پاپ لیو ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې د پای غوښتونکی شو
۱۴۰۴ اسفند ۲۴, یکشنبه
د واټیکان د خبري ویب پاڼې په حواله، د کاتولیک کلیسا مشر، پاپ ليو څوارلسم، په خپله وینا کې وویل «د منځني ختيځ د مسیحیانو او ټولو نیکو ښځو او نارینه و په نوم: اوربند وکړئ! پرېږدئ چې خبرو اترو ته لاره بېا پرانيستل شي.»
نور ولولئ: ترمپ: د ایران جنګ د پای له پاره کومې هوکړې ته چمتو نه یم
هغه زیاته کړه چې «تاوترېخوالی هېڅ کله نشي کولی پر عدالت منتج شي او یا هغه ثبات رامنځ ته کړي چې خلک ېې په تمه دي.»
پاپ لیو څوارلسم چې په خټه له شیکاګو دی، اما له احتیاط کار واخیست او له دې ېې ډډه وکړه چې په مستقیمه توګه پر چا د دغې جګړې پړه واچوي، کومه چې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه له نژدې متحد اسرائیل له خوا پیل شوې ده.
نور ولولئ: ایران وايي اسرائيل ته د همکارۍ په تور ېې شل کسان نېولي دي
خو هغه په داسې حال کې پر «ښوونځیو» د امریکا پر حملې خپلې نیوکې کړي چې امریکا د ایران د یو ښوونځي په بمي چاودنه کې چې ګڼ شمېر ښځینه زده کونکې په کې ووژل شوې، د خپلې مشکوکې ښکېلتيا په هکله له دقیقو څېړنو سره مخ ده.
لیو وویل: «په زرونو بې ګناه انسانان وژل شوي دي، ډېر نور اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.» هغه زیاته کړه: «زه یو ځل بیا ټولو هغو خلکو له پاره دعا کوم چې پر ښوونځيو، روغتونونو او د هستوګنې پر سیمو شوو بریدونو کې ېې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.»
نور ولولئ: اماراتو ته د ایران تر خبرداري وروسته خلیجي هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړی
پاپ لیو څوارلسم په داسې حال کې د ایران سره جګړه کې د اوربند غوښتنه وکړه، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې هغه په سملاسي توګه ایران سره د جګړې د پای له پاره کوم تړون ته چمتو نه دی. پر وینا چې لا تر اوسه په ایران کې شرایط مساعد نه دي.