1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بانک پخوانی سرپرست: اشرف غني نه بخښم

۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان بانک پخوانی سرپرست، چي پخپله د یوې نظامي طیارې پواسطه د هیواد څخه وتلی دی، په خپلو تویتونو کي د قدرت د انتقال په موضوع کي پراشرف غني باندي د پلان نه درلودلو په سبب انتقاد کړی او ویلي، دی به یې ونه بخښي.

Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان بانک پخوانی سرپرست د یوې نظامي طیارې پواسطه د کابل څخه تښتیدلی دی. هغه په خپله یوه سلسله تویتونو کي د هرج ومرج د رامنځته کیدو او قدرت د انتقال په موضوع کي پراشرف غني باندي د پلان نه درلودلو په سبب انتقاد کړی او ویلي، چي هیڅ وخت به یې ونه بخښي:« زه د افغانستان د رهبرانو لخوا د سمي پلانګذارۍ د نه  درلودلو په سبب په قهر یم.»

د افغانستان اسعاري بازار د طالبانو د پرمختګ په سبب د سخت پورته - کښته بحراني حالت سره مخامخ سوی ؤ. خصوصأ د تیري جمعې په ورځ(د اګست میاشتي ۱۳ مه)  د افغانستان بانک تر دې اعلان وروسته ، چي نور بازار ته ډالر نه عرضه کوي.

د افغانستان پخوانی جمهوررییس، اشرف غني هم تیره یکشنبه د کابل څخه ووتی. دا چي دی اوس چیري اوسیږي، تر اوسه پوري سمه معلومه نده. په کابل کي د روسیې سفارت ویلي وه، چي اشرف غني د پيسو ډکو څلورو موټرانو او هلیکوپتر سره د افغانستان څخه تښتیدلی دی.

دا هم پداسي حال کي ده، چي د غني د حکومت تر سقوط دمخه لا د افغانستان بانک د ذخایرو د لاسه ورکولو خطر موجود ؤ. د ریانووستي خبري آژانس په کابل کي د روسیې د سفارت په حواله ویلي دي، چي یو څه پیسې په موټرانو او هلیکوپتر کي د نه ځاییدو په سبب پاته سوي دي.

د روسیې د سفارت ویاند دغه اظهارات خبري آژانس رویترز ته هم کړي او تایید کړي دي. خو رویترز تر اوسه پوري پردې باندي ندی کامیابه سوی، چي په مستقل ډول سره د دغي ادعا صحت تصدیق کړي.

د ۱۳۹۹ هجري شمسي کال د جوزا په میاشت کي اجمل احمدي د اشرف غني لخوا د افغانستان بانک د عمومي رییس په حیث تعیین سوی ؤ، خو د پارلمان څخه یې د اعتماد رايي تر لاسه نکړې. په همدې خاطر ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال د حمل په میاشت کي د اجمل احمدي امضأ بې اعتباره اعلان کړه، لیکن څنګه چي هغه د غني د نژدې کسانو د جملې څخه ؤ، خپل کار ته یې ادامه ورکړه.

احمدې، چي تردې دمخه هم د اشرف غني لخوا د تجارت او صنایعو د وزیر په حیث تعیین سوی ؤ، خو د ولسي جرګې لخوا یې همیشه پر کارونو باندي انتقادونه کیدله.

پاته دي نه وي، چي د غني د حکومت يو تعداد لوړرتبه مامورین، چي اکثره یې نورو هیوادو ته تښتیدلي دي، اوس د غني د حکومت دارۍ د شیوې څخه په شدت سره انتقادونه کوي.

آ./م.ق./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب