1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجاب کې پر ماشومانو د تېري پيښي زياتي شوي

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

د پاکستان په تر ټولو زيات نفوس لرونکي ايالت پنجاب کې په دوامداره توګه پر ماشومانو د جنسي تېري واقعات مخ په زياتېدو دي. دا خبره د استخباراتو د مرکز په نوي راپور کې شوې ده.

Pakistan Kindesmissbrauch Hussain Khan Wala
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پنجاب ايالت د کورنيو چارو د وزارت د ايالتي استخباراتي مرکز له خوا يو راپور خپور شوی دی. په دغه راپور کې راغلي دي چې د روان عيسوي ۲۰۲۳ کال په لومړيو پنځه نيمو مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تاوتريخوالي ۱۳۹۰ پيښي ثبت شوي دي. د راپور له مخې په ياد شمېر ماشوم قربانيانو کې يې ۹۵۹ قربانيان ماشوم هلکان دي چې د ټولو قربانيانو ۶۹ فيصده تشکيلوي. زياته شوې چې د ۴۳۱ ماشومو انجونو سره جنسي تاوتريخوالی شوی چې د ټولو قربانيانو ۳۱ فيصده تشکيلوي.

دغه مطلب هم ولولئ: په پاکستان کې پر ښځو د تاوتریخوالي لاملونه څه دي؟

د ياد راپور له مخې پر ماشومانو د جنسي تېري هغه قضيې چې په محکمه کې يې ارزونه کيږي، ورڅخه معلومه شوې چې له ۵۵ فيصدو څخه زيات عاملين يې د قرباني ماشومانو ګاونډيان دي. پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو څخه ۱۳ فيصده د ماشومانو خپل خپلوان ياد شوي دي.

له بلې خوا يوه غير دولتي سازمان سسټېن اېبل ډويلپمنټ هم د جنسي تاوتريخوالي د پيښو شمېرې خپرې کړي دي. د دغه سازمان په وينا د پاکستان په سيند ايالت کې په روان کال له لومړۍ مياشتۍ جنورۍ څخه بيا تر څلورمي مياشتې اپريل تر پای پوري د ماشومانو او مېرمنو سره د جنسي تاوتريخوالي ۴۵۵ پيښي ثبت شوي دي.

اکثريت پيښي نه ثبتيږي

د پنجاب ايالت د استخباراتي مرکز د راپور له مخې اکثريت د جنسي زيادتۍ پيښي له سره ثبتيږي نه. د ياد مرکز په وينا د جنسي زيادتۍ د پيښو د نه ثبتولو يو لامل «د پاکستان په ټولنه کې بېره او په کلتوري سطحه پر ممنوعه تصور کېدونکو موضوعاتو و پوليسو ته د راپور نه ورکولو ستونزه ده.» د راپور له مخې د جنسي زيادتۍ د قرباني ماشومانو مور او پلار له دې کبله هم په پوليسو کې شکايت نه ثبتوي، ولي چې غواړي خپل ماشومام «د جرم د څېړلو په مراحلو کې د قانوني مراحلو له تېرېدلو څخه وژغوري.»

دغه مطلب هم ولولئ: پاکستاني پولیس: پر حامله ښځه جنسي تيری کونکی شکمن افسر مو نیولی

د ماشومانو د ساتنې د يو غيردولتي سازمان مشره ډاکټر منيزه بانو وايي چې له جنسي تاوتريخوالي څخه د ماشومانو د ساتنې يوه غوره لاره د ماشومانو پوهاوی دی. په وينا يې ماشومان د خپل عمر سره په مطابقت بايد په دې پوه کړل شي چې «بېډ ټچ» يا «خراب لاس ور وړنه» څه معنی لري. هغه وايي ماشومان بايد په دې پوه کړل شي چې کله د خپلو دوستانو سره لوبي کوي، يا له کور څخه دباندې وي، نو بايد څنګه پر خپل ځان پام وکړي، او که کومه ستونزه يا پرېشاني ولري، نو بايد په سمدلاسه توګه يې د مور او پلار سره شريکه کړي.

اکثريت مجرمان خپلوان او ګاونډيان وي

د احمد اعجاز په نوم د چارو شنونکی وايي: «که موږ پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو قضيې وګورو، نو اکثريت مجرمان خپلوان او ګاونډيان وي.» د احمد اعجاز په وينا اکثره مور او پلار ماشومان يوازي سودا اخيستلو ته لېږي، يا يې په بې فکره توګه په ګاونډ کې په نورو کورونو کې لوبو ته پرېږدي، چېري چې د بيل عمر ماشومان سره يوځای لوبي کوي. د هغه په وينا له داسي بې پرواهيو څخه مجرمين ګټه اخلي او ماشومان خپل قرباني ګرځوي. د احمد اعجاز په وينا مور او پلار د خپلوانو په موضوع کې هم بايد حساس او خبردار واوسي.

دغه مطلب هم ولولئ: آنلاین جنسي موادو ته لاسرسی؛ په نابالغ افرادو کې د جنسي جرمونو ډېرېدل

منیزه بانو وړانديز کوي چې د ماشومانو پر ضد د جنسي تاوتريخوالو د پيښو د مخنيوي لپاره بايد چې په ښوونځيو کې هم ورته پوهاوی ورکول شي. هغه وايي چې د دې تر څنګ بايد مور او پلار هميشه ځان آګاه وساتي چې ماشوم يې د کوم عمر ماشومانو سره او چيري لوبي کوي، د ښوونځي تلو راتلو لاره يې کومه ده او کوم وخت بايد له کوره ووځي او کوم وخت بايد بېرته کور ته راشي.

د جنسي مجرمانو معلوماتي ځېرمه

د پاکستان دولت د «نیشنل سیکس اوفینډرز رجسټري» په نوم يوه معلوماتي ځېرمه رامنځته کړېده، چې د ثبت د ملي ادارې «نادرا» له خوا اداره کيږي. په دغه ځېرمه کې د هغو کسانو نومونه ثبتيږي چې د جنسي تېري په قضيو کې مجرم بلل شوي وي.

هر څوک کولای شي وګوري چې ايا د يو کس نوم په دغه ليسټ کي شامل دی او که نه. د دې لپاره څوک کولای شي چې د يو کس د کمپيوټري شناختي کارډ يا هويتپاڼې ۱۳ عدد لرونکې شمېره د اس ام اس له لاري و ۷۰۰۰ تليفوني نمبر ته ولېږي. په جواب کې ورته معلومات راځي چې ايا د اړونده شناختي کارډ يا (CNIC) د جنسي جرم د عامل په توګه ثبت شوی دی که نه.

فاروق اعظم، اردو څانګه/ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل