طالبانو د کوچني اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبهښايي دغه درې ورځنی اوربند د راروانې چهارشنبې له ورځې چې احتمالاً د روژې مبارکې میاشتې پای او په سبا به يې د مسلمانانو کوچنی اختر وي، پيل شي. لا تر اوسه معلومه نه ده چې اختر به د چهارشنبې په ورځ وي يا په پنجشنبه. دغه پریکړه به د سپوژمۍ له مخې کيږي.
اسوشتيد پریس خبري آژانس د طالبانو د يوه وياند، سهيل شاهین له قوله ليکلي چې طالب جنګیالو ته امر شوی دی چې خپل ټول بریدونه ودروی: «تر څو زموږ هیوادوالو ته یوه سوله ايزه او د امن فضا رامنځ ته شي... چې وشي کړی خپل اختر ولمانځي.»
د طالبانو له خوا په دې اړه خپره شوې اعلامېه کې ويل شوي دي: «د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکړل کيږي چې د سعيد فطر اختر د اولې ورځې نه تر درېمې ورځې پورې په ټول هیواد کې د دښمن پر وړاندې خپل هر ډول تعرضي عملیاتونه ودروي.»
د طالبانو له لورې دغه اعلان په داسې وخت کې کيږي چې تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د یوه ښوونځي تر څنګ په درو پر له پسې چاودونو کې تر۶۰ ډير کسان ووژل شول.
د پيښې اکثره قربانیان د ښوونځيو زده کونکي ول چې عمرونه يې د ۱۱ او ۱۵ ترمنځ ښودل شوي دي.
طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي خو افغان حکومت يې پړه پر طالبانو اچولې ده.
د پلازمېني کابل په دغه شیعه میشته سیمه کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي چې مسؤليت يې تر ډيره داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
يو شمیر عام افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو له لوري د اعلان شوي درې ورځني اوربند هر کلی کړی، خو ځینو بیا ويلي دي چې درې ورځنی اوربند د دوی درد نه دوا کوي او باید طالبان دایمي اوربند ته غاړه کیږدي.
د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د درې ورځني اوربند اعلان په داسې وخت کيږي چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د روانې میلادي میاشتي له لومړۍ څخه پیل شوی دی.
په افغانستان کې اوس د ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ پورې امريکايي او ۷۰۰۰ د ناټو ځواکونه میشت دي. دغه وروستي بهرني ځواکونه به د سپتمبر تر ۱۱ مې پورې ټول له افغانستان څخه ووځي.