1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترافیکي پيښې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور جوړونکی وژلی

۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبه

د سویډن شخړیز کاريکاتوريست لارس ولکس د اسلام د پيغمبر(ص) د شخړیز کاریکاتور تر جوړولو وروسته د ګواښونو له امله تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې ژوند تیرولو. ولکس د یکشنبې په ورځ په یوه ترافیکي پيښه کې وژل شوی دی.

Kopenhagen | Lars Vilks | Schwedischer Künstler
انځور: David Leth Williams/AFP/Getty Images

د سویډني رسنیو د رپوټونو په حواله ۷۵ کلن شخړیز کاريکاتوريست لارس ولکس د یکشنبې په ورځ په یوه ترافیکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه روکړی دی. چارواکو د دې خبرې وضاحت کړی دی چې پر هغه کوم برید نه دی شوی، بلکې هغه په سړک کې د یوې ترافیکې پيښې ښکار شوی دی.

لارس ولکس په ۲۰۰۷م کال کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) یو توهین آمیزه کاریکاتور جوړ کړی و. د هغه دغه کار د اسلامي نړۍ له شدید غبرګون سره مخامخ شوی و. دا چې هغه ته د مرګ ګواښونه شوي ول، نو د پولیسو په حفاظت کې یي ژوند تیرولو.

د اطلاعاتو پر اساس د لارس ولکس د ساتنې او حفاظت له پاره دوه تنه ګمارل شوي پولیس هم په دې پيښه کې وژل شوي دي.

اړوند مطالب: بلجیم: د اسلام د پيغمبر کاریکاتور ښکاره کونکي ښوونکي دنده ځنډول شوې

ماکرون د اسلام د پيغمر کاریکاتور د چاپولو له حق څخه دفاع کړې

دغه پيښه د یکشنبې په ورځ د سویډن په مارکریډ ښار کې د A۴ پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه چې یوه لارۍ د دوو سړکونو ترمنځ له هایل دیوال سره تر لګیدو وروسته له هغه موټر سره ټکر وکړ چې لارس ولکس او د هغه دوه تنه پولیس محافظین په کې سپاره ول.

د سیمه ایزو پولیسو افسرې کیرینا پیرسن ویلي: «دا ډیر د افسوس خبره ده، د کوم شخص چې موږ غوښتل ساتنه یي وکړو، په دې پيښه کې له خپلو دوو ملګرو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

القاعده ترهګرې شبکې د نوموړي د وژلو پر سر انعام هم ټاکلی و. په ۲۰۱۰م کال کې دوو کسانو د سویډن په سویل کې د هغه په کور کې د اور لګونې هڅه هم کړې وه. تیر کال د امریکا د پنسلونیا ایالت په یوې محکمې کې یوې ښځې د ولکس د وژلو په سازش کې په لاس درلودلو هم اعتراف کړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب