوای په لادرکه شویو کسانو کې د دغه هیواد د لومړۍ میرمنې اول سلوانا، خور او د کورنۍ نور غړي شامل ول.
د اسرائیل رسنیو د رپوټونو په حواله په میامي کې د اسرائیل جنرال قونسل ویلي دي چې ۲۰ اسرائیليان لادرکه دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د معمارۍ په برخه کې ځینې وختونه پلونه او ودانۍ د انسان په لاس یو شهکار وي، خو کله کله بیا دغه څه په یوه خونړۍ پیښه هم اوړي. په دغه انځوریز البوم کې د پلونو او ودانیو د نړیدو پنځه خونړۍ پیښې وپیژنئ.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Abdullahټاکل شوې وه چې د کولمبیا چیراجرا پول به د بوګوټا او ویلاویسنسیو په نامه دوه تونلونه سره وصل کړي. خو کله چې د ۲۰۱۸م کال په جنوري میاشت کې د دغه پله دوه څنډې سره وصل کیدلې، د پله یوه ستنه ونړیدله او د ۹ کسانو ژوند یې واخیست. پلټونکو د پله په ساختماني چارو کې غلطي د دې پیښې لامل یاد کړ. دغه پول بیا وروسته په جولای میاشت کې په بشپړه توګه ونړول شو.
انځور: picture-alliance/C. Contrerasپه چیک جمهوریت کې د شتودینکه په نامه پول
د ۲۰۰۸م کال په اګست میاشت کې کارګرو غوښتل چې د شتودینکه په نامه دغه پول ترمیم کړي چې ناڅاپه ونړید. د لویدو پرمهال یو چټ تلونکی اورګاډۍ تر پله لاندې د تګ په حال کې وو او د پله د نړیدو له حادثې سره مخ شو. د دې پیښې دلیل لا هم نه دی موندل شوی، خو پلټونکو بیا د دې پله په ساختماني چارو کې غلطلي د دې پیښې لامل یاد کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Galgonekپه امریکا متحده ایالاتو کې د میسیسیپي پول
د امریکا متحده ایالاتو په میسیسپي کې ۵۸۰ متره اوږد او د اتو کرښو لرونکي د دغه پول نړیدل هم یوه فاجعه وه. د ۲۰۰۷م کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټې د دغه پول تر نړیدو څو ورځې وړاندې یې د ترمیم چارې پیل شوې وې. د نړیدو پرمهال د دغه پله یوازې یوه کرښه د ترافیکو پرمخ پرانیستې وه، خو بیا هم په دې پیښه کې ۱۳ کسان ووژل شول. د دغه پله د نړیدو دلیل هم د رغنیو چارو اشتباه په ګوته شوې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Smithپه جنوبي کوریا کې د سامپونګ د سوداګریز مرکز د ودانۍ نړیدل
د ۱۹۹۵م کال د جون میاشتې په ۲۹ نیټه د دغې سترې ودانۍ نړیدو یوازې څو ثانیې وخت ونیو. د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې د ودانۍ د نړیدو په دغه پیښه کې له ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي وو. په دې ودانۍ کې ګڼ شمیر رغنیزې غلطۍ او ناسم ساختماني مواد د دې پیښې د دلیل په توګه یاد شوي دي.
انځور: picture-alliance/Yonhapپه بنګله دیش کې د رانا پلازا د نړیدو پیښه
د بنګله دیش په ډهکا کې د رانا پلازا د نړیدو پیښه په معصر تاریخ کې د ساختماني چارو تر ټولو ستر ناورین یادیږي. دغه اته پوړیزه سوداګریزه ودانۍ د ۲۰۱۳م کال د اپریل میاشتې په ۲۴ نیټه ونړیده او په پایله کې یې یو زر او ۱۳۵ کسان ووژل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Abdullah