1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيوتا د بی‌ساري پيښي په تړاو تر اوسه څه معلومات شته

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ مرداد ۱۰, شنبه

تر ۶۰ زرو پورې کډوال د مراکش له لارې سیوته ته ننوتل. دغه پېښه د اروپايي ټولنې د سرحدي تګلارې، د مراکش د دریځ او د سیمې د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه بحثونه راپارولي دي.

د سيوتا په ساحل کې ولاړه د کډوالو ډله
سيوتا ته رسېدونکي اکثريت کډوال ځوانان ولانځور: Mario Morón/JNA Press/IMAGO

وروسته له هغې چې تر ۶۰ زرو پورې کډوال د مراکش له لارې د هسپانیې شمالي افریقایي سیمې سیوته ته داخل شول، چارواکي وایي چې تر شنبې پورې نږدې ټول بېرته وتلي دي.

خو دې پېښې د ښي اړخو سیاستوالو پام ځان ته اړولی او هغوی دا د اروپايي ټولنې د سرحدي مدیریت د کمزورۍ نښه بللې ده. همدارنګه دا پوښتنې هم راپورته شوې دي چې مراکش ولې دومره زیاتو کډوالو ته اجازه ورکړه چې د سیوته پولې ته ورسيږي.

د کډوالو شمېر څو و؟

د سیوته لوړپوړي چارواکي خوان خیسوس ویواس وویل، اټکل کېږي چې د چهارشنبې او جمعې ترمنځ، له درېیو ورځو په کمه موده کې، شاوخوا ۶۰ زره کډوال دې سیمې ته ننوتي دي. د سیوته ټول نفوس یوازې ۸۴ زره تنه دی.

خو د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت د داخل شویو کسانو شمېر ۵۰ زره ښودلی دی.

د شنبې ورځې تر ناوخته سهاره، د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې مارلاسکا وویل چې «نږدې ټول» کډوال بېرته وتلي او وضعیت تقریباً عادي حالت ته بېرته ګرځېدلی دی.

وزیر وویل، لږ تر لږه ۶۷ کسان د سیوته ته د رسېدو د هڅې پر مهال مړه شوي دي.

ویواس وویل، د دې بهیر کچه د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې له ورته پېښې ډېره لوړه وه، هغه مهال شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسان په دوو ورځو کې له مراکش څخه سیوته ته اوښتي وو.

مراکش څه کوي؟

د شمالي افریقا د کډوالۍ چارو متخصص هسپانوي خبریال اګناسیو سېمبرېرو وویل، داسې ښکاري چې د مراکش امنیتي ځواکونو د چهارشنبې راهیسې «هېڅ اقدام نه دی کړی.»

هغه وویل: «د هغې ډبرینې بندې ته د رسېدو لپاره چې د سیوته او مراکش ترمنځ پوله جوړوي، د پولیسو او مرستندویه ځواکونو څو کمربندونه شته او ښکاره ده چې خلکو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.»

ولې اوس؟

تر اوسه روښانه نه ده چې دا پېښه ولې همدا اوس رامنځته شوه.

یو احتمالي دلیل د هسپانیې د سترې محکمې هغه پرېکړه بلل کېږي چې د جولای مياشتې په ۸مه يې وکړه. محکمې ویلي وو چې هغه کډوال چې د سمندر له لارې په لامبو راځي، باید د نورو په څېر په چټکۍ بېرته ستانه نه کړل شي.

سېمبرېرو وویل: «بې له شکه د جولای د اتمې پرېکړې اغېز کړی، خو دا د خلکو د دومره پراخ خوځښت بشپړ دلیل نه شي کېدای.»

ځینو نورو شنونکو بیا ویلي چې د هسپانیې نسبتاً پرانیستې کډوالۍ تګلارې هم ښايي په دې بهیر کې رول لوبولی وي.

ایا مراکش له دې موضوع د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي؟

ځینې شنونکي باور لري چې مراکش د کډوالۍ موضوع د ډیپلوماتیک فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي.

مراکش له ۱۹۵۶ کال راهیسې پر سیوته او مېلییا د خپل حاکمیت ادعا کوي، خو هسپانیې په څرګند ډول د اوسني وضعیت د بدلون په اړه هر ډول خبرې رد کړې دي.

سېمبرېرو وویل، مراکش «یو فرصت لیدلی» څو هسپانیه خبرو ته اړه کړي.

ایا کډوال د اروپايي ټولنې نورو برخو ته تللی شي؟

نه.

د هسپانیې چارواکو ټینګار کړی چې د شینګن سیمې د اصولو له مخې، د سیوته او مېلییا لپاره ځانګړي سرحدي مقررات شته.

د دوی په وینا، هر څوک چې له دغو سیمو څخه د الوتکې یا سمندري ترانسپورټ له لارې اصلي اروپا ته ځي، د سرحدي کنټرول له ځانګړو کړنلارو سره مخ کېږي.

چارواکي وایي، سیوته ته ناقانونه ننوتل نه په هسپانیه کې د پاتې کېدو حق ورکوي، نه اصلي اروپا ته د تګ اجازه او نه هم په ټوله اروپا کې د ازاد تګ راتګ حق.

د چارواکو په وینا، هېڅ یو کس له هغو کسانو چې په ناقانونه ډول سیوته ته ننوتلي، اصلي اروپا ته نه دی تللی او د اوسنیو مقرراتو له مخې هم نه شي تللی.

غبرګونونه څه دي؟

سره له دې چې کډوال اصلي اروپا ته نه شي تللی، ایټالیا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له هسپانیې سره به د شینګند بې‌پولې تګ راتګ مقررات په موقتي ډول وځنډوي.

مادرید پر دې پرېکړه سختې نیوکې کړې دي او لا هم روښانه نه ده چې دا پرېکړه به په عملي ډول څه اغېز ولري، ځکه ایټالیا او هسپانیه ګډه وچه پوله نه لري.

د فرانسې د خبري آژانس له خوا پوښتل شوي حقوقي کارپوهان وایي چې د روم د ښي اړخي حکومت دا اقدام د اوسني قانوني چوکاټ له مخې د عملي کېدو وړ نه دی.

فرانسې او بریتانیا له هسپانیې سره خپله «پیوستون» څرګند کړی دی.

خو فرانسې هم اعلان کړی چې له هسپانیې سره پر خپله ګډه پوله به د پولیسو شمېر پنځه برابره زیات کړي.

پرتګال هم ویلي چې په خپلو سوېلي ځمکنیو او سمندري پولو کې به کنټرولونه پیاوړي کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د کډوالۍ ضد سیاستونه یې د خپلې ولسمشرۍ له مهمو شعارونو څخه دي، د جمعې په ورځ سیوته ته د کډوالو بهیر «فاجعه» او «یرغل» وباله.

هغه هڅه وکړه دا موضوع د نومبر میاشتې له منځمهالو ټاکنو سره وتړي او ویې ویل: «که جمهوري غوښتونکي بریالي نه شي، همدا ډول حالت به زموږ په هېواد کې هم رامنځته شي، خو لا ډېر بد او ډېر لوی.»

پوهه:په هسپانیا کې د مورو مسلمانو واکمنانو میراث څه شی دی؟

25:00

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب