د ملګرو ملتونو د مخدره موادو اړوندې ادارې بنګ د خطرناکو نشه يي توکو له نوملړه خارج کړي دي. تر اوسه بنګ د هيروينو او ترياکو په څېر مخدره موادو په ډله کې شميرل کیدل.
اعلان
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو اړوندې ادارې د چهار شنبې د ورځې په يوه پريکړه کې بنګ په کلکه د کنتروليدونکو مخدره موادو له نوملړه و ايستل.
په ملګرو ملتونو کې د نشه يي توکو اړوندې ادارې اکثريت غړيو د مخدره موادو د ۱۹۶۱م کال د کنوانسيون د څلورمې برنامې څخه د بنګو د حذفولو له پاره رایې ورکړه. د همدې برنامې له مخې غړي هيوادونه دا حق لري چې پر خطرناکو او مضرو نشه يي توکو بندیز ولګوي. ۲۵ هيوادونو بيا له دې کار سره مخالف وښود او يوه هيواد په رایې اچونه کې ګډون ونه کړ.
تر اوسه بنګ د هيروينو او ترياکو په څېر خطرناکو او مضرو نشه يي توکو په نوملړ کې شامل ول، خو د روغتيا نړيوالې ادارې په طبابت کې د بنګو د کارولو په موخه پر دې د څېړنو له پاره د لارې د هوارولو سپارښتنه کړې وه او په هم دې ترڅ کې يې دا رايي اچونه هم ترسره شوه.
د طبي موخو له پاره څېړنې
د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۱۹م کال په خپل يوه رپوټ کې سپارښتنه کړې وه چې پر بنګو د کنترول په برخه کې بايد انډول وساتل شي او داسې کنترول پرې وشي چې «د بنګو د کارولو له وجې د رامنځته کيدونکي زيان مخه هم ونيوله شي او په عين وخت کې د طبي موخو له پاره پرې د کيدونکي تحقيق له پاره دې ته د لاس رسي په برخه کې هم کوم خنډ موجود نه وي.»
که څه هم چې د ملګرو ملتونو کميسيون بنګ د هيروينو او ترياکو په څېر نشه يي توکو له نوملړه ایستلي دي، خو دې ته یې قانوني جواز نه دی ورکړی او اوس هم بنګ د هغو مخدره توکو په کتار کې شامل دي چې پرې د روږديدو خطر او د بې ځايه استعمال احتمال يې ډېر دی.
د روغتيا نړيوال سازمان دا خبره منلې ده چې د «بنګو له استعمال سره د عامې روغتيا د برخې د مسايلو کچه لوړيږي.» له همدې کبله سازمان سپارښتنه کړې وه چې دا مخدره مواد دې د کنوانسيون په لومړۍ برنامه کې پاته شي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)
د بنګو د استعمال ګټي؛ البته په اعتدال سره
که تاسې پر بنګو روږدي یاست، نو دا ستاسې ژوند په خطر کې اچولی شي. خو څیړونکي وایي چې که تاسې په اعتدال سره له بنګو استفاده وکړئ، نو ځینې ګټې هم لري. نور تفصیل په انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ:
انځور: Novartis Vaccine
۱- د مِرګي خطر کموي
د امریکا په وىرجینیا ایالت کې د کامن ویلت پوهنتون له خوا په ۲۰۱۳م کال کې د یوې څیړنې په پایله کې ویل شوي وو چې د چرسو او بنګو متوازنه استفاده کولی شي د مرګي او ځینې نورو عصبي ناروغیو څخه د ژغورل کیدو په برخه کې مرسته وکړي. البته په هغه صورت کې چې له دغو موادو څخه د نشې په ډول نه، بلکې د درملو په توګه استفاده وشي.
«دي جرنل آف الزایمر ډیزیز» مجله کې د چاپ شوي یوه رپوټ په اساس چرس په ډیرې چټکۍ سره د عصبي فعالیتونو د کمیدو یا بطي کیدو مخه نیسي. د دې استعمال د الزایمر یا هیرې ناروغۍ خطر هم کموي، البته په هغه صورت کې چې د درملو په شکل کې استعمال کړای شي، نه د نیشې په ډول.
انځور: Colourbox
۴- د سرطان خطر هم کموي
په امریکا کې د سرطاني ناروغیو اړوند یوه انټرنټ پاڼه «کینسر ډاټ آرګ» کې په ۲۰۱۵م کال کې د خپور شوي یوه رپوټ پر بنسټ، چرس یا بنګ پر سرطان د اخته کیدو خطر کې د کمښت راوستلو او ژغورنې په برخه کې مهم رول لوبولی.
انځور: Imago/Science Photo Library
۵- د کیمو تیراپي د زیان کمښت
د «یو اس ایجنسي فار ډرګ ایډمنستریشن» په حواله چرس د سرطانو له ناروغانو سره په یو بل ډول مرسته کوي. د سرطان ناروغان باید اکثره وخت د علاج له پاره کیموتیراپي وکړي، او چرس د دې تیراپي د مضره اثراتو په کمښت کې مرسته کوي.
انځور: Frederic J. Brown/AFP/Getty Images
۶- د فلج خطر کموي
د بریتانیې د نوټنګهم پوهنتون محقیقین په دې اند دي چې چرس یا بنګ دماغ صحتمند ساتي چې له امله یې د فلج خطر کمیږي. البته دا باید د درملو په شکل استعمال شي نه د نیشې په ډول.
انځور: Colourbox
۷- له درده نجات
د شکر د لوړیدو په صورت کې مریض په خپل بدن او اندامونو کې شدید درد احساسوي. د کالیفورنیا پوهنتون د څيړونکو په حواله چرس د دوی په تکلیف کې د کمښت سبب کیدلی شي.
۸- د تور زیړي په جانبي عوارضو کې کمښټ
چرس د هیپيټایټس سي یا تور زیړي په جانبي عوارضو کې هم د کمښت سبب کیږي. د بنګو له محدود استعمال سره د دې مضرې ناروغۍ په جانني عوارضو کې تر ۸ سلنه کموالی لیدل شوی دی. لکه څرنګه چې په یو شمیر درملو کې له دغو نیشه توکو څخه استفاده کیږي، په دې ټولو مواردو کې باید د ډاکټر د سپارښتنې مطابق باید عمل وشي.