تمه ده چې دغه ګوند به د آلمان د بایرن د ایالتي پارلمان د مشرې ایلسه ایګنر ملاتړ اعلان کړي. نوموړې د مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) له ملاتړ څخه هم برخمنه ده. دغه ګوند په بایرن ایالت کې د مسیحي دیموکرات ګوند متحد دی.
د آلمانصدراعظم فریدریش میرتڅ تر اوسه هغه راپورونه په رسمي توګه نه دي تایید کړي، چې ګواکې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد ګډ ائتلاف به ایلسه یګنر د ولسمشرۍ له پاره معرفي کړي؛ خو تمه کیږي چې نوموړی به د یکشنبې په غونډه کې په دې اړه رسمي دریځ څرګند کړي.
د ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر د ځای ناستي له پاره د محافظه کارو دواړو ګوندونو د ګډ نوماند رسمي اعلان به د دوشنبې په ورځ وشي.
اورزولا فون دیر لاین، چې د اروپایي اتحادیې د کمیسیون مشره شوه، لومړنۍ ښځه ده چې په آلمان کې يې د دفاع وزارت چارې سمبال کړې وې. هغه اووه ماشومان لري، ډاکټره او پلار یې د نیدرزاکسن ایالت لومړی وزیر وو.
انځور: Reuters/V. Kesslerاورزولا فون دیر لاین، لومړنۍ ښځه ده چې په آلمان کې یې د دفاع وزارت چارې پرمخ بیولې. هغه د آس سپرلۍ استاده او آس ځغلول یې په کوچنيوالي کې زده کړي وو.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspachارنست آلبرشت (په انځور کې د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول کیڼ اړخ ته) د اورزولا فون دیر لاین پلار او مسیحي دیموکرات ګوند سیاستوال وو چې په ۲۰۱۴م کال کې ومړ.
انځور: picture-alliance/dpa/F.Fischerفون دیر لاین په ۱۹۵۸م کال کې د بلیجیم پلازمینې بروکسل ته څیرمه وزیږیده چې پلار یې هلته په ماموریت بوخت وو او هغه پر فرانسوي او انګلیسي ژبو د خپلې مورنۍ ژبې په څیر تسلط لري. (انځور: فون دیر لاین له خپل مور، پلار او خویندو ورونو سره)
انځور: picture-alliance/dpa/Weihsد اورزولا فون دیر لاین پلار ارنست آلبرشت، آلمان ته بیرته تر راګرځیدو وروسته د مسیحي دیموکرات ګوند له لوري د اقتصاد وزیر، عدلیې وزیر او بیا وروسته د نیدرزاکسن ایالت وزیر غوره شو. (انځور: اورزلا فون دیر لاین د خپلو ورونو سره د پیانو غږولو پر مهال لیدل کیږي.)
انځور: picture-alliance/dpa/W.Weihsفون دیر لاین تر متوسطه زده کړو وروسته د ګوتینګن په پوهنتون کې، د مونستر په پوهنتون او په لندن کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې پیل کړي. خو بیا وروسته یې په ۱۹۸۰م کال کې د طب په برخه کې زده کړو ته مخه کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Weihsفون دیر لاین په ۱۹۸۶م کال کې یعنې د طب په برخه کې د خپلو زده کړو تر ختمیدو یو کال دمخه له هایکو فون دیر لاین سره واده وکړ. پروفیسر هایکو فون دیر لاین اوس د طبي علومو استاد او د مهندسۍ اړونده چارو د یوه شرکت اجرائیوي رئیس دی.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaeneفون دیر لاین او میړه یې له ۱۹۹۲م کال څخه تر۱۹۹۶م کاله پورې په امریکا کې ژوند وکړ. هغوی اووه ماشومان لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Weihsفون دیر لاین چې کله درې اولادونه درلودل، د غبرګولو تر زیږون وروسته یې د ښځو په کلینک کې له کار کولو لاس واخیست او څلور کاله یې کورنۍ چارو ته وایستل.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Luxفون دیر لاین په ۱۹۹۰م کال کې د مسیحي دیموکرات ګوند غړیتوب واخیست او په ۲۰۰۱م کال کې د ایلتن ښاروالۍ له پاره د دغه ګوند کاندیده شوه. هغه تر ۲۰۰۴م کاله پورې د ښاري شورا غړې هم وه.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemannفون دیر لاین په ۲۰۰۳م کال کې د کریسیتان وولف په کابینه کې چې هغه مهال د نیدرزاکسن ایالت لومړی وزیر وو د ټولنيزو، ښځو او روغتیايي چارو وزرات ته ورسیده.
انځور: picture-alliance/dpa/Hollemannد آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل په کابینه کې لومړی هغه له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۰۹م کاله پورې د فامیلي، زړو، ښځو او ځوانانو چارو وزیره وه.
انځور: picture-alliance/dpaفون دیر لاین له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارې سمبالولې.
انځور: Getty Imagesد ۲۰۱۳م کال د دسمبر په ۱۷مه نیټه فون دیر لاین د آلمان لومړنۍ ښځینه دفاع وزیره شوه، او تر نن ورځې یې دغه دنده پرمخ وړله.
انځور: Reuters/F. Benschد آلمان په سیاست کې د فون دیر لاین د راتلونکي په هکله بیلا بیل اټکلونه کیدل. ځینو به هغه د انګلا مېرکل ځای ناستې ارزوله خو فون دیر لاین څو وارې په سیاسي محفلونو کې د اروپایي اتحادیې په تشکیلاتو کې کار کولو سره خپله لیوالتیا ښوولې وه. هغه اوس د اروپایي اتحادیې کمیسیون مشره وټاکل شوه. هغې یوه ورځ تر مخه د آلمان د دفاع وزارت څخه خپله استعفا اعلان کړه.
انځور: picture-alliance/dpa د آلمان نوی ولسمشر به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په ۳۰مه وټاکل شي. د آلمان بوندز رات یا جرګه د آلمان د پارلمان له ټولو ۶۳۰ غړو او په همدې شمېر د ایالتي پارلمانونو له خوا د ټاکل شویو استازو څخه جوړه ده.
۶۱ کلنه ایلسه ایګنر د جرمني د لویو سیاسي ګوندونو د مختلفو غړو ملاتړ له ځان سره لري. د ولسمشرۍ دغه مقام تر ډیره تشریفاتي بڼه لري او د دولت د مشر په توګه د هیواد استازیتوب کوي.
که ایګنر ولسمشره وټاکل شي، نو هغه به د جرمني په تاریخ کې لومړنۍ ښځه او د مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) لومړنۍ غړې وي، چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ مقام ته رسیږي.
په آلمان کې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د کیدونکو عمومي ټاکنو تر مخه مخکښو ګوندونو د صدراعظم د څوکۍ له پاره د خپلو کانديدانو نومونه نهايي کړي دي. دا چې کوم ګوند څوک د نوماند په توګه غوره کړی، دلته یې کتلی شئ:
انځور: Carsten Koall/dpa/picture allianceاولاف شولڅ، سوسيال ديموکرات ګوند
د سوسيال ديموکرات ګوند څخه اولاف شولڅ، چې برحاله صدراعظم دی، پر ځان یې باور نه دی کم شوی. نوموړي خپل حقوقي شرکت درلود او بيا د څو لسیزو په اوږده سياسي سفر کې د هامبورګ د حکومتي څوکیو په ګډون په فدرالی کچه د کار او د خزانې د وزير په توګه یې دندې ترسره کړي او د آلمان د صدراعظم تر ټولو مهمې څوکۍ ته رسېدلی دی. خو هغه د عامه نظر پوښتنو په حواله په خلکو کې ډېر محبوبيت نه لري.
انځور: Carsten Koall/dpa/picture allianceفريډرش میرڅ، مسيحي ديموکرات ګوند
محافظه پال سياستوال فريدرش میرڅ، په تېرو پنځوسو کلونو کې د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره تر ټولو د ډېر عمر لرونکی کانديد دی. د آلمان د لوېديځ زاورلند سره تړاو لرونکی دا کاتوليک مذهبه او د کاروباري چارو وکيل په شخصي شرکتونو کې د دندې اوږده سابقه لري چې د شتمنيو د تنظيم په اړه د نړۍ د تر ټولو ستر شرکت بلېک روک سره یې دنده هم پکې شامله ده.
انځور: Ruffer/Caro/picture allianceهابيک د زرغون ګوند سره تړاو لرونکی سياستوال چې د يوه عوامي شخصيت په سترګه ورته کتل کيږي. نوموړی د خپلو سهوو منل هیڅ عيب نه ګڼي. نوموړی سیاست ته تر راتلو د مخه يو ليکوال او ترجمان وو.
انځور: appeler/dpa/picture allianceاليس واېډل، د آلمان له پاره بديل ګوند
په آلمان کې د ډېر ښی اړخه «آلمان له پاره بديل» يا اې اف ډي ګوند شريکې مشرې اليس واېډل، د اقتصاد په برخه کې دوکتورا لري. هغې په چين کې د دندې ترسره کولو سره سره زده کړې هم کړي د يورو او ناټو په اړه تل شکونه لري. واېډل د پاروونکو او د مهاجرو پر ضد د تندو بیانيو له پاره شهرت لري.
انځور: Bernd Elmenthaler/Geisler-Fotopress/picture allianceکرستيان ليندرنر، لیبرال ديموکرات ګوند
د آلمان د خزانې پخواني وزیر کرستيان لېندرنر، د سياسي علمونو په برخه کې لوړې زده کړې کړي، د سوداګریزو اعلاناتو د خپل کوچني شرکت بنسټ یې ايښی او د آلمان د هوايي ځواک د ذخیرې يو افسر هم دی. هغه د ۳۴ کلونو په عمر د خپل ليبرال ديموکرات ګوند مشر شو او تر اوسه یې مشري پر غاړه لري.
انځور: Hannes P Albert/dpa/picture allianceزارا واګن کنیخت، بي اس دبليو
واګن کنيخت، د کیڼ اړخه ګوند يوه پخوانۍ مخکښه غړې وه. هغه تل په بحثونو کې د میلمنې په توګه ګډون کوي او د پاپوليستي بيانیو هنر یې زده دی. هغه د محافظه پال ټولنیز او د کیڼ اړخه اقتصادي سیاست ترڅنګ د کډوالو مخالف دريځونو څخه هم ملاتړ کوي. د نوموړې د «اليینس زارا واګن کنيخت» په نامه ګوند په بشپړه توګه د هغې تر کنترول دی.
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture allianceژان فان آکن، کيڼ اړخه ګوند
فان آکن، په لوېديځ آلمان کې زيږېدلی او د بيولوژي په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. نوموړي له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۰۶م کال پورې د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي وسلو د څارونکي په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د آلمان په بندستاګ يا پارلمان کې د کيڼ اړخه ګوند استازی وو. هغه د دې ګوند شريک مشر هم وو او په راتلونکو ټاکنو کې به د خپل ګوند له پاره مبارزه وکړي.
انځور: Axel Heimken/dpa/picture-alliance