1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ په کرسمس بازار کې د بريد په تور یو ډاکټر نيول شوی

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ دی ۱, شنبه

د آلمان په ماګډیبورګ ښار کې د کرسمس په بازار د يو برید په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي. مشکوک بريدګر د سعودي عربستان تابعيت لرونکی يو ډاکټر ياد شوی دی چې د پولیسو په توقیف کې دی.

په ماگډېبورگ کې د کرسمس په بازار موټر ورڅغلولو وروسته مرگژوبله رامنڅته شوه
د شنبې په سهار د قربانيانو شمېر ۴ ياد شوانځور: Heiko Rebsch/dpa/picture alliance

د ماګډیبورګ پولیس د کرسمس په بازار د مشکوک برید په اړه چې لږ تر لږه پنځه کسان پکښې وژل شوي او تقريبا ۲۰۰ نور ټپیان دي، لا هم ګمان کوي چې برید یو یوازیني کس ترسره کړی دی. پولیسو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۱مه نېټه) وویل چې د دویم ګاډي په اړه اوازې چې کیدای شي د پیښې سره تړاو ولري، ناسمې وې. د جمعې په ماښام یو موټر د کرسمس په بازار کې پر خلکو ختلی و. د زاکسن-انهالټ لومړي ايالتي وزير راینر هاسلوف وویل چې یو بالغ او یو ماشوم په دغه پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، مشکوک برید کوونکی یو ډاکټر دی چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي او د سعودي عربستان وکړی دی. د پولیسو په وینا، برید کوونکي "د کرسمس په بازار کې لږ تر لږه ۴۰۰ متره موټر وچلاوه". د هاسلوف په وینا، د برید لپاره کارول شوی موټر د مونشن نمبر پلیټ لرونکی کرایي موټر و.

د هاسلوف په وینا، لږ تر لږه ۶۰ کسان ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د ټپونو د شدت په پام کې نیولو سره دا خبره نشي ردېدلای چې "موږ نور د خلکو ژوند له لاسه ورکولای شو". د ماګډیبرګ ښاروالۍ مخکې ویلي وو چې ۱۵ کسان په جدي توګه ټپیان، ۳۷ په منځنۍ کچه ټپیان، او ۱۶ سطحي ټپیان شوي دي.

د شنبې د سهار وختي د پولیسو عملیات دوام درلود. په راپور کې ویل شوي چې د کورونو پلټنه هم روانه وه.آلمان: دوه تنکي ځوانان پر کرسمس بازار د برید په طرح تورن شول

له شکمن بريدګر څخه پوښتنې شوي

هاسلوف وویل: "دا یوه ډیره زړه بوږنوونکې تراژیدي ده." هغه زیاته کړه: "دا د ماګډیبرګ لپاره یوه ناورین دی، د آلمان لپاره یوه فاجعه او په ځانګړي ډول د کرسمس په اړه دا د هغو بدو پیښو څخه یوه ده چې تصور یې کیدای شي (...) موږ باید وګورو چې څنګه ټول دا پېښه مدیریت کړو."

د نیول شوي کس په اړه، د ايالتي لومړي وزير وویل چې هغه د پولیسو لخوا پوښتل شوی دی. د راپورونو له مخې، دا کس د یوه شرکت لپاره د ډاکټر په توګه کار کوي. یو شمیر رسنیو ویلي چې نیول شوی کس طالب ا. نومیږي او د رواني ناروغیو او رواني درملنې متخصص دی. "شپيګل آنلاین" راپور ورکړی چې ا. په "ایکس" کې د آلمان لپاره د بديل ګوند AfD سره د خپل ملاتړ څرګندونه کړې وه.

هاسلوف وویل چې د برید د شدت په پام کې نیولو سره داسې شواهد شته چې لوی څارنوال یې څیړنه وکړي. د زاکسن-انهالټ ايالت د کورنیو چارو وزیرې تمارا زیشچنګ وویل چې مشکوک کس ۵۰ کلن دی او په بیرنبرګ کې يې ژوند کاوه. هغه دایمي د استوګنې جواز درلود.

د منځنۍ آلمان د راډیو (MDR) ویډیو کې د مشکوک بریدګر نیول ښودل شوي دي. په دې ویډیو کې یو پولیس افسر د وسلو په نيولو سره ویلی چې "ځان لاندې وغورځوه، لاسونه دې په شا کیږده". څو شیبې وروسته، یو شمیر نور پولیس ور ورسېدل او نیول شوی کس یې محاصره کړ.

«د خوښۍ انتظار مات شو»

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د پیښې په اړه خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل: "د سولې د کرسمس د خوښۍ انتظار د ماګډیبورګ څخه د خبرونو په خپرېدو سره مات شو." د آلمان صدراعظم اولاف شولز وویل چې د هغه فکرونه له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره دي. هغه د "مرستې کوونکو ځواکونو" څخه مننه وکړه.

د آلمان کورنیو چارو وزیرې نانسي فیسر د زاکسن-انهالټ ایالت حکومت ته د فدرالي مرستې ژمنه وکړه. هغې وویل چې له تمارا زیشچنګ سره د خبرو وروسته، هغې "د فدرال له هر ډول ملاتړ" ډاډ ورکړی دی.

هاسلوف اعلان وکړ چې صدراعظم اولاف شولځ به د شنبې په ورځ ماګډیبورګ ته سفر وکړي. هغه وویل چې دا سفر یوازې د غم شریکۍ لپاره نه دی، بلکې "د اړتیا وړ اقداماتو په اړه د خبرو لپاره هم دی."

د مشکوک برید وروسته، د یو شمیر بهرنیو حکومتونو لخوا پیوستون څرګند شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د جمعې په ورځ وویل: "متحده ایالات د ماګډیبورګ له غمجن خبرونو څخه د سختې خواشینۍ احساس کوي." هغه زیاته کړه چې متحده ایالات "مرستې ته چمتو دي."

سعودي عربستان پيوستون څرګند کړی

سعودي عربستان هم د خپل پیوستون څرګندونه وکړه او د آلمان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره يې خپله خواخوږي شریکه کړه.

د فرانسې ولسمشر ایمانويل ماکرون په ایکس کې لیکلي چې د "ماګډیبورګ کرسمس بازار باندې د دې ماښام د برید وحشت" له امله ژور خواښیني شوی دی. هغه وویل چې فرانسه "د آلمان له خلکو سره د ویرې شریکي کوي او خپله بشپړه پیوستون څرګندوي."

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني هم په ایکس کې لیکلي چې هغه د دې "وحشیانه" برید په اړه ژوره غمجنه ده. د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز وویل چې هغه د آلمان په دې "وېرونکي برید" خواښیني شوی دی.

په ماګډیبورګ کې دغه پېښه د برلین په برايټشايډټ پلاتز کې د کرسمس په بازار د توندلارې اسلامست شخص لخوا د لارۍ برید له اتمې کلیزې یوه ورځ وروسته وشوه. په هغه وخت کې یو بریدګر لارۍ د خلکو په منځ کې وچلوله، ۱۲ کسان یې ووژل او په پېښه کې يو ژوبل شوی کس کلونه وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شو. بریدګر په لومړي ځل تښتیدلی و او څو ورځې وروسته په ایټالیا کې د پولیسو لخوا ووژل شو.


 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل