د ویني یو تیست چي سرطان په ابتدايي مرحله کي دقیق او په اعتمادي ډول سره معلوم کړي، د سرطان د وختي پیژندلو په لار کي به یوغټ ګام وي. د یوې امریکايي څېړني پراساس دا ممکنه ده، خو پخپله تیست جنجالي دی.
اعلان
په امریکا متحده ایالاتو کي د سرطان پر ۵۰ مختلف ډول تیستونو باندي تحقیقات سوي دي. دغه ټوله په کلیفورنیا کي د ګرال «GRALL» شرکت له خوا تمویلیږي او څېړني یې کیږي. ویل کیږي چي د ویني تیست نه یوازي باید سرطان معلوم کړي، بلکي دا هم معلومه کړي چي هغه د بدن په کومه برخه کي دی.
په کلیفورنیا کي د دغه شرکت له خوا د تحقیقاتو نتایج د تیري جون میاشتي په اخره کي د «Annals of Oncology» په نامه سرطان علمي مجله کي نشر سول.
په ټوله نړۍ کي ساینس پوهانو د دغه ډول یوې پروسې په تکمیلولو کي کار کړی دی چي ځيني ابتدايي بریالیتوبونه هم لري. خو د جرمني په هایدل بیرګ ښار کي د سرطاني خدماتو د مرکز څخه د سوزانه رېمرس په نظر «د ویني د تیست تر لمړني بریالي خبر پوري چي هغه د ټولو خلګو له پاره د استعمال وړ وي، لا ډیر وخت پاته دی.»
سوزانه رېمرس په مجله کي نشر سوو وروستیو نتایجو ته د شک په سترګه ګوري او وايي: «امکان لري په تازه نتایجو کي یو څه افراط سوی وي او ډېري وعدې ورکړل سوي وي. د دې له پاره چي د سرطان د ابتدايي پیژندني پخاطر دي د ویني تیست مثبته نتیجه ورکړي، باید نور تحقیقات او پر عامو خلګو باندي ډیري لابراتواري تجربې تر سره سي. یوازي په دې صورت کي کيدای سي ډاډه اوسو چي پر هغه چا باندي چي تیست تر سره کیږي، واقعاً یې سرطان په اعتمادي او دقیق ډول سره معلومولای هم سي. د تیست ممکنه ریسکونه او خطرونه هم باید د امکان تر حده پوري رالږ سي.»
د سرطان تیست څنګه کیږي؟
ډیر شرایط باید پوره سي تر څو د ویني د تیست له لاري واقعاً سرطان معلوم سي. د دې کار د سرته رسولو په خاطر باید سرطاني حجرې، د ډي ان اې«DNA» یوه برخه او یا هم د ملا او شمزۍ حجرات د ویني په جریان کي ګردش پیدا کړي. یوازي په دې صورت کي د ویني تیست سرطاني غدې معلومولای سي.
د سرطان مختلفي مرحلې
د سرطان تقریباً ۲۰۰ ډوله موجود دي چي پر ۵۰ باندي یې د کلیفورنيا په تازه څېړنه کي تحقیقات سوي دي. دغه تحقیقات پر داسي کسانو باندي سوي دي چي د سرطان په مختلفو مراحلو کي وه. يعني نوموړي څېړني هغه سرطاني غدې په نظر کي نیولی دي چي کاملاً په ابتدايي مرحله کي وې او هغه هم چي سرطان یې پیشرفته سوی او خطرناکي مرحلې ته رسیدلی ؤ.
د کلفورنیا د دغي پروژې له خوا د تحقیقاتو په جریان کي د هغو کسانو چي سرطان یې لوړي مرحلې ته رسیدلی ؤ، د ویني د تیست نتایج یې ۹۰،۱ فیصد وه، یعني ښه نتیجه یې ورکوله. خو د هغو کسانو چي سرطان یې په ابتدايي مرحله کي ؤ، بیا یې نتیجه فقط ۱۶،۸ فیصده او ډیره لږ وه. په بل عبارت د سرطان په ۸۳ فیصدو پيښو کي چي سرطان یې په ابتدايي مرحله کي ؤ، د ویني د تیست له لاري یې نتایج معلوم نه سول.
په دې خاطر به نو د سوزانه رېمرس په نظر د ویني د تیست له لاري د سرطان د وختي پیژندلو تر اعتمادي او دقیق نتایج ورکولو پوري ډیر وخت ته اړتيا وي. ځکه اوسنی تیست کیدلای سي غلطه مثبته نتیجه ورکړي او یا برعکس غلطه منفي. په دواړو حالاتو کي دا یوه شخړه ایزه موضوع ده او د سرطان د وختي پیژندلو سره مرسته نه کوي.
د مثال په ډول که تیست غلطه مثبته نتیجه وښيي، نو به مریض ته د سرطان د له منځه وړلو د میتودونو مطابق سختي دواوي او کیمیاوي معالجه تطبیق سي چي په حقیقت کي نه باید ورباندي تطبیق سوې وای. دا به بیا نور سخت جانبي عوارض هم ولري.
انځوريز راپور: هغه خواړه وپېژنئ چې د سرطان ناروغۍ ضد دي
د کارپوهانو په خبره د سرطان ناروغۍ له یو په دريمې څخه زياتې مړینې له ناسالمو خوړو څخه رامنځ ته کيږې. دا چې کوم غذايي مواد د روغتیا له پاره مضر يا ګټور دي، هغه موضوع ده چې علم ورباندی هر اړخیزه رڼا اچوي. بعضي دلته وپېژنئ:
انځور: Imago/S. Zeitz
مڼې لکه سلامتې
د مڼو خوراک په بدن کې د سرطانی حجرو د پراخیدلو مخه نيسې او کلسترول يا په وینه کی غوړ کموي. مڼې د ډيرو ګټورو موادو لرونکې دې لکه فلانويد او پکتين چې د کلمو په سلامتیا کې ډير اغيز لري. د کلمو سرطان په ټوله نړۍ کې د ښځو د مړینی دريم ستر لامل ګڼل کيږې. دغه لامل د نارينه و په مړینه کې په دویمه درجه کې راځي.
شين چای د اپل فلول ډير مواد لري چې چښل يې د سرطان د ناروغۍ اخته کيدلو په مخنيوي کې مرسته کوي او په بدن کې د سرطاني حجرو او تومورونو له منځه وړلو کي اغيزناک دې. دغه راز د قلبي او تنفسي ناروغیو مخه هم نیسې.
انځور: Fotolia/Sharon Meyer
بروکلي يا شين ګلپې
شین ګلپې په تیاره رنګه سابو پورې تړاو لري او د فلاونويدونو درلودولو له کبله د سرطاني ناروغیو په درملنه کي خاص نقش لري. په اونۍ کې له درې تر څلور ځلې خوړلو سره يې د سینې او مثاني سرطان د اخته کيدلوخطر ښکاره کموي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose
په کب کې ويتامين ډې (Vitamin D)
کبان د غوړو اسیدو اومېګا۳ درلودونکي دي چې د هضم او د پوټکي التهاباتو مخه نيسې. په خاصه توګه آزاد غوړ کبان چې ډير زيات ويټامین ډې لري. کارپوهانو په شل ډوله سرطاني ناروغيو کی د درملني اغيز ثابت کړی دی.
انځور: Colourbox
په بيلا بیلو بڼو کې رومي بانجان
د رومي بانجانو مصرف که په خام لکه روب او سوس په ډول وي ښه دې. رومي بانجان له ويټامینو او معدني موادو څخه ډک دي او ډير استعمال يې په بدن کي د سرطان تر وړاندې د حجرو پياوړي کيديلو سبب کيږې.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
هوږه، د سرطان پر وړاندې «معجزه لرونکې وسله»
هوګه د امینه اسيدو مادې په لرلو سره چې نه يوازې د سرطان مخه نيسې بلکې د ناروغيو پر وړاندې د انسان د بدن دفاعي سیستم د تقويې سبب کيږې. دغه ماده پر سرطاني حجرو پوري نښلې او پرته له دې چې سالمو حجروته زيان ورسوي د هغې د له منځه وړلو سبب کېږې.
انځور: Colourbox
دال نخود په خپل غذاي پروګرام کي ځای کړئ
نخود يو له ډيرو سالمو حبوباتو څخه دي چې هم يې پخول آسان دي او هم يې خوړل په خاصه توګه د کلمو ناروغيو په درملنه کي مرسته کوي. د کلمو سرطان له پاره ډير ښه اغيز لري.
انځور: pa/Dinodia Photo Library
زرد چوبه يا کورکمن
نن سبا زرد چوبه د سرطاني ناروغیو له پاره ډيرمعتبر درمل ګڼل کيږې. علت يې هم په کي د کرکومين ماده ده چې ډير شفا لرونکی اغيز لري.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH
سرطان رامنځته کوونکې ماده، سپينه شکره
ډيرو څيړنو جوته کړې چې سپينه بوره، شکره یا قند د سرطاني حجرو د تغذيې سرچينه ده. د سپينې بورې مصرف په بدن کي کلسیم له منځه وړي او هاضمه خرابوي. بوره د معدې او د قلبي ناروغيو سبب ګرځي.