1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

په کاناډا کي د ۲۱۵ بومي کوچنیانو د جسدونو وحشتناکه کشف

۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبه

د رسنیو په حواله د کاناډا د غرب د کملپوس ښار د یوې عیسوي لیلیې په محوطه کي د کاناډا د اصلي اوسیدونکو کوچنیانو دغه ۲۱۵ جسدونه پیدا سوي دي. د هغوی ځینو یې فقط درې کاله عمرونه درلودل.

Kanada | Überreste von 215 Kindern auf Internatsgelände gefunden
انځور: Andrew Snucins/Zumapress/imago images

د کاناډا د بومي اوسیدونکو د ټولني د یوه مدیر، روزن کازیمیر په حواله دغه وحشتناکه کشف د هغو رادارونو پواسطه تر سره سوی دی، چي د دغي عیسوي صومعې (مدرسې) په محوطه کي د تحقیقاتي اهدافو پخاطر ورڅخه استفاده کیدله.

د دغو بومي کوچنیانو د مړه کیدلو دلیل تر اوسه پوري معلوم ندی او د هغوی مړینه درج سوې هم نده. فقط د لیلیې د مسؤلینو لخوا د هغو د ورکیدو خبر ورکول سوی ؤ. 

د کملپوس صومعه (مدرسه) یوه د هغو ۱۳۹ عیسوي مدرسو د جملې څخه وه، چي د ۱۹ قرن په اخره کي جوړه او کاتولیکي عیسویانو د کاناډا د حکومت په نمایندګۍ د هغه مدیریت او رهبري پر غاړه درلوده.

د دغو مدرسو د جوړیدو هدف د خپل کلتور او فامیلو څخه د بومي کوچنیانو جلا کیدل او په زوره عیسوي مذهب ته اړول ؤ.

هغوی په دغه مدرسه کي نه یوازي په مورنۍ ژبه د خبرو څخه محروم وه، بلکي اکثرو یې د معلمانو لخوا جسماني شکنجه او جنسي ازار هم لیدلی دی.

په کاناډا کي د بومي کوچنیانو آخري عیسوي مدرسه په ۱۹۹۶ م کال کي وتړل سوه.

آژانسونه/ق.ن/ اا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل