1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لی دریان، په قاهره کې اسلام ته په درناوی ټینګار وکړ

۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبه

د اسلام د پيغمبر د کاریکاتونو په ارتباط په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې د فرانسې پر ضد شدیدې مظاهرې وشوې. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په همدې ارتباط مصر ته د خپل سفر پر مهال «اسلام ته پر درناوي» ټینګار وکړ.

Kairo |  Jean-Yves Le Drian besucht Groß-Imam Ahmed el-Tayeb
انځور: Media Center of Al-Azhar/AFP

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر  ژان ایف لي دریان، د اسلام په اړه د خپل هیواد د دریځ روښانه کولو او وضاحت په موخه د یکشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۸ نیټه) مصر ته سفر وکړ. د هغه دغه سفر په یوه فرانسوي مجله شارلي ابدو کې د اسلام د پيغمبر د شخړیزو کاریکاتور تر خپریدو وروسته صورت نیسي.

په اسلامي هیوادونو کې په دې ارتباط د فرانسې د ولسمشر پر څرګندونو د شدیدو انتقادونو لړۍ هم روانه ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر مصر ته له رسیدو سره سم وویل: «زموږ لومړنی اصل دا دی چې موږ اسلام ته په ډیر درناوي قائل یو. زه دا هم ویل غواړم چې په فرانسه کې مسلمانان په بشپړ ډول د ټولنې یوه برخه تشکيلوي.»

لی دریان، له خپل مصري سیال سامح حسن شکري ترڅنګ د مصر د ولسمشر الفتاح السیسي سره هم ولیدل. نوموړي تر دغو ملاقاتونو وروسته وویل چې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون خبرې تحريف شوي دي چې له امله په اسلامي ټولنه کې د فرانسې پر ضد یو کمپاین روان دی.

د کله راهیسې نه چې په سپټمبر میاشت کې په فرانسوي مجله شارلي ابدو کې د دویم ځل له پاره د اسلام د پيغمبر کاريکاتور خپور شوی دی، له هغه وخت راهیسې د پاریس او نیس په څیر ښارونو کې په ترهګریزو پيښو کې ډير شمیر کسان وژل شوي دي.

ماکرون دا ترهګریز بریدونه وبلل او د بیان د آزادې حق پر بنسټ یې د دا ډول کاریکاتورونو د خپریدو ملاتړ وکړ. د فرانسې د ولسمشر دغه څرګندونې د ځینو مسلمانو چارواکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او په اسلامي هیوادونو کې یې پر ضد شدیدې مظاهرې وشوې.

په همدې ارتباط په ۲۰۱۵م کال کې هم د شارلي ابدو پر شخړیزې مجلې ترهګریز برید شوی وو چې په پایله کې یي ۱۲ تنه وژل شوي وو. کله چې د روان کال په سټپمبر میاشت کې د دغو بریدو په ارتباط د محکمې استماعیه غونډې پيل شوې، نو نوموړۍ مجلې یو وار بیا دغه کاريکاتورونه خپاره کړل.مجله د دې کار په غبرګون کې یوا وار بیا له برید سره مخامخ شوه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر  ژان ایف لي دریان، او د مصر د جامع الاذهر شیخ احمد الطیبانځور: Nariman El-Mofty/AP Photo/picture alliance

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «مونږ نه یوازې په خپله خاوره، بلکې له هیواد څخه بهر هم د ترهګریرۍ له خطر او جنون سره مخامخ یو او دا جنګ د ټولو جنګ دی.»

له امام سره ملاقات

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له السیسي سره تر ملاقات وروسته د مشهورې اسلامي ادارې «جامع الازهر» له امام شیخ احمد الطیب سره هم ولیدل. مفتي احمد طیب د مصر د مشهور اسلامي پوهنتون جامع الازهر د جامعې شیخ هم دی. جامع الازهر په نړیواله کچه د سني مسلمانانو یوه لویه اداره بلل کیږي.

تیره میاشت امام احمد طیب د شخړیزو کاریکاتورونو د خپرولو  په اړه د ماکرون څرګندونې «توکمپاله او کرکه پارونکې» بللې وې.

د جامع الازهر شیخ د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر سره تر ملاقات وروسته هم په خپل دریځ کې کوم بدلون ښکاره نه کړ. د هغه له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي: «موږ د پيغمبر په شان کې ګستاخي هیڅکله نه شو زغملی. که هر څوک زموږ د درناوي وړ نبي (ص) بی احترامي کوي موږ به یي پر ضد په نړیواله محکمه کې د عدالت غوښتنه وکړو، که په دې کار کې خپل ټول ژوند هم تیر کړو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د مذهب په نوم ترهګریز بریدونه هم وغندل. هغه ویلي: «موږ ترهګرۍ ته له اسلام سره ارتباط ورکول ردوو. جامع الازهر د نږدې دوه میلیارده مسلمانانو استازیتوب کوي. او ما وویل چې ترهګر زموږ استازیتوب نه کوي او مونږ د هغو د اعمالو له پاره ځواب ویونکي هم نه یو.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له امام سره یي خبرې په ډیره آزاده فضاء کې ترسره شوي دي او وړاندیز یې وکړ چې«موږ باید د دې همغږۍ د لا زیات پیاوړې کولو له پاره په ګډه کار وکړو.»

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب