1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ادیانو د یووالي یوازنۍ لاره له مسلمانانو سره خبري دي»

۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

په ویانا کې د عیسویانو مشر اسقف د څو ورځې مخکې شوي ترهګریز برید سربیره له مسلمانانو سره پر ډیالوګ ټینګار وکړ. انتقاد کونکي د خبرو اترو له لارې د ادیانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو ته د یوه خیالي تصور په سترګه ګوري.

Kardinal Christoph Schönborn
انځور: picture-alliance/ABACAPRESS/E. Vandeville

په اتریش هیواد کې د ویانا ښار مشر اسقف کاردینال کریستوف شونبورن، د دغو نیوکو په غبرګون کې د «فامیلیا کریستینا» ایټالوۍ ورځپاڼې ته وویل: «زه داسې فکر نه کوم.» د هغه په وینا په خبرو اترو کې پرمختګ روان دی، که څه هم په «کوچني ګامونو سره».

د هغه په خبره د نومبر د دویمې نېټې تر برید وروسته په ویانا کې کاتولیک کلیساوو له مسلمانانو، یهودانو او عیسوي ټولنو سره د ګډ عبادت له پروګرامونو سره، دې ته ساده ځواب ورکړ. شونبورن وویل: «لاره همدا ده، زه بل کوم انتخاب نه وینم.»

نوموړی زیاتوي چې پاپ فرانسیس د «فراتلي توتي» په نوم خپل وروستي دائرة المعارف کې د انجیل شریف له نظره د ادیانو ترمنځ د ګډ ژوند او ورورولۍ مسائل په ښه توګه تشریح کړي دي.

 نوموړي همدارنګه د «ټولو انسانانو د ورورولۍ سند» چې په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیسکو او د الازهر د مفتي اعظم احمد الطیب له خوا لاسلیک شوی وو، هیله بخښونکی و باله.

نوموړي ټينګار وکړ چې حتی له پاپ فرانسیسکو څخه مخکې هم په تاریخ کې ډیر شمیر دیني مشرانو د دیني او مذهبي ټولنو ترمنځ پر سولې باور درلود.

د ویانا مشر اسقف زیاته کړه چې د تاوتریخوالي اقدامات د بیلګې په توګه کله چې یوه افراطي اسلامپال د ویانا په ښار کې څلور تنه په ډزو ووژل، زغم او تفکر ته اړتیا لري.

دغه عیسوي کاردینال وویل: «مونږ باید له ځانه پوښتنه وکړو، دغه ځوانان چې افراطي کیږي مونږ ته څه وایي؟ دوی د مسلمانانو او عیسویانو په ګډون د ټولنې او ادیانو له پاره کومې ستونزې رامنځته کوي؟ مونږ باید په دې برخه کې خبرې اترې وکړو او یو له بله پوښتنه وکړو».

آژانسونه: ش.ن/ س.ر