د هوايي ټکسي پر تولید سترې پانګوني
۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعه![Singapur | Volocopter Flugtaxi über Marina Bay](https://static.dw.com/image/55511824_800.webp)
د دې پروژې نوي پانګه اچونکي هماغه پخواني شرکتونه دي، خو ځيني نوې نومونه او ورسره ۲۰۰ ميليون يورو پرې اضافه شوې دي. د ولوکوپتر شرکت د آلمان په کالسروحه بروخسال ښار کې له دې مخکې ۱۲۲ ميليونه يورو د دغه پروژې له پاره راټولې کړي وې.
د ولوکوپتر شرکت رئيس فلوريان روپتر وويل: «موږ د خپلو نويو شریکانو په همکارۍ سره کولی شو د اړتيا وړ مهارتونو او امکاناتو ته لاس رسې پيدا کړو او تر راتلونکي کال پورې د «هواي ټکسي» د لومړي مسيرونو یا لارو پرانیستنه وکړو.
ولوکوپتر غواړې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د هوايي ټکسيانو لومړنۍ هواې ليکې فعالې کړې. دغه شرکت هوايي برېښنايي ټکسيانو ته پراختيا ورکوي چې په پام کې ده مسافرين ژر خپل هدف ته ورسیږې او د ګڼه ګونې له سړکونو څخه تيريدلو ته اړتيا نه وي.
په نوي لار کي مخکښ
د ولوکوپتر شرکت چې له تاسيس څخه يې لس کاله تيريږې، د «ليليوم» په نوم آلماني شرکت په شان د هوايي ټکسي په برخه کي مخکښ ګڼل کيږې. د آلمان په مونشن ښار کي د ليليوم شرکت پانګه يو ميليارد ډالره اټکل کيږي. د ولوکوپتر شرکت رئيس فلوريان رويتر د خپل شرکت د پانګې د ارزونې په هکله څه نه دي ويلې.
په نړۍ کې ډيرو شرکتونو بازار ته د هوايي ټکسیانو د وړاندې کولو له پاره د ډير لګښت پروګرامونه پيل کړې دي. په پام کې ده چې په راتلونکي کې تګ راتګ ته يوازي د هوايي ټکسي له لارې لار برابره شي.