.د بنګو بوټي د ډبرو په زمانه کې هم کرل کيده
۱۴۰۰ تیر ۲۹, سهشنبهد وروستیو څېړنو له مخې، بنګو بوټې چې چرس ترې جوړيږي ظاهراً د چين په شمال لوېديځ کي د ډبرو په زمانه کې د بېلابيلو موخو له پاره، له هغې جملې څخه د درمل او مخدره مادې ترلاسه کولو له پاره کرل کيده.
په ټوله نړۍ کې د ۱۱۰ جينوم (په حجرو کې د جنيتيکي مادې) د تحليل او تجزيې پايلي ښيي چې د بنګو بوټې چې چرس او ماري جوانا ترې توليديږي، ۱۲زره کاله مخکي هم کرل کيده.
ځکه نو بنګ د غنمو او وربشو ترڅنګ له ډيرو هغو لرغونو بوټو څخه ګڼل کيږي، چې کرل کېدل.
دا احتمال شته چې هغه وخت به د دغه بوټي له بېلابېلو برخو څخه کار اخيستل کيدی، د بېلګې په توګه د خوراکي غوړو په برخه کې.
دغه راز دا احتمال هم شته چې د بنګو بوټي به د درملو او مخدره مادې په توګه هم کارول کيده.
څيړونکي وايې، د جنیتيکې څيړنو څخه داسی پايلې ته رسیدلي: د بنګو بوټې په کراتو د جنيتيکي بدلون سره مخ شوي او په پايله کي يې د تنی يا خاښونو جوړښت دريدلي او الياف يا انساج يې تر ډيره او لوړ د بوټي پر تنې متمرکز شوی دی.
دغه بدلونونه په دې بوټي کې د عسبي تحرک تتراهیدروکانابینول (THC) د زياتيدلو سبب شوي دي.
کارپوهان په دي هیله دي چې د څېړنو پايلې يې د بنګو بوټي کرل په طبي او زراعتي مصارفو کي ښه والي رامنځ ته کړي.