1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاریتاس: په افغانستان کې د ښځو پر ژوند فشار لا ډېر شوی

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د کاريتاس انترنيشنل سازمان د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون په دليل فشارونو کې يو هم د ښځو د آزار او اذیت مسئله ده چې په مخ پر ډېرېدونکې توګه زیاتېږي.

د کابل په یوه کوڅه کې افغان ښځې د یو سینګارتون چې د طالبانو په امر تړل شوی، له مخې تیريږي
د کاريتاس انترنيشنل سازمان د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې د طالبانو امربالمعروف د نوي قانون په دليل د ښځو پر ژوند فشار لا ډېر شویانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د کاريتاس انترنشنل سازمان د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې پر ښځو فشارونه په ځانګړې توګه د طالبانو د «امربالمعروف قانون» له اجرايي کېدو سره هم مهاله ډېر شوي دي.

مېرمن هنریک پيترمن، چې د کاریتاس د افغانستان په څانګه کې سلاکاره او اوس په کابل کې د دغه سازمان مسئوله ده، د جمعې په ورځ ېې کاتولیک خبري آژانس (KNA) ته وويل: «موږ تر دې دمخه فکر کاوه چې نور به پر ښځو شرایط تر دې نه بد کيږي، خو په پرله پسې توګه بدتره کیږي. اوس ښځې مجبوره دي چې خپل ټول بدن وپوښي. هغوی نور بايد په عام مظهر کې په لوړ غږ خبرې و نه کړي، د امر بالمعروف ځيني مسئولین ښايي دا د خبرو د بشپړ ممنوعیت په توګه تفسیر کړي.»

د طالبانو دغه نوی قانون د اګست میاشتې په وروستیو کې خپور شو. بيترمين ويلي دي چې افغان ښځې تر آزار او اذیت لاندې نيول کيږي او له عامه نظره څنډي ته وښکل کيږي. د هغهې په خبره «د ښځو ۹۰ تر ۹۵ سلنې ورځنی ژوند د کورونو د چاردېوالۍ په منځ کې تېريږي.»

مېرمن بيترمن وايي، کاريتاس انترنیشنل د یو مرستندوی سازمان په توګه سیاسي ناپېلۍ ته ژمن دی، خو له طالبانو سره د اړيکو پرېکون له وضعیت سره کومه مرسته نه شي کولی. هغې زیاته کړه: «که موږ غواړو چې دغه هېواد یو څه بدلون وکړي، مطمئنا چې له حاکمانو په بشپړه فاصلې نيولو سره نه به ور و نه رسيږو.»

په کابل کې د کاريتاس د دفتر مسئوله وايي چې هغه په نژدې راتلونکې کې د وضعیت د ښه کېدو کومې نخښې نښانې نه وينيانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

دغه کارپوهه په نژدې راتلونکې کې د وضعیت د ښه کېدو کومې نخښې نښانې نه ويني: «په کومه اندازه چې زه د افغانستان ښځو له پاره د یو متفاوت څه هيله لرم، په اوس وخت کې ورته د هېلې کوم څرک نه وینم.»

هغې ويلي دي چې کاریتاس به تر هغه وخت پورې چې امکان يې وي خپلو بشردوستانه پروژو او رواني-ټولنیز او طبي خدماتو ته له خپلو ښځينه کارمندانو سره ادامه ورکوي: «موږ غواړو د پاتې فرصتونو په لټه کې واوسو چې ښځي وشي کړی له هغو سره په ژوند کې مشارکت ولري.»

مېرمن بيترمن دا هم ويلي دي چې په افغانستان کې د ایران په څېر د ښځو د اعتراضي غورځنګونو رامنځ ته کېدل هم نشته. د هغې په آند، «طالبان ځواکمن دي او هېڅکله به ېې د رژيم پر وړاندې يو قوي غورځنګ نه وي.»

کاريتاس انترنشنل په عین وخت کې د آلمان له خلکو څخه غوښتي دي چې افغانستان هېر نه کړي. دغه سازمان ويلي دي چې د وضعیت په هکله د معلوماتو تر لاسه کول، د بېلګې په توګه په آلمان کې د تبعيد شوو فعالانو له طریقه مهمه دی. د هغې په خبره، دغه افغانان کولی شي په آلمان کې بحثونه تنظیم او ځينې وخت په افغانستان کې له ښځو سره د مرستو په موخه شخصي تماسونه ولري.

(KNA)mks/nz pa/af

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل