د اروپايي اتحاديې د جرمونو ضد آژانس رئيس وايي چي په اروپا کي د کرونا له کبله محدوديتونو (لاک ډاون) پر وخت مجرمين هم زيات وخت پر انټرنټ تېروي. په دې ترڅ کي د ماشوم زهيرونې پيښي هم زياتي سوي.
دې بولې د آلمان د رسنيو يوې ډلې «فونکه مېډين» ته ويلي دي چي ياد وضعيت «په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دی» ځکه چي دا ډول مواد چي پکښي د ماشومانو جنسي ازار او زهيرونه انځور سوې وي، د کرونا پاندمي څخه د تر مخه وخت په پرتله ډېر سوي دي. هغې ويلي: «موږ مخ پر وړاندي په ښکاره توګه د آنلاين جنسي ازار د زياتېدو شاهدان يوو. دا يو دوامداره ګواښ دی.»
د يورو پول رئيسي زياته کړې ده چي د لاک ډاون پر وخت زيات ماشومان پر کور پاته دي او په کور کي تر پخوا زيات و انټرنټ ته لاس رسی لري. د هغې په وينا د انټرنټ د کارولو پر وخت زيات ماشومان د والدينو اړين مراقبت او رهنمايي نه لري.
د دسمبر مياشتي په پېل کي د آلمان په نارد راين وېستفالن ايالت کي د ماشومانو د جنسي ازار د قضيو په تړاو پوليسو ډېري تلاښۍ کړي. په دغو تلاښيو او چاپو کي ځيني داسي کسان ونيول سول چي يا خو يې د ماشومانو د جنسي ازار انځورونه او ويډيوګانې پر انټرنټ خپرولې او يا يې له ځان سره ساتلې.
څارنوالانو په ټوليزه توګه په يادو چاپو کي ۵۶ شکمن کسان ونيول. له هغوی څخه ۳۳۰ د کمپيوتري معلوماتو ځېرمه کوونکې آلې لکه هارډ ډسکونه او نور وسايل هم د ثبوت په توګه ضبط کړل سول.
د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل په اکتوبر مياشت د کابينې په غونډه کي د ماشومانو د جنسي ازار کوونکو مجرمينو له پاره د لا سختو سزاوو وړانديز وکړ. هغې وړانديز وکړ چي په جنسي توګه پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو سزا دي ۱۵ کلونو بند ته جګه کړل سي.
آ./ا.ا./ن.ز.
د ماشوم د جنسي ځوروني احتمالي علايم ـ انځوريز راپور
ماشومان د خپلو مشکلاتو په هکله د خبرو کولو توان نه لري او خپلي ستونزي نه سي بيانولای. که تاسو د خپل ماشوم په چلن کي بدلون وينئ، نو ورسره خبري وکړئ او ځان ډاډه کړئ چي هغه خو به په جنسي توګه نه ځورول کيږي.
انځور: picture alliance/ANP/R. Koole
که ماشوم خاموش خاموش سي
که ستاسو ماشوم په ناڅاپه خاموش خاموش غوندي سي، نو دغه چلن يې له پامه مه باسۍ. ښايي هغه تاسو ته د ويلو له پاره يو څه ولري، خو کولای نه سي چي ووايي. له هغه سره خبري وکړئ.
انځور: picture-alliance/dpa
د خوب کمېدل
که ستاسو ماشوم له څو شپو راهيسي سم خوب نه کوي يا له خرابو خوبونو ليدلو څخه شکايت کوي، يا وايي چي بيريږي، نو ورسره خبري وکړئ چي له څه شي څخه بيريږي.
انځور: Fotolia/pegbes
د ماشوم په غوسه کېدل
ماشومان د عمر په بېلابېلو پړاونو کي بېل چلن زده کوي. ځيني وختونه ډېر تکرار او ضد کوي او ځيني وختونه جنګونه کوي. خو د هغوی دغه غوسه او چلن که د هغوی له معمولي چلن څخه بېل وي، نو هڅه وکړئ چي ځان پوه کړئ چي ولي پکښي دغه بدلون راغلی دی.
انځور: Imago/Imagebroker
يوازيتوب خوښول
که يو ماشوم ناڅاپه داسي وکړي چې ټول وخت يوازي پاته سي، داسي لکه بېرېدلی چي وي، او يا له خپل ځان څخه چي يې بد راغلي وي، نو ورسره خبري وکړئ او ماشوم يوازي مه پرېږدئ.
انځور: picture alliance/ANP/R. Koole
له ځانګړي شخص يا ځانګړي ځای څخه بيره
که ستاسو ماشوم و ښوونځي ته له تلو څخه بيريږي، او يا له يو ځانګړي بل ځای يا شخص څخه بيريږي، نو په مينه ورسره خبري وکړئ او د بيري وجه يې وپوښتئ. تاسو ځان ډاډه کړئ چي له ماشوم سره خو به ناوړه چلن نه وي سوی.
انځور: picture alliance/ANP/R. Koole
د ډوډۍ نه خوړل
تقريبا ټول ماشومانو د ډوډۍ د خوړلو په ترڅ کي لانجې کوي. خو که يو ماشوم نه وږی کيږي او ډوډۍ نه خوري، نو ښايي سبب په کومه ناروغي کي وي او يا په ذهني فشار کي. له دغه ډول ممکنه فشار څخه د ماشوم را ايستل ډېر مهم دی.
انځور: picture-alliance/dpa
په بستر کي ميتيازي
که ماشوم په ناڅاپه توګه د شپې په خپل بستر کي ميتيازي (بولي) کول پيل کړي، نو ورباندي د مور او پلار په توګه په غوسه کيږئ مه، او هڅه وکړئ چي د دغه عمل په لاملونو ځان پوه کړئ.
انځور: picture alliance/dpa/P. Pleul
نوي الفاظ يا لغتونه
دا عامه خبره ده چي ماشومانو په ښوونځيو او همدې ډول له تلويزيون څخه نوي الفاظ او لغتونه زده کوي. خو که دغه الفاظ غېر معمولي او جنجالي وي، نو هڅه وکړئ چي ځان ډاډه کړئ چي داسي خو به نه وي چي يو څوک په قصد سره ماشوم ته دا ډول ښوونه کوي او غواړې په دې توګه ورڅخه ناوړه گټه واخلي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi
د ميتيازو پر وخت درد
که ستاسو ماشوم د ميتيازو (بولو) کولو پر وخت له درد يا زحمت څخه شکايت کوي، نو په سمدلاسه توګه يې تخصص ډاکټر يا ډاکټرې ته بوزئ. د ډاکټر له لاري بايد ځان ډاډه کړئ چي ستاسو د ماشوم د درد شکايت د جنسي زهيرونې لاملونه نه لري. له ډاکټره هيڅ خبره مه پټوئ.
انځور: picture alliance/ANP/R. Koole
د تناسلې غړو يا شرمځای شاوخوا زخمونه يا دردونه
ماشومانو ته پر وخت د تناسلي غړو په تړاو معلومات ورکړئ. کله چي خپلو ماشومانو ته غسل ورکوئ نو پر دغو غړو يې پام وکړئ چي زخمي خو به نه وي. مهمه خبره دا ده چي له ماشومانو سره په مينه او محبت خبري وسي او معلومات ترې واخيستل سي.