۱۴۱ نور افغانان هم له پاکستان څخه المان ته انتقال شول
۱۴۰۴ دی ۲, سهشنبه
انتقال شوو کسانو په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د المان حکومت له خوا د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې وه او اوس له اسلام اباد څخه د المان نیدر ساکسن ایالت ته انتقال شوي دي. وروسته به دوی د المان په نورو ایالتونو وویشل شي.
پاکستان د دغو افغانانو د دوسیو ارزونې په خاطر د المان حکومت ته د روان کال تر پایه پورې مهلت ورکړی و. پاکستان ویلي وو چې وروسته له هغې به دغه کسان افغانستان ته اخراج کړي. دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډي هیواد افغانستان سره د پاکستان سرحدي پولې اوس هم تړلې دي. د المان ایتلافي حکومت نه غواړي د افغانانو د منلو کوم نوی پروګرام پيل کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو وار بیا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې واک په خپل لاس کې ونیوه. په هغه وخت کې د المان حکومت د دغه هیواد د بنسټونو له پخوانیو همکارانو او هغو کسانو سره چې له ځانګړي خطر سره مخامخ ول، ژمنه وکړه چې دوی به المان ته انتقالوي.
د المان حکومت د ائتلافي ګوندونوCDU, CSU ،SPD په قرارداد کې راغلي دي: «موږ به د المان حکومت د داوطلبانه منل کیدو پروګرامونه د امکان تر حده پورې ودروو، د بیلګې په توګه د افغانستان له پاره، نوي پروګرامونه به رامنځته نه کړو.»
اوس هم ډیر شمیر افغانان المان ته د انتقالیدو له پاره په پاکستان کې منظر دي
وروسته له دې چې څو کسانو د ویزې نه ترلاسه کولو له کبله له دې پروګرام څخه شکایت وکړ، حکومت یو ځل بیا د دغو کسانو او دې ته ورته دوسیو لروونکو کسانو له پاره المان ته د انتقالولو پروګرام تنظیم کړای شو.
شاوخوا ۶۵۰ هغو کسانو چې د بشري حقونو د لیست پر اساس یې مثبت ځواب ترلاسه کړی و، په دې وروستیو کې یې د المان حکومت له خوا د رد ځواب ترلاسه کړ- البته افغانستان ته د بیرته ستنیدو یا کوم دریم هیواد ته چې د دوی منلو ته امادګي ولري د انتقالولو په برخه کې یې د مالي مرستې وړاندیز کړی دی.
د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله په دغه الوتکه کې چې هانور ته رسیدلې ده ۱۸ کسان یې په افغانستان کې د الماني پوځ یا بنسټونو پخواني سیمه ایز همکاران او د کورنۍ غړي دي او ۱۲۳ یې د المان د منل کیدو پروګرام پورې تعلق لري.
له ۴۵ ډير افغانان د المان حکومت د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو د انتقالولو بهیر او ۲۶۴ نور هغه افغانان په پاکستان کې المان ته د راتلو له پاره منظر دي چې د المان د منل کیدو پروګرام له مخې باید دغه هیواد ته انتقال شي.
د زرغون ګوند سیاستوال امید نورپور، د المان له حکومت څخه غوښتي دي چې ټول هغه افغانان دې المان ته انتقال کړي چې لادمخه یې د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده. د المان د پارلمان دغه استازي وویل: «د شرم خبره ده چې ډیر شمیر اغیزمن شوي کسان، د منل کیدو له حق څخه تر محرومیدو وروسته، مجبوره شي چې په محکمه کې شکایت وکړي.»
نوموړي زیاته کړه چې له پاکستان څخه د اخراج کیدو په صورت کې به دوی د طالبانو د ظالمانه ترهګرۍ په مقابل کې بې وسه پاتې شي.