1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا د لیتن ښار د اور لمبو کاملأ سوځلی دی

۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه

که څه هم د دوبي سخته ګرمي تراوسه شروع سوې نده، خو د کاناډا په غرب کي ډیرو ځایونو همدا اوس لا اورونه اخیستي او ډیري خرابۍ یې رامنځته کړي دي. په لیتن کي د حرارت درجه ۴۹،۶ سانتي ګراد ته رسیدلې ده.

Kanada Waldbrände
انځور: 2 RIVERS REMIX SOCIETY/VIMEO.2RMX.CA/REUTES

د کاناډا د برتانوي کولمبیا په ولایت کي پروت د لیتن ښاروال ویلي، چي «ټوله ښار د اور په لمبو کي سوځي.» په دغه ښارګوټي کي د حرارت درجه  یوه نوي لوړ ریکارډ ته رسیدلې ده.

سختي پرله پسې ګرمۍ او وچکالۍ پر دغه ولایت باندي خپل تأثیرات پریښول او ډیرو ځنګلونو ورسره اورونه واخیستل. لکه یوه شیطانۍ کړۍ دې کار نور هم د حرارت درجه لوړه او ډیرو کسانو ته یې د ویني د جریان، زړه، فشار د لوړیدو او نورو مختلفو مریضیو مشکلات پیدا کړل. ویل کیږي، چي د ګرمۍ او په نتیجه کي د دغو ناروغیو له وجهي ډیر کسان تلف سوي دي.

د برتانوي کولمبیا ولایت چارواکو د تیرط جمعې په ورځ (د اګست میاشتي اوله) ویلي، چي د یوې اونی په جریان کي دفعتأ د ۷۱۹ کسانو د مرګ پيښي ورسره ثبت سوي دي. په خبره یې دا تر عادي حالت درې چنده ډيري دي. هغوی ګمان کوي، چي دا د سختي ګرمۍ سره اړه لري. 

انځور: Don MacKinnon/AFP/Getty Images

د کاناډا د اطفايې په حواله یوازي په دغه ولایت کي ۱۳۶ اورونه لګیدلي دي او وايي، چي هغه نور تر کنټرول وتلي دي. تر اوسه پوري معلومه نده، چي د لتن د ښارګوټي ټوله ۲۴۹ اوسیدونکي وتلي او د امن ځایونو ته تللي او که یې یو تعداد د اور په لمبولو کي سوځلي دي.

د کاناډا د دفاع وزارت سیمي ته ۳۵۰ عسکر، یوه ترانسپورټي طیاره او دوه هلیکوپترونه ورلیږلي دي.

د کاناډا د دغه ایالت سره په سرحد کي پروت د امریکا متحده ایالاتو کي هم د بې سابقه ګرمۍ په سبب تر اوسه پوري ۱۶ انسانان مړه سوي دي. جمهور ریس، جوبایدن د کاناډا په غرب کي پراته ښارونو د ښاروالانو سره د یوه ویدیو کنفرانس پرمهال وویل، چي «د ځنګلونو اورونه سږکال دومره جدي دي، چي پخوا یې هیڅ وخت سابقه نه درلوده.«

 

په کلیفورنیا کي د اطفایې تر ۱۰۰۰ تنه اضافه کارکوونکي د اورنو په مړه کولو باندي مؤظف سوي دي. ددغه ایالت په ۸۰ کیلومتره ساحه کي اورنه بل دي او په زرونو کسان د خپلو کورونو پریښولو ته مجبوره سوي دي.   

د ویلو وړ ده، چي د اقلیم کارپوهان په تکرار سره د اقلیمي تغیراتو په سبب رامنځته سوو سختو ګرمو څپو د رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب