1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایکو غونډه، سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان پر رول ټینګار

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ دې غونډې ته په وینا کې ویلي افغانستان د سیمي په کچه سترو پروژو کې مهم نښلونکی رول لري.

افغانستان/ ټاپي پروژه په هرات کې
افغانستان/ ټاپي پروژه په هرات کېانځور: DW/S. Tanka Shokran

د پاکستان لنډمهمالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ د پنجشنبې په ورځ د ایکو سازمان غونډې ته په وینا کې د کاسا زر او ټاپي په څېر سترو سیمه ییزو پروژ ته اشاره کوله چې پروینا یې افغانستان پکې نښلونکي رول لري.

د کاکړ په وینا د کاسا زر،  ټاپي او افغان – ټرانس رېل پټلۍ هغه سترې پروژې دي چې باید ستراتیژیکي پانګونې پرې وشي.

هغه زیاته کړه: «پاکستان همدې لپاره هڅه کوي چې افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه د ایکو سازمان له نورو غړو سره له نیږدې کار وکړي.»

پاکستان په سیمه ییزه کچه سترو پروژو کې د ایکو سازمان له نورو غړو سره پرګډ کار ټینګار کوي خو افغانستان سره یې اقتصادي او سیاسي چلند څنګه دی؟

کار پوهان وايي، دا نوې نه ده چې پاکستان د سیمې په کچه د سترو پروژ په تطبیق کې د افغانستان رول مهم او نښلونکی بولي، اصلي بحث دادی چې د افغانستان دغه مهم اقتصادي اهمیت سره څه ډول چلند شوی؟

د سترو سیمه ییزو پروژو تطبیق پر وړاندې بنسټیز خنډونه

جرمني کې افغان اقتصاد پوه قیس محمدي دویچه ویله ته وویل، پاکستان تل سترو اقتصادي پروژو سره سیاسي چلند کړی همدې لپاره ددغو پروژو پروړاندې لومړی او بنسټیز خنډ د پاکستان سیاست دی.

«د پاکستان حکومت چلند له همسایه هېوادونو سره ددې باعث شوی چې په سیمه کې یو ډول اقتصادي بې ثباتي رامنځته کړي او ددې لامل شوی چې هوکړه لیکونو او قراردادونو ته درناوی ونه شي.»

ددغه اقتصادي کارپوه پروینا په ټولیز ډول ددغو سترو پروژو ته چې تطبیق یې د څو هېوادونو ګډې همکاری ته اړتیا لري، داسې چاپيریال رامنځته شوی چې د کاسا او ټاپي په څېر پروژو کار یې ستونزمن او ان ناشونی کړی دی.

قيس محمدي وويل: «اوسمهال لویه اندېښنه پاکستان کې موجوده ډلې دي او پاکستان کې د ډاډ نشتوالی دی، فعلا ترټولو ستر مشکل پاکستان کې شته بې ثباتي ده چې باعث ددې کیږي چې دغه پروژې د تطبیق مرحلې ته ونه رسیږي.»

ددې سترو پروژو له ډلې د کاسا پروژې په لړ کې قرغیزستان او تاجکستان له خپلې اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته ورکوي.

د ټاپې پروژه د افغانستان په خاوره کې له هراته پيل شوهانځور: DW/S. Tanka Shokran

د کاسا زر پروژې د برېښنا عملي چارې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پرانیستې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال ترپایه یې چارې بشپړې شي. د افغانستان په خاوره کې ددې پروژې ټول لګښت ۲۲۵ میلیونه ډالر آټکل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل