1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغانستان د امریکا او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو غونډه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

د امریکا په ګډون د منځنۍ آسیا پنځه هېوادونه ټینګار کوي چې افغانستان باید د ترهګرۍ او افراطیت لپاره په خوندي ځای وانه وړي. نورې څه پریکړې شوي؟

  قزاقستان| د امریکا او منځنۍ آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
قزاقستان| د امریکا او منځنۍ آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه انځور: Olivier Douliery/AFP/AP/picture alliance

که څه هم د قزاقستان پلازمینه آستانه کې د امریکا او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو یا C5+1 دا غونډه د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه شوې، خو په هکله يې جزئيات او اعلامیه یې تېر ماښام د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړه. غونډه کې افغانستان لپاره د امریکا، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او قزاقستان ځانګړو استازو ګډون درلود.

د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره امریکا او د منځنۍ آسیا دغه پنځه هېوادونه فرصتونه لري چې باید ترې ګټه واخلي.

اعلامیه کې راغلي :«ګډونوالو له افغان خاورې د ترهګری کوربتوب، مالي ملاتړ او نورو هېوادونو ته د تاوتریخوالي او افراطیت د صدور د مخنیوي په اهمیت بحث او ټینګار وکړ.»

دغه راز، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې انساني قاچاق، وسلو او ناقانونه نشه يي توکو د لېږد پروړاندې د هېوادونو ترمنځ همکاري او همغږي باید پیاوړې شي.

د آستانې په غونډه کې ټولو ومنله چې افغانستان له یوه بیړني بشري او اقتصادي وضعیت څخه تیریږي، چې دغه وضعیت ته ځواب او کابو کول د نړېوالې ټولنې پياوړې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

اړوند مطالب:هند او د مرکزي آسيا هيوادونه د افغانستان له پاره ګډه کاري ډله جوړوي

د منځنۍ آسیا هېوادونو یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو په تامین او له دې ډلې د ښځو او نجونو پر حقونو ټینګار کړی.

د منځنۍ آسیا هېوادونو سره له دې چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالي څخه هرکلی کړی، خو د نشه يي توکو د صادراتو له دوامه یې اندېښنه وښوده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل