1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

رپوټ: طالبانو تیره میاشت یوازي په کندهار کې ۲۰۰ پوستې نیولي

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

د ۲۰۲۰م کال په دسمبر میاشت کي یوازې په کندهار کي څه نا څه ۲۰۰ امنیتي پوستې د طالبانو لاسونو ته لویدلي دي. د امنیتي پوستو تر نیولو وروسته د افغان ځواکونو وسلې او تجهیزات هم طالبانو اخیستي دي.

Afghanistan Croronavirus Taliban
انځور: Getty Images/AFP

دغه رپوټ د افغانستان د بیا رغوني د څارني امریکايي سازمان یا سیګار له خوا د دوشنبې په ورځ (د فبروري میاشتي لومړۍ نیټه) خپور سوی دی.

د رپوټ په حواله په ټول افغانستان کي د افغان پوځ او پولیسو ځواکونه د څه نا څه ۶۰۰۰ امنیتي پوستو ساتنه کوي. په ۳۴ ولایتونو کي پر دغو پوستو باندي تقریبأ ۹۵ زره عسکر اوپولیس تقسیم دي چي د ټولو امنیتي قواوو یو پر دریمه برخه تشکیلوي.

په افغانستان کي د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د وسله والو طالبانو پر ضد جنګیږي. د ۲۰۲۰ م کال د سپټمبر میاشتي راهیسي طالبان د حکومتي پلاوي سره د قطر په پلازمینه دوحه کي د سولي مذاکرات پرمخ بیايي. خو په دغه هیواد کي تاوتریخوالی بیا هم دوام لري.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتي په پای کي د طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چي له مخې یې باید په تدریج سره د افغانستان څخه د ناټو ټوله ځواکونه ووځي. د دې په مقابل کي بیا طالبان مکلف دي چي د نورو تر څنګ د افغان حکوت سره د سولي مذاکرات پر مخ یوسي.

qn/ms (DPA)