1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو فعاله کالامارد، د بخښي نړیوال سازمان مشره سوه

۱۴۰۰ فروردین ۹, دوشنبه

د بشري حقونو فرانسوۍ فعاله اگنیس کالامارد به د راتلونکو څلورو کلنو له پاره د بخښني نړیوال سازمان مشري پر غاړه ولري. کالامارد تر اوسه پوري د غیر قضايي، چټک او پر خپل سرو اعدامونو له پاره د ملگرو ملتونو رپوټ ورکوونکې وه.

Schweiz - UN Agnes Callamard zum Fall Jamal Kashoggi
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

نوموړي سازمان د دوشنبې په ورځ په لندن کي وویل: «کالامارد په داسي وخت کي د دغه سازمان مشره کیږي چي په ټوله نړۍ کي بشري حقونه په بې ساري ډول تر فشار لاندي دي. د هغې ځانگړتیا په زړه ورتوب او ځیرکتا کي ده.»

د ملگرو ملتونو د ځانگړي رپوټ ورکوونکي په توگه، کالامارد د سعودي ژورنالیست جمال قاشقجي د وژل کیدو دوسیه تر څېړني لاندي نیولې ده. دغه سیاستپوه وايي چي: «د بشري حقونو له پاره د امنیستني مبارزه تر پخوا ډیره مهمه ده. حکومتونه او شرکتونه هڅه کوي خپل جرمونه پټ او د منتقدینو خولې بندي کړي.»

کالامارد تر اوسه پوري د غیر قضايي، چټک او پر خپل سرو اعدامونو له پاره د ملگرو ملتونو رپوټ ورکوونکې وه. قاشقجي د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کي په استانبول کي د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کي ووژل سو. دغي پیښي په ټوله نړۍ کي غبرگونونه راوپارول.

د سیاسي علومو د ډاکټري په حیث، کالامارد علاوه پر دې د مختلفو بشري حقونو سازمانونو او پوهنتونونو له پاره کار کړي دی.

کالامارد به دامنیستي انترنشنل د عمومي مشري جولي فیرهار ځای ناستې سي. مخکینۍ مشري، کومي نایدو د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کي د صحي مشکلاتو له امله استعفا ورکړې وه. امنیستي د خپلو ارقامو له مخي، په ۷۰ هیوادونو کي د ۱۰ میلیونو ملاتړ کوونکو او ادارو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ستر سازمان دی. دغه سازمان په ۱۹۶۱م کال کي د بریتانوي حقوقپوه، پیتر بینیسون له خوا جوړ سو.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل