دغه کيک حتی په ۱۹۴۲ م کال کې پر لوبک ښار باندې له بمي بريدونو او اورلګېدنې روغ راوتلی دی. دا مهال دغه کيک د لرغون پوهانو له خوا له دوړو او لوګيو څخه پاکول کيږي. ورپسې به د ثبات او د کيک د ساتلو په پار هغه په يو مخصوص ډول پروسس کيږي. دغه خبره د لوبک د بندري ښار د لرغونپوهنې د څانکې کارپوه، مانفرېد شنايدر وکړه.
د کيک يوه ټوته په زرونو ډالرو ليلام شوې
د فندوقو يا زړو د کيک دغه موندنه بې ساري ده. د کارپوهانو په خبره نه په هامبورګ او نه په درېسدن ښار کې چې دواړه هم بمبار شوي ول، داسې ورته کومه موندنه شوې ده.
که څوک له کيک څخه جوړ کورونه يوازې جادوگري او يا د ماشومانو ساعت تیري گڼي، نو د لندن د مهندسۍ پر موزيم دې نظر واچوي. دغه موزيم له کيکونو جوړ يو بشپړ ښار نندارې ته وړاندې کړی څو د خلکو پام او بسپنې راخپلې کړي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaد معمارۍ دغه مثال بايد روښانه وي. دغه دري واړه برجونه په ویست مینستر کې د پارلمان د ودانۍ ياد تازه کوي او د سونډو يا ادرک له ډوډۍ څخه جوړ شوی دی.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaيو ټاپو چې تونل او د اور ګاډې پټلۍ هم پکې ليدل کيږي، نو دا باید لومرلند وي. خو هغه دوه غرونه په کي نه ليدل کيږي. نو کيدای شي دا به د ساعتیرۍ پارک وي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaله ۱۰۰ څخه ډير پيژندل شوي مهندسان، انجينران، ډيزاينران له کيکونو او نورو خوږو څخه ښار جوړوي. دا څلورم ځل دی چې د "Gingerbread City" يا له کيکونو څخه يو ښار جوړيږي چې سږ کال یې سرليک «ترانسپورت» دی. د دغه کار موخه دا وه چې د گڼې گوڼې په ښارونو کې د ترانسپورت نوې لارې چارې وښوول شي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaد سونډو د کيک ښار دغه برخه تنګه او ډکه ښکاري. دا په حقيقت کي د اوسنيو لويو ښارونو مناسب عکس دې. دا دا ښارونه د سيلانیانو له پاره ښايي ډېر په زړه پورې وي، خو د ژوند کولو له پاره ډېر مناسب نه دي او اوسيدونکي یې تل عصباني وي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaخو په دغه څنډه کې د «کیکونو کورونه» هم شتون لري. پر واورو پټې لارې او د پخوانيو شانداره کورونو مخې ته د صبر ونې. داسې يو ځای چې سړی پکې د کرسمس خوند اخيستلی شي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaله خوږو څخه دغه ډول يو څه جوړول يوازې د ښو هنرمندانو کار دی. که څوک غواړي دغه څه زده کړي نو د لندن د مهندسۍ موزيم ورته ورکشاپونه لري. خو دا تمه دې نه لري چې تر يو ساعته ورکشاپ وروسته به یې د کار نتیجه هم ښه وي. د دې شاهکارونو ليدل هم ارزانه نه دي. دلته يو لوی او ورسره يو ماشوم د ننوتو له پاره بايد ۴۲ پاونده ورکړي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesaد موزيم په حواله د نندارتون هدف دا دی چې د عموميت پاملرنه مهندسۍ ته جلب شي او د ښار او په هغه کې د ژوند په اړه مهم بحثونه وده وکړي. دا نندارتون به د جنورۍ تر ۵ نیټې پورې د خلکو پر مخ پرانیستی وي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Chiesa