1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان د پوځ او طالبانو ترمنځ نښته؛ لس کسان وژل شوي

۱۴۰۱ اسفند ۲۵, پنجشنبه

د پاکستان د چارواکو په حواله د دغه هيواد په شمال لویدیځ کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه ماشومان او اته وسله وال وژل شوي دي.

آرشيف انځور: په بنو کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې عمليات
آرشيف انځور: په بنو کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې عملياتانځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د پوځ له خوا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶) په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې عسکرو يې په جنوبي وزيرستان کې چهار شنبه شپه د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځای چاپه ووهله.

په اعلاميه کې ويل شوې چې په دې ترڅ کې د رامنځته شوې نښتې په نتیجه کې اته وسله وال وژل شوي. د پوځ له خوا زياته شوې: «له بده مرغه دوه کوچنيان هم د فایرونو د تبادلې پر وخت وژل شوي دي.»

اړونده موضوع: پاکستاني چارواکي: د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين بيا پر خپله فيسبوک پاڼه او د تويتر له لارې ادعا کړې ده چې دا د ډرون يا بې پېلوټه الوتکې بريد وو چې پر يوه دوکان شوی دی.

نوموړي د وژل شويو ماشومانو د خپلوانو له قوله ويلي دي چې د شکتويي د زنګازې په سيمه کې پر يوه دوکان د بې پېلوټه الوتکې بريد شوی چې په نتیجه کې یې دا ماشومان وژل شوي دي.

زياته شوې ده چې د بريد پر وخت ماشومان د دوکان دباندې ول. منظور پښتين زياته کړې ده چې په سيمه کې د تلیفون او انترنت د قطع کيدو له کبله تر اوسه د رسېدلي نور ځاني زيان په اړه لا معلومات نه دي ترلاسه شوي.

اړونده موضوع: د «ټي ټي پي» هدف څه دی او له افغان طالبانو سره څه اړيکه لري؟

د پاکستان پوځ په دغه لیرې پرته سيمه کې تر هغه وروسته خپل عمليات زيات کړي دي چې په جنورۍ میاشت کې دپېښور ښار د پولیسو د مرکز په جومات کې د طالبانو يوه ځانمرګي بريدګر ۸۴ کسان چې زياتره یې پوليس ول، ووژل.

پاکستاني طالبان چې د افغان طالبانو په څېر يوه سني خو جلا ډله ده، د تېرو څو لسیزو تاوتريخوالي په ترڅ کې څه نا څه ۸۰ زره کسان وژلي دي.

دغه ډله په ۲۰۱۴م کال کې د عملياتو د يوې لړۍ په ترڅ کې له خپلو پخو سنګرو څخه وشړل شوه، خو په کابل کې د افغان طالبانو واک ته تر رسېدو راهېسې دې ډلې هم ځان بيا منسجم کړی دی او په دې وروستيو کې یې بريدونو ته زور ورکړی دی.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب