1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

م.م. له طالبانو او پاکستان څخه د نښتو درولو غوښتنه وکړه

بريښنا صابر | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ اوربند چې پرون پرې توافق شوی وو، لا ټينګ دی. ملګرو ملتونو د دواړو لوريو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو د لوړ شمير په اړه خبر ورکړی او پر دواړو یې اوربند ته د دوام ورکولو غږ کړی.

سپين بولدک کې د طالبانو امنيتي ځواکونه
په سپين بولدک کې پرون، چهارشنبه د طالبانو او پاکستانی ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوېانځور: Sanaullah Seiam/AFP

د فرانسې خبري آژانس په حواله په سپين بولدک چېرې چې پرون، چهارشنبه (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر۱۵) د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوې وې، دوکانه بيرته پرانیستل شوي او له سيمې وتلي خلک بیرته خپلو کورونو ته د راستنېدو په حال کې دي.

پاکستاني او طالب چارواکو پرون د يوه ۴۸ اوربند اعلان وکړ چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله یې موخه «د ديالوګ له لارې يوه مثبت حل ته رسېدل» دي.

اړونده موضوع: طالبان او پاکستاني چارواکي پر اوربند سلا شوي

دا اوربند د پاکستان پر وخت د ماښام له شپږو بجو چې د افغانستان ۵نيمې بجې کیږي، پيل شوي دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي «يوناما» هم له دې اوربند څخه ملاتړ کړی او په دې نښتو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو څخه خبرداری ورکړی دی.

يوناما ويلي دي چې تر اوسه د ملکي تلفاتو دقيقې شمیر په لاس کې نه لري خو يوازې په سپين بولدک کې «لږ تر لږه ۱۸ ملکي کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپيان شوي دي. » يوناما ويلي دي چې په پکتيا، پکتيکا، کونړ او هلمند کې لومړیو نښتو يو ملکي تن وژلی او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.»

يوناما له دواړو غاړو غوښتي چې «ترینګلتيا ته د پای ټکی کيږي څو ملکيان خوندي وي او د نور ځاني زيان مخه ونیوله شي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر فولکر تورک هم له دې اوربند څخه ملاتړ کړی او له دواړو غاړو یې غوښتي چې « ملکيانو ته د نور زيان رسېدو مخه ونيسي او پایداره اوربند ته دې ژمن شي.»

د اوربند د اعلانیدو تر مخه د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په کابل کې چاودنې شوې وې چې طالبانو یې پړه پر پاکستان اچولې وه. دا تازه نښتې تر همدې بريدونو وروسته پېل شوې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ديورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلا بېلو سيمو کې نښتې وشوې. د دې نښتو په نتيجه کې دواړو غاړو ته د تلفاتو اوښتو خبرونه هم ورکړل شول.

د طالبانو د معلوماتو په حواله د شنبې ورځې راهېسې د نښتو په ترڅ کې په لسګونو کسان وژل شوي او د چهارشبنې ورځې نښتو ملکيان هم وژلي دي.

په کابل کې پنځه کسان وژل شوي

په رسمي توګه طالب چارواکو په کابل کې د پرون، چهارشنبې ورځې د پېښو په اړه ويلي ول چې د تيلو د يوه ټانکر او يوه جنراتور د چاودنې له کبله اورلګيدلی دی.

خو د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دويمه چاودنه د پاکستان د بريد په نتیجه کې رامنځته شوې چې غوښتل یې «ملکيان هدف» وګرځوي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو له لوري ويل شوي دي چې پوځ  په کابل کې د «دقيقو بريدونو» په ترڅ کې يوه وسله واله ډله او په کندهار ولایت کې د افغان طالبانو پټنځايونه په نښه کړي دي.

د طالبانو او پاکستان جګړې پاکستان کې افغان کډوال اغېزمن کړي؟

02:27

This browser does not support the video element.

د ايټالیې یو غیر دولتي سازمان چې په کابل ښار کې د يوه روغتون چارې پر مخ وړي، ويلي دي چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې په چاودنو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.

اړونده موضوع: طالبان: د پاکستاني پوځ ډزو د پکتیا د ملي ټلوېزیون خبریال وژلی

د «ايمرجنسي» موسسې د افغانستان د څانګې مشر ديژان پانک، د یوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «موږ ته په ټپيانو ډک امبولانسونه ورسېدل او موږ خبر شو چې زموږ له روغتون څخه د يو څو کیلومترو په واټن کې چاودنې شوي دي.»

د دغه موسسې له خوا ويل شوي چې اغیزمن شوي د بمونو د چرو، شديدې ضربې او سوځيدو ټپونه لري چې د لسو کسانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د فرانسې خبري آژانس د خبريالانو په حواله بيګا، پنجشنبه د شپې تر سهاره د کابل په يو شمیر سيمو کې بريښنا قطع وه چې علت یې په چاودنو کې د بريښنا د مزو پرې کیدل وو. 

اړونده موضوع: طالبانو پاکستان د «افغانستان پر حریم پر تیري» تورن کړ

دا وروستۍ تاوتريخوالی د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ په ځانګړي توګه د امنيتي مسايلو پر سر د اړيکو د خرابیدو پایله ده.

پاکستان د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د حملو د ډېريدو شاهد دی او پر افغانستان تور لګوي چې وسله والو ته یې پناه ورکړې ده، هغه تور چې په افغانستان کې واکمن طالبان یې په کلکه ردوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل