1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانونو کې د افغان ماشومانو پر کار بندیز

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

د طالبانو د کانونو وزیر ویلي، تردې وروسته به ماشومان په کانونو کې د کار اجازه ونه لري. خو آیا د طالبانو حکومت به د خپل دغه بندیز په عملي کولو وتوانیږي؟

افغانستان کې پر ماشومانو شاقه کارونه
افغانستان کې پر ماشومانو شاقه کارونهانځور: AP

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدین دلاور اعلان کړی، چې تردې وروسته به په کانونو کې ماشومانو ته د کار اجازه ورنه کړي.

نوموړي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال خبرداری ورکړی، «که تردې وروسته په کانونو کې کارګر ماشومان ولیدل شي، د کان کار یې درول کیږي او سرغړونکو ته به سزا ورکړو.»

داسې کره شمېرې نشته چې دا مهال به څومره افغان ماشومان په کانونو کې په کارونو بوخت وي، خو څه موده وړاندې د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوه سروې، ښيي چې شاوخوا نیمايي افغان کورنۍ په خپلو ماشومان کار کوي.

اوس هم تر یو میلیون ډېر افغان ماشومان په شاقه کارونو بوخت ديانځور: DW/O. Didar

آیا طالبان به د بې وزلۍ په اوج کې دا پریکړه عملي کړي؟

د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې مشر محمد معروف قادري دویچه ویله ته وویل، د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې شاوخوا یو اعشاره شپږ میلیونه افغان ماشومان په کارونو بوخت ول.

هغه زیاته کړه:«هره ورځ بې وزلي د ډېرېدو په حال کې ده له بلې لوري له کارونو د ماشومانو راګرځولو لپاره یوه تګلاره نشته او ترڅنګ یې نړېوال ملاتړ هم کمزوری دی په داسې حال کې ددغسې یوې پریکړې عملي کول ناممکن دی.»

اړوند مطالب:«د ښځو پر کار بندیز به د ماشوم کارګرو شمیر لا زیات کړي»

ښاغلي معروف زیاته کړه چې د جمهوریت پرمهال یې څه باندې دولس کلنه طرحه ترتیب او تصویب کړې وه چې پر بنسټ به یې د پنځو کلونو په موده کې پر ماشومانو د شاقه یا سختو کارونو بندیز او د لسو کلونو په موده کې به پر ماشومانو د کار کولو دود په بشپړ ډول ختمېده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل