1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په کولن ښار کې په لومړي ځل اذان اورول کيږي

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

د کولن ښارواله وايي چې د موذن غږ مسلمانانو ته »د احترام يوه نخښه« ده. خو ځينې نور بيا اندېښنه لري ځکه چې د کولن په مرکزي جومات کې يوه ناندريزه ترکۍ اسلامي ډله په دغه موضوع کې ښکېله ده.

Deutschland Zuckerfest Eid al-Fitr
انځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance

د آلمان تر ټولو لوی مسجد به نن د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اکتوبر۱۴) په لومړي ځل د لاوډسپيکر له لاري اذان وکړي. دا د کولن د مرکزي جومات او د کولن ښار د چارواکو تر منځ د يوې موافقې يوه برخه ده.

عبدالرحمان اتسوی چې په آلمان کې د ترکيې د حکومتي مذهبي چارو د ادارې يا ديتيب عمومي منشي دی، وويل چې »موږ ډېر خوشحاله يو.« هغه زياته کړه چې »په ښکاره ډول لمانځه ته بلنه د دې نخښه ده چې مسلمانان دغه ځای خپل کور بولي.«

د کولن ښاروالې، هېنريته رېکر، وويل چې اذان د ښار مسلمانانو ته د »احترام يوه نخښه ده.« په کولن کې تر ۱۰۰ زرو زيات مسلمانان اوسيږي.

د کولن مسجد ته ښکاره حدود ټاکل شوي دي

د آلمان په بېلو ښارونو کې مسجدونو ته له ډېرې مودې راهيسې اجازه ورکړل شوې ده چې په لوړ غږ اذان ادا کړي، خو کولن دغه کار ايله تېر کال تصويب کړ. د کولن د ايرنفېلد په ناحيه کې پروت لوی جومات به د دغه ښار لومړی مسجد وي چې د جمعې لمانځه ته به د موذن په واسطه خلک د جمعې لمانځه ته رابولي. نورو جوماتونو هم په دغه ښار کې علاقه ښکاره کړې ده چې په دغه دوه کلنه ازمايښتي پروژه کې ګډون وکړي.د آلمان کولن ښار په لوډسپيکر کې د آذان امتحاني پروژه پیلوي

د توافق له مخې به د کولن مرکزي جومات ته له دې وروسته اجازه وي چې د لاوډ سپيکرونو له لارې د جمعې په ورځو تر پنځو دقيقو پورې د غرمې او د ماسپښين د درو بجو تر منځ يو ځل اذان وکړي. د غږ کچه بايد له ۶۰ ديسېبل وانه وړي.

د جومات د بنسټ ايښودونکو په هکله ناندرۍ

د کولن مرکزي جومات په تېر مهال کې د ځينو له خوا د مسلمانانو ضد احساساتو يوه موضوع وه چې په تېره د ترکيې د ديتيب ادارې د ښکېلتيا له امله ورباندې نيوکې شوې دي. منتقدين پر ياد سازمان نيوکه کوي چې په جرمني کې مېشتو د ترکيې د بېل فکر خاوندانو په اړه څارنه او جاسوسي پکې کيږي.په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ حقايق

د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې په رسمي توګه د يو ناندرئيز سفر په ترڅ کې دغه جومات پرانيستلی و. مراد کايمن چې د الحمرا ټولنې د مشورتي بورډ غړی دی، چې د لیبرالو مسلمانانو يو سازمان دی، د دې څخه هرکلی وکړ چې اذان په لوړ غږ ادا کيږي، خو نوموړي خبرداری هم ورکړ چې ديتيب »له هر څه څخه استازيتوب کوي، خو نه د ديموکراتو شرايطو او آزادۍ څخه.«

آ./ن. ص./ن. ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب