1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د مهاجرو له پاره د يوه کمپ جوړيدو پرضد اعتراض

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د آلمان د ميکلينبورگ- فورپوميرن ايالت په گريفيس ميوهلين سيمه کي د پناه غوښتونکو له پاره د يوه کمپ د جوړيدو پرضد مظاهرو کي سخت کشمکشونه رامنځته سول. خبره د ۴۰۰ پناه غوښتونکو له پاره د يوه کمپ پر جوړيدو ده.

Protest gegen geplante Flüchtlingsunterkunft Upahl
انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي په ويسمار کي پوليسو خبر ورکړي تر ۷۰۰ پوري کسان د غونډي د ودانۍ په مخکي  راټول سوي ول تر څو د اوپاهل په کلي کي د مهاجرو له پاره د يوه کمپ د جوړيدو پر ضد مظاهرې وکړي.

د پوليسو په حواله د مظاهرو يو شمير ګډونکوونکو هڅه کوله چي د غونډي ودانۍ ته ننوزي خو د پوليسو له خوا يې مخنيوي وسو. په دې کار سره پوليس د هغوي له سختي غوصې سره مخامخ سول. د غونډي په جريان کي هم د يوه نامعلوم کس له خوا څو واره سوځيدونکي موادو ته اور واچول سو. دغه غونډه مخکي له مخکي پلان سوې وه او پوليس هلته حاضر ول.

اروپايي کمېسیون: پر اروپايي ټولني دېوال راگرځول د حل لار نه ده

د ځايي چارواکو په حواله ځايي شورا د خپلي غونډي په پاي کي د مهاجرو له پاره د کانټينرونو د استوگنځي د جوړيدو پريکړه تصويب کړه. 

پوليسو د هغو ۱۲۰ کسانو چي د غونډي د ودانۍ مخي ته ولاړ ول، د غونډو جوړولو له مقرراتو څخه د سرغړوني په تور پلټني پيل کړي دي. د اور لگوني له امله د اداري سرغړوني په هکله پلټني رواني دي. دغه غونډه بلاخره د غونډي د مشر له خوا پاي ته ورسيده.

د جرمی په اوپاهل کی د مهاجرو له پاره د یوه کمپ د جوړیدو پرضد اعتراضانځور: Anne Höhn/DW

د  ميکلينبورگ- فورپوميرن ايالت د زرغون گوند ځوانانو سازمان دا کار د ښي اړخه افراطيونو له خوا يو بريد وباله. د هغوي په خبره: «راسيستي شعارونه، مشعلونه او د غونډي تالار ته د ورننوتو هڅه له مشروع لاريونونو څخه ليري او د انسانانو له خوا توهين آميزه عمل دي.»

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنې شمیرې د پام وړ ډیرې شوي

د ميکلينبورگ ايالت په حواله خبره په يوه صنعتي سيمه کي  د ۴۰۰ مهاجرو او  پناه غوښتونکو له پاره د کانتينرونو په ډول د يوه کمپ پر جوړيدو وه.

څه وخت مخکي په زاکسن ايالت کي هم د پناه غوښتونکو له پاره د کمپ د جوړيدو پرضد مظاهرې ترسره سوې. هلته د نورو ترڅنگ د آزاد زاکسن په نامه ښي اړخه گوند هم په منظم ډول ددغه کار په وړاندي مبارزه کوي. په باوتڅين کي  پلان سوي لاگر ته د اکتوبر په مياشت کي اور اچول سوي وو.

   GP/NZ/AG  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل